افغانستان

د زابل ژورنالیستان ددولتي چارواکو څخه سر ټکوي

journalism-in-afghanistanزابل میشت ژورنالیستان وایی دتیري یو اونۍ راپدي خوا د پخوانۍ ښاروال او د هغه دملګرو لخوا پدی موخه ګواښل کیږي چی دوي دخلکو شکایتونه درسنیو له لاري خپاره کړي دی .
دغه ژونالیستان وایی که دغه سلسله همداسی دوام پیدا کړي نودوي به خپلو دندو ته استفاع ورکړي .
خو خپله چارواکی اوس هم دښاروال دفاع کوي اودهغه خبري یوه ګیله بولي .

په زابل دا مهال یوازي دګوتو په شمیر خبریالان د ازادو رسنیوسره په رښتني ډول کار کوي او د خلکو ستونزي تر نړیوالو رسوي .
خودغه خبریالان تل له ستونزو سره مخ کوي او د چارواکو توند غبرګونونو دي ته اړکړي چی خپلو دندو ته استفا ورکړي .
دغه خبریالان وایی په تیره اونۍ کی دزابل پر پخوانۍ ښاروال جنت ګل توریالي باندي یی دسیمه دخلکو دستونزو پر بنسټ رپوټ چمتو کړي وه چی دژونالیزم ټول اړخونه پکی په پام کی نیول شوی وه خو ورسته دچارواکو دسخت غبرګون سره مخ شول، او د څارندوالۍ د معریفی کولو ګواوښونه ورته وشول.
یاد خبریالان وایی دڅو ورځو را پدی خوا د پخواني  ښاروال جنت ګل او د هغه دملګرو لخوا ورته په پرله پسی ډول ګواښونه کیږي او یا یی هم مرکزي دفترونو ته دشکایت په ډول زنګونه وهل کیږي اوخبریالان په  یوه اوبل نومونو تورنوي. .
دغه خبریالان درسنیو پر مدافع ټولنو ږغ کوي تر څو ددوي ستونزو ته دحل لاري چاري ولټوي .
خو د  زابل چارواكي  چي مخكي يي هم پر پخواني ښاروال جنت ګل لګول شوي تورونه رد كړي وه اوس یی هم  دفاع كوي  .
د زابل د والي وياند شريف الله ناصري وايي چي خبريالانو ته د هغه رپوټ تر خپريدو وروسته ځيني ګيلې شوي دي خو ګواښونه چا نه دي ورته كړي او نه هم ورته كوم خبريال په دې اړه شكايت كړى دى ، په وينا يي كه هر خبريال ته ګواښ شوى وي د ولايت مقام سره دي يي شريك كړي څو په اړه يي  قانوني ګام اوچت شی.
په تیرو دریو میاشتو کي پدی ولایت کی یو خبریال وهل شوی اوبل هم دزندان پنجرو ته اچول شوی چی د همدي امله دخبري رسنیو نمایندګان خپلو دندو ته زړه نه ښکوي.
 دوي وایی که دغه سلسله همداسی دوام پیدا کړي نو پدی ولایت کی به دبیان دازادۍ مخه نیول شوی وي او دخلکو ستونزي په پر خپل حال پاته وي .
یو شمیر شنونکي وایی رسنۍ دخلکو دستونزو د انعکاس یوه مهمه اله ده اوکه دغه اله دخلکو پر مخ وتړل شوی نو د ظلم او فساد کچه په اوج ته ورسیږي او د مظلوم ږغ به ترچا نه رسیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x