افغانستان

«د سیمې د ډاډ لپاره باید استخباراتي معلومات سره شریک کړو»

نن ټکی اسيا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): ایران ته د ګډ حکومت د لومړي مشر د لومړي سفر په اوږدو کې ایراني چارواکو ترې غوښتي چې د سیمې د ډاډ په خاطر باید له یو بل سره استخباراتي معلومات سره شریک کړو.

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني کوربه ایراني ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له نوموړي سره په خبرو کې د یمن لانجې ته په اشارې وویل چې په سیمه کې د نا امنیو د له منځه وړلو لپاره باید له یو بل سره اسختباراتي مرسته وکړو.

که څه هم د ګډحکومت د سرچینو له قوله اشرف غني د خپل حکومت په لومړیو کې ایران ته د سفر نیت درلود، خو ځينې سرچینې وايي چې افغان جمهور رییس وروسته له هغه ایران ته خپل سفر جدي په نظر کې ونیو، چې د یمن په لانجه کې د سعودي په ملاتړ يې ایران او په ګډ حکومت کې شریک ایران پلوه افغان چارواکي خواشيني کړل.

اشرف غني د یمن په لانجه کې د شيعه یاغیانو پر ضد سعودي عربستان د ملاتړ غږ وکړ او دا يې له « حرمینو شریفینو» دفاع وبلله.

د اشرف غني په دې دوه ورځني سفر کې چې ډېرې خبرې يې په سیمې که د داعش د ګنګوسو او اقتصادي همکاريو په اړه راڅرخېدې دوه تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني تر منځ د دواړو وزارتونو د همکارۍ او د لوړو زده کړو وزارت او «وزارت تحقیقات و فناوری» ترمنځ د همکارۍ په نوم تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

که څه هم دم ګړۍ ایران په افغانستان کې پراخې دولتي او خصوصي تعليمې څانګې لري، خو بیا هم د ګډ حکومت له لوري له ایران څخه په تعليمي برخه کې مرسته غوښتل شوې ده.

پر دې سربېره د ګډ حکومت مشر له ایران څخه د چاپیریال ساتنې په برخه کې هم مرسته وغوښته، چې باید ایران له افغانستان سره همکار واوسي.

د شنونکو په باور د اشرف غني له دې سفره موخه دا ګڼل کېږي چې د یمن په لانجه کې د سعودي په ملاتړ د ایران خپګان لري کړي، خو اشرف غني له ایران سره هم د اقتصادي همکاريو په ډېرښت او پیاوړتیا غږېدلی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x