افغانستان

پکتيا چارواکي: ۱۹ ماین پاکان تښتول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا چارواکي وايي چې د دې ولایت په زرمت ولسوالي کې د ماين پاکۍ د مؤسسې ۱۹ تنه د نامعلومه وسله والو کسانو له لوري تښتول شوي دي.

د پکتيا د والي مرستیال عبدالولي سهي وايي چې دغه ۱۹ تنه د «ستارلینګ» په نامه د ماین پاکۍ د مؤسسې غړي و، چې له څلورو موټرو سره لا درکه شوي دي.

د والی د مرستیال په قول دوی يې د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي، خو تر اوسه يې درک نه دی لګيدلی.

د ستارلینګ امريکايي مؤسسې دغه غړي په زرمت کې په دنده بوخت و، چې تېره غرمه له سیمې څخه له خپلو موټرو سره یو ځای لا درکه شول.

د پکتیا امنيتي مسوولین وايي چې دوی له دې خلکو سره په امنيتي برخه کې مرسته کولای شوای، خو هغوی ورته ويلي چې دولتي امنيتي ځواکونو ته اړتیا نه لري.

د پکتیا امنیه قومندان زلمی اوریاخېل وايي چې د ستارلینګ دغو کارکوونکو د دوی ساتونکو ته زړه نه ښه کاوه او د سیمې د خلکو په همکارۍ ډاډه و.

تر اوسه کومې ډلې د دې نولس تنو د تښتوونې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې په روزګان کې هم د یوې مؤسسې پنځه تنه وتښتول شول، چې څو ورځې وروسته يې جسدونه وموندل شول.

د ګډ حکومت له پیل سره د تښتوونو ګراف لوړ شوی دی، چې په ځينو سیمو کې خلکو طالبانو ته عریضې کړې دي او د تښتوونکو د نیونې او محاکمې غوښتنې يې ترې کړې دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي و چې دولتي امنیتي ځواکونه هم له غلو او تښتوونکو سره لاس لري، چې بیا يې په ګټه کې سره شریک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x