افغانستان

د کورنیو چارو وزیر: «مخالفين له خاورو سره برابر کړئ!»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): سره له دې چې دولتي سرچينې د سولې د هڅو خبرونه پرلپسې خپروي، خو ورسره جوخت امنيتي مسوولین د جګړې د پايښت، ټینګښت او سخت دریځۍ پلوي کوي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې دوی خپلو عسکرو ته امر کړئ، چې طالب مو هر ځای ولید، له خاورو سره يې برابر کړئ.

ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په تېره د بدخشان د پېښې په تړاو چې پکې لسګونه عسکر مړه او ورک شول، د کورنیو چارو زویر نورالحق علومي، د وسله وال پوځ لوی درستیز مراد علي مراد او د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام استجوابیه غونډې ته ور غوښتي و.

نورالحق علومي چې په تېر کې د پرچم ګوند غړی او کلک پلوی پاتې شوی وايي چې په استخباراتي برخه کې ستونزې او مشکلات لرو په خو په امنيتي برخه کې د دوی په خبره هر عسکر ته امر شوی چې خپل مخالفین له خاورو سره برابر کړئ.

سره له دې چې د ګډ حکومت له پیل سره په ولس کې د سولې تمې غښتلې شوې، خو د ګډ حکومت له لوري په عملیاتو کې پراخه ولسي مرګ ـ ژوبله له ګډ حکومت څخه د لا فاصلې سبب شوه.

که څه هم نورالحق علومي د افغان عسکرو د پیاوړتیا خبره هم وکړه، خو د ولسي جرګو غړو د بدخشان په جرم کې د طالبانو پراخ بریدونه د امنيتي ځواکونو د کمزورۍ او بې غورۍ دلیل وګاڼه.

امنیتي ځواکونو ته په وخت د معاش نه ورکول، د طالبانو له لوري نفوذي بریدونه او په مرکزي حکومت د نظامي برخې باوري هغه څه دي چې د شنونکو په باور ښايي سږ کال افغان عسکر د بهرنیانو له ملاتړ پرته د طالبانو پر ضد جګړې ته اوږه ورنه کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x