fbpx

د سرونو غوڅولو صحنې عکاسي کول او نشرول

شيخ نصر بن علي الانسي

ژباړن: باتور مؤمن

څه موده وړاندې د  يمن په شبوه ولايت کې له ځينې پوځيانو سرونه غوڅ شول د يمن القاعدې په د غه کار کې خپله ښکيلتيا رد کړه او ويې چې موږ د هغو د لائلو پر بنسټ چې شيخ نصر بن علي الانسي حفظه الله په خپلې مرکه کې ذکر کړي پدغه کار کې خپل لاس لرل ردوو، د دغې پيښې پړه د اعش وسلوالې ډلې پر غاړه واخيستې، د دې لپاره چې زموږ هيواد وال ترې ګټه واخلي موږ تاسې ته د شيخ نصربن علي الانسي د دغو خبرو ژباړه وړاندې کوو.

پدې کې هيڅ شک نشته چې زموږ ځينې ملګري د  سرونو د غوڅولو له ځينې هغو ويډيوګانو متاثر د ي، چې پدې وروستيو کې ډيرې شوې د ي، موږ پدغو ويډيوګانو خوښ نه يو، او په شدت سره يې محکومه وو، د غه ډول صحنې عکاسي کول او عامو خلکو ته يې د جهاد او د ين په نامه نشرول موږ ستره تيروتنه بولو، د غه کار هيڅ د منلو وړ د ه که هرڅومره د جواز بانې ورته ولټول شي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په هر شي کې د احسان امر کړی، تردې چې په وژلو کې هم، او د ا هيڅ احسان نده چې د وژلو يا د سرغوڅولو صحني عکاسي او برالا نشر شي، چې د مقتول زامن، لورګانې او خپلوان به يې هم ګوري، چې د ا ډير زړه بوږنونکی کار د ی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په بلال رضی الله عنه باندې هغه وخت انکار وکړ چې کله ام المؤمنين صفية رضی الله عنها په کومه ورځ چې هغه د خپل تره له لور سره يوځای مينځه وګرځيده نو بلال رضی الله عنه د هغې د قوم بني قريظه و د وژل شويو جسدونو ته وروستله.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: تايوه کم عمره جينکۍ وژل شويو ته وروستله، د تا له زړه څخه رحمت کډه کړې، بلال عذر وړاندې کړ او ويې ويل يارسول الله! ما يوازې د دې لپاره وروستله ترڅو د خپل قوم د مړيو جسدونه وګوري، او زه پدې نه پوهيدلم چې د ا په تا بد لګيږي.

په يوه بل روايت کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ويل: آيا د تا له زړه څخه رحمت ويستل شوی ای بلاله! ځکه چې ته د وه ښځو ته د خپلو وژل شويو سړيو جسدونه ورښيې؟

نوپدې کې شک نشته چې د دغه ډول صحنو عکاسي کول او نشرول د بلال له د غه کار څخه ستر او سخت د ي ځکه ويډيو تکرارا ليدل کيږي ترڅو چې د الله خوښه وي او د اسې خلک يې ګوري چې هغوی ته يې ليدل مناسب نه وي يا يې هغوی تحمل نشي کولای لکه ماشومان، ښځې او کمزوري خلک، او زه فکر کوم د ا کار له سليم فطرت سره هم سمون نه خوري.

پدې ځای کې زه يوه بله خبره هم کول غواړم چې هغه د  الله جل جلاله لپاره ګواهي د ه چې شيخ اسامه رحمه الله زه فلفائن ته وليږلم چې څو مسؤوليتونه سرته ورسوم چې په هغو کې ترټولو مهم د شيخ په نظر کې چې هغه ډير ټينګار پرې وکړ او ډير يې مهم باله، د هغه ځای په مجاهدين باندې انکار او هغوی د دغو صحنو له عکاسي څخه راګرځول، هغه رحمه الله د ا کار په ډيرو سختو ټکو غانده، او هغه به ويل چې د سليم فطرت څښتن نشي کولای د غه صحنې وګوري.

نو ځکه پدې ځای کې زه پدې ټينګار کوم چې هرهغه څوک د ا ډول کارونه کوي او بيا ځانونه القاعدې ته منسوبوي نو هغه د شيخ اسامه رحمه الله له اوامرو څخه سرغړونه کوي او هغه د شيخ ايمن له اوامرو څخه سرغړونه کوي او هغه د شيخ ابوبصير له اوامرو څخه هم مخالف د ی، او د ا يو ناروا کار د ی چې د ېته به مجاهدين نه پريښودل کيږي بلکه ترې راګرځول کيږي به.

موږ خپل ملګري له د غه کار څخه د ځينې شرعي او واقعي اعتباراتو له امله منع کوو، که موږ له شرعي حکم او په هغه کې له خلاف څخه سترګې پټې هم کړو نو د غه ډول کړنې د مجاهدينو د بدنامولو لپاره کارول کيږي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې عکاسي شي او په مطبوعاتو کې نشر کړل شي

د شيخ نصر بن علي الانسي حفظه الله خبرې په لاندې لينک کې کتلی او اوريدلی شئ:

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد احمد
میلمه
خالد احمد

داسې ليکنې شرعي حيثيت ځګه نلري چې دا دالقاعده خپل نظر ده ،که د فقهاوو نظر وګورو نو مختلیف نظريات لري نن ورځ مرتدين او جاسوسان په دار کول ،سرونه ترې غوڅول او يا مخامخ په مرمي ويشتل شرعا جواز لري ،القاعده په خپل دوران کې دډيرو جاسوسانو سرونه پرې کړل هغه وخت کې چيرته ول .

Hameed
میلمه
Hameed

مونږ خو همدغه وایو چی ګوری په جهل او عجله د یوی اسلامی مسلی په باره کی فتوا مه ورکوی چی هم مو دخپلی ګمراهی سبب ګرځی او هم د نورو او هم د اسلام بدنامی ده په کښی واقعا چی د رسول کریم (ص) هغه حدیث چی وایی عن عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله لا يقبض العلم انتزاعًا ينتزعه من العباد، ولكن يقبض العلم بقبض العلماء حتى إذا لم يُبْقِ عالمًا اتَّخذ الناس رؤوسًا جهالاً، فسُئِلوا فأفتوا بغير علم؛ فضلوا وأضلوا (متفق عليه) په اوسنی وخت… نور لوستل »

احمد زاهد
میلمه
احمد زاهد

داعش بوچ کافر دی یهودایان دی
همدا اوس دداعش زخماین اسراییلو کی تاداوی کیگی

احمدعزیز نوري
میلمه
احمدعزیز نوري

احمد زاهد آشنا ته لکه چه هر څه پخپل فکر او نظر بی له کومه سنده او معلوماته یا څیړنی لیکی، دا رنګه خبری ستا خپل ارزښت او اعتبار له لاسه ځي او بیا که رښتیا خبره هم وکړی هیڅوک به باور ستا پر خبرو ونکړي. نور دی خپله خوښه.

سعید
میلمه
سعید

د نن ټکي آسیا کار کوونکو مې هله ګیله راغله چې د احمد زاهد په څېر بې مانا او اسلام ضد نیوکې هم خپروي. الله دې ټولو مسلمانانو ته هدایت وکړي.

ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

دا د ننګرهار انتحاری یا انفجار دوی کړی نو د زاهد ورو خبره بلکل سمه ده – ددی خر خلیفه په هکله

غوربندي
میلمه
غوربندي

د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي او د واحد قیادت/محور/سیاسي ځواک نشتوالی متاسفانه ددې سبب شوی چې د اسلام په مبارکه پراخه دایره کې دوه یا ډېرې متخاصمې مسلمانې ډلې/ګروپونه هم ځایېدای شي.

ددې پر ځای چې د یوې ډلې په پلوي د بلې مذمت وکړو راځی د مسلمانانو تر منځ د صف و قیادت د وحدت لپاره کار وکړو.