سيند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ – پنځمه برخه

حامد افغان

جذبه

یوه جذباتي ځوان د خپلو ملګرو په منځ کې د مسلمانانو په دردونو خبرې کولې، خبره یې فلسطین ته ورسوله او زیاته یې کړه: د ژوند یواځنۍ هیله مې دا ده چې د اقصی په جومات کې لمونځ وکړم.. یوه ملګري یې ورته وویل: د کلي په جومات کې خو دي چنداني نه وینم!.

ښځي ځپلی

یوه عالم د جنت صفتونه بیانول، خبره یې د ښایسته سترګو حورو ته ورسوله، د حورو یې پوره حالات په تتفصیل سره بیان کړل، په پای کې یې وویل: کله چې په جنت کې خپلي ماڼۍ ته ننوځې میرمن به دي هرکلي ته درته راشي .. په ناستو خلکو کې یو ښځي ځپلي خوارکی پورته شو او ورته ویې ویل: ملا صاحب! اخیر دي خبره خرابه کړه.

اسلامي الوتکه

کیسه کا د اسلامي نړۍ د سترو او مشهورو پوهنتونونو یوه ډله استادان یې یوه ځای ته وغوښتل، کله یې چې ټول په یوه الوتکه کې کښېنول او دروازې وتړل شوې مهم اعلان ورته وشو هغه دا چې دا الوتکه ستاسو شاګردانو جوړه کړې ده، ټول له چوکیو ولاړ او د ځان ژغورلو په نیت یې د دروازو لورته منډه کړه، په دوی کې یو یې ډاډه په خپله چوکۍ ناست و! وپوښتل شو: خلک منډي وهي ته څومره ډاډه ناست یې؟! ده ورته وویل: ځکه الوتکه زموږ خپلو شاګردانو جوړه کړې ده، هغه ورته وویل: یعني ته باوري یې چې هغوی ته مو په کره توګه درسونه ویلي دي؟ ده په ورو ورته وویل: زه یقین لرم چې ولاکه یې والوزوي، الوتل خو پرېږده ولاکه یې چالان هم کړي. پوهنتون استادانو ته په احترام .. * اسلامي یعني د اسلامي نړۍ الوتکه.

مطالعه

د حافظې د کمزوري یې ډېر شکایتونه وکړل او په دې لړ کې یې په ناامیده کوونکې لهجه ورته وویل: استاده د کتاب له مطالعې وروسته مې په ذهن کې د مطالعه شوي کتاب هیڅ شی نه وي پاته؟ استاد یې مخته ایښی یو بسکټ ورکړ چې دا وخوره، هغه وخوړ، استاد ورته وویل: په دې بسکټ سره به ستا بدن څومره غټ شي؟ شاګرد وویل: هیڅ نه غټیږي، استاد یې زیاته کړه دا بسکټ به ستا په بدن کې په څو برخو ویشل کیږي، مثلاً هډوکي به شي، غوښه، پلې، څرمن، ويښتان، نوکان او.. به وګرځي، داراز کله چې موږ یو کتاب مطالعه کړو په هغه سره مو ژبه قوي شي، عامه پوهه زیاته شي، اخلاق مو رشد وکړي، او د خبرو او لیکلو چلند مو ترقي وکړي، که څه هم په ښکاره موږ فکر کوو چې د معلوماتو ځانګړې برخه مو په ذهن کې نشته.

هوښیار او بې عقل

منصور بن عمار رحمه الله د پیاوړي اموي خلیفه عبد الملک بن مروان مجلس ته ورغی، خلیفه د خبرو په ترڅ کې ورته وویل: منصوره! یو کال مخکي مې دا پوښتنه درنه کړې ده خو تراوسه دي ځواب نه دی راکړی: په ټولو خلکو کې ډېر هوښیار او ډېر بې عقل څوک دی؟ منصور ولاړ شو بهر ووت، لیږ وروسته بیرته راغی، خلیفه ورته وویل: څنګه بیرته راغلې؟ منصور ورته وویل: امیر المؤمنینه! تر ټولو هوښیار انسان هغه دی چې نېکي هم کوي او ويریږي هم، او ترټولو ناپوه انسان هغه دی چې بدي هم کوي او ډاډه هم وي، اعقل الناس محسن خائف، و اجهل الناس مسیئ آمن. وایي د منصور په دې ځواب سره عبد الملک بن مروان دومره وژړل چې جامې یې هم په اوښکو لندې شوې.

اغېز

هغې ژړل، ده ورته کړه: په ژړا کې دي د ښکلا اغېز لا زیات شي، نو هر وخت به چې هغه په ژړا شوه د ده خبره به وریاده شوه او په ژړا کې به موسکۍ شوه..

د علم ګټه

یحی بن معین (پیدا: 158هـ) رحمه الله د خپل وخت ستر امام و، یوه سړي ښکنځل ورته وکړې ده ځواب ورنه کړ، چا ورته وویل: ولې مو ځواب ورنه کړ؟ ده ورته وویل: نو بیا مې علم څه ګټه وکړه؟! .

وطن

ښوونځي ته روان و، په جیب کې یې غیران هم نه و، جامې یې زړې او پښې یې یبلي وې، په صنف کې استاد ورته وویل: پورته شه د وطن په اړه خوږه ترانه ووایه!.

دم

سر یې په دواړو لاسونو نیولی و، میړه ته یې وویل: سړیه! سر مې مات شو ته کوم ایت راباندي ووایه قران خو ټول شفا دی، هغه ایت شرو کړ: فانکحوا ماطاب لکم من النساء مثنی و ثلث وربع، یعني ستاسو خوښه دوه دوه، دری دری او څلور څلور ښځي نکاح کولی شئ، میړه یې وایي: د ښځي مې سردرد سمدستي ختم شو او له خوني خشمیدلې ووتله.

شوګر

د دویم ځل معايني له پايلي وروسته یې هم ډاکټر ته وویل: ډاکټر صیب ته باوري یې چې زه شوګر ناروغي لرم؟ هغه یې آن پنځم ځل معاینه هم وکړه او پایله یې هماغه شوګر و، بله ورځ یې د مور او پلار له .. سره د خپل موټر لیږ مبلین هم ګډ کړل او د شپږم ځل له پاره یې معاينې ته ورکړل، ډاکټر له معاينې وروسته ورته وویل: د مور دي زهایمر ده، پلار دي غواړي بل واده وکړي او موټر دي ښه پوره مبلین څښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د