افغانستان

ځواک: امنيتي تړون په افغانستان کې د هرډول وژنې جواز ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د سیاسي چارو کارپوه غلام جيلاني ځواک وايي چې له امریکا سره د امنيتي تړون لاسليک په افغانستان کې هر ډول وژنو ته د جواز ورکو معنی درلوده.

غلام جيلاني ځواک وروستیو نا امنیو ته په کتو وايي چې امریکا افغانستان د خپلو سیاسي موخو لپاره وسیله وګرځاوه او له دې ځايه به خپلې موخې پوره کوي.

نوموړي له کابله خپرېدونکې خپلواکې ورځپاڼې « سرنوشت » سره په خبرو کې ويلي چې امریکا په هیڅ ډول د افغانستان په امنیت کې ځان مسوول نه دی بللی، د دوی په خبره دلته چې اوس هر څه کېږي مسوولیت يې همدغه تړون ته راجع کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه غلام جيلاني ځواک
د سیاسي چارو کارپوه غلام جيلاني ځواک

د امنيتي تړون تر لاسلیک وړاندې د ګډ حکومت لومړي مشر دغه تړون د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره مهم باله او ځینې افغان چارواکي پر دې باور و، چې د دې تړون لاسلیکول افغانانو ته حیاتي ارزښت لري.

خو په ولسي جرګې د دې تړون د مخالفو وکیلانو له ډلې د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي د دې تړون د کفر د حاکمیت د تایید په معنی وګاڼه او د کفر تاييد يې کفر وګاڼه.

د تړون له لاسلیک نه وروسته بهرنیانو خپل ځان نږدې په کلي ډول له جګړې ورټول کړی او په سږني کال کې یوازې د طالبانو پر وړاندې د افغان عسکرو د تمویل او تمرین مسوولیت په غاړه لري.

په اقتصادي برخه کې د تړون کوم اثر نه تر سترګو کېږي، سره له دې چې اشرف غني دغه تړون د امریکايي مرستو د جلب وسیله بلله خو د ګډ حکومت له پیله پخپله په ارګ کې دولتي مامورینو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Habib khan

دا لاسليك دافغان سولي لفاره لوي خند ده تر سو سي لاسليك لغوه نسي سؤله امكان
نلري

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x