دیني، سیرت او تاریخ

شعر او شاعران دشریعت په رڼا کې: ‏(۲)‏

هوكې په يو بل حديث كې هم دشعر په هكله بد ويل شوي، آن تر دې چې له زوو څخه هم بد ګڼل شوى, عن ‏ ‏ابن عمر ‏رضي الله عنهما ‏عن النبي ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏قال: ( لَأَنْ يَمْتَلِئ جَوْف أَحَدكُمْ قَيْحًا خَيْر لَهُ مِنْ أَنْ يَمْتَلِئ شِعْرًا ) [1] پيغمبر عليه الصلاة والسلام ویلي: دا چې ستاسو د يو كس ګېډه له زوو څخه ډكه شي له دېنه غوره ده چې له شعر څخه ډكه شي.

مخكې له دې چې په دې هكله څه ووايو، يا يې وليكو ښه به دا وي چې خپلو مخكنيو حديث پوهانو ته ور شو، او وګورو چې هغوى ددې حديث دمفهوم او مانا په هكله څه وايي، امام ابو داود رحمه الله چې دصحاح ستوو له نومياليو مصنفينو څخه دى، خپل دحديثو په كتاب كې ددې حديث په هكله دار رنګه مهرباني كړېده: قال أبو علي بلغني عن أبي عبيد أنه قال: وجهه أن يمتلئ قلبه حتى يشغله عن القرآن وذكر الله، فإذا كان القرآن والعلم الغالب فليس جوف هذا عندنا ممتلئا من الشعر، ( وإن من البيان لسحرا) قال: كأن المعنى أن يبلغ من بيانه أن يمدح الإنسان فيصدق فيه حتى يصرف القلوب إلى قوله ثم يذمه فيصدق فيه حتى يصرف القلوب إلى قوله الآخر، فكأنه سحر السامعين بذلك [2]

ابو علي – چې شل کاله یې سنن ابوداود له امام ابو داود نه لوستی دی – وايي ما ته له ابو عبيد څخه ددې حديث په هكله داسې خبر را رسېدلى، هغه وايي ددې حديث مانا داده چې زړه يې له شعر نه داسې ډك شي چې له قرآن كريم او دالله له ذكر نه يې بې پروا كړي، او كله كه بيا قرآن كريم او علم پر زړه برلاسي او غالب وي نو ددې كس ګېډه زمونږ په نزد له شعر څخه نه ده ډكه، او ددې مانا چې ( وان من البيان لسحرا ) ددې مانا كېداى شي دا وي چې خبرې یې دومره ځواکمنې او غښتلې وي چې ديوچا په رښتیاوو ولاړه ستاينه وکوي تردې چې زړونه دهغه دخبرې په لوري واوړي، او بيا ديو چا په رښتیاوو ولاړ بد ووايي تر دې چې زړونه بېرته دغه بلې خبرې ته را واوړي، ګواكي لكه دى چې په خپلو خبرو پر اورېدونكو سحر او كوډې كوي، دخپلو بليغو او اغېزناكو خبرو په مټ يې چې كوم لوري ته بیایي دوى ور پسې كېږي، او دا هر څوک نشي کولی یو یو کس ته الله جل جلاله دخبرو داسې توان ورکړی وي چې په خپلو خبرو سره اورېدونکي هر خواته بیولی شي.

ابن رشيق القيرواني چې د عربي ادب لوى او وتلى پوه او كره كتونكى دى، کوم چې په عربي نقد کې یې یو باوري او وتلی کتاب ( العمده ) هم لیکلی، نوموړی په خپل همدې کتاب کې د هغه حديث په هكله چې شعر پكې بد ګڼل شوى داسې وايي: ( وأما قوله عليه الصلاة والسلام: ” لأن يمتلئ جوف أحدكم قيحاً حتى يريه خير له من أن يمتلئ شعراً ” فإنما هو من غلب الشعر على قلبه، وملك نفسه، حتى شغله عن دينه وإقامة فروضه، ومنعه من ذكر الله تعالى وتلاوة القرآن، …وأما غير ذلك ممن يتخذ الشعر أدباً وفكاهة وإقامة مروءة فلا جناح عليه، وقد قال الشعر كثير من الخلفاء الراشدين، والجلة من الصحابة والتابعين، والفقهاء المشهورين ) .[3]

او د پيغمبر عليه الصلاة والسلام دا خبره چي: كه ستاسو د يو كس ګېډه له زوو څخه ډكه شي تر دې چې ویې شړوي، له دېنه ښه ده چې له شعر څخه ډكه شي، موخه يې هغه څوك دي چې شعر يې پر زړه باندې برلاسی او د ټول ځان واک یې ترېنه واخلي، تر دې چې له دين او ددين له احكامو څخه یې بې پروا کړي، دالله جل جلاله له یادونې اودقرآن كريم له لوستلو نه یې را ایسار کړي، …له دې نه اخوا كه څوك شعر دخوش طبعۍ يا ټوكې يا دځوانمردۍ لپاره وايي په دې كې بيا هېڅ ستونزه نه ليدل كېږي، شعر ډېرو خلفاى راشدينو، ډېرو صحابوو، تابعينو او نومياليو فقهاوو ویلی دی.

او په رښتیا هم همداسې ده، په خلفای راشدینو کې تر ټولو زیات له حضرت علي کرم الله وجهه نه دشعر ویل راغلي، عبد الله بن عباس رضی الله عنهما دجاهلي شاعرانو ګڼ دیوانونه یاد کړي وو، همدا رنګه دحضرت بي بي عایشي رضی الله عنها هم ډېر شعرونه په یاد وو، امام شافعي رحمه الله خو دشعر ځانګړی دیوان لري.

له دې نه اخوا په ګڼو مباركو احاديثو كې پيغمبر عليه الصلاة والسلام داسلام شاعر حسان بن ثابت دې ته هڅولى چې په كفارو او مشركينو باندې مرګوني ګوزارونه وكړي، آن تر دې چې دعا يې ورته كړېده، بلكې په خپلو مباركو لاسونو به يې دحسان لپاره منبر تيارولو او بيا به يې ورته ويل چې دلته كېنه او دكفارو بد وايه، په سنن ابو داود كې داسې روایت دی: ( عنعائشةرضي الله عنها قالت: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يضع لحسان منبرا في المسجد فيقوم عليه يهجو من قال في رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن روح القدس مع حسان ما نافح عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ) [5]

له بي بي عایشې رضی الله عنه روایت دی وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم به په مسجد نبوي كې دحسان لپاره منبر اېښودلو، هغه به پرې ودرېد، دهغه چا هجا به يې كوله چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې به يې بد او رد ويل، او رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويل: په رښتيا هم چې روح القدس تر هغه پورې له حسان سره دى تر څو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم ننګه كوي.

په بخاري كې له امام زهري نه روايت دى: ( عَنِ الزُّهْرِيِّ ، أَخْبَرَنِي أَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، أَنَّهُ سَمِعَ حَسَّانَ بْنَ ثَابِتٍ الأَنْصَارِيَّ , يَسْتَشْهِدُ أَبَا هُرَيْرَةَ : أَنْشُدُكَ اللَّهَ هَلْ سَمِعْتَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , يَقُولُ : ” يَا حَسَّانُ أَجِبْ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، اللَّهُمَّ أَيِّدْهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ” . قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ : نَعَمْ )[6]

له امام زهري نه روایت دی، وايي: ابو سلمة بن عبد الرحمن بن عوف خبر کړم چې ما له حسان بن ثابت نه واورېدل چې ابو هريره رضي الله عنه یې ګواه ګرځولو او قسم یې ور کړ چې آيا تا له پيغمبر صلى الله عليه وسلم نه دا خبره نه ده اورېدلې چې ويل به يې: اې حسانه! دالله جل جلاله داستازي صلى الله عليه وسلم لخوا كفارو ته ځواب وركړه، اې الله! په روح القدس سره يې مرسته وكړه، ابو هريره رضي الله عنه وويل: هوكې ما دا خبره له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلې ده

او امام مسلم داسې روایت راوړی: ( عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ عُمَرَ مَرَّ بِحَسَّانَ وَهُوَ يُنْشِدُ الشِّعْرَ فِى الْمَسْجِدِ فَلَحَظَ إِلَيْهِ فَقَالَ قَدْ كُنْتُ أُنْشِدُ وَفِيهِ مَنْ هُوَ خَيْرٌ مِنْكَ. ثُمَّ الْتَفَتَ إِلَى أَبِى هُرَيْرَةَ فَقَالَ أَنْشُدُكَ اللَّهَ أَسَمِعْتَ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « أَجِبْ عَنِّى اللَّهُمَّ أَيِّدْهُ بِرُوحِ الْقُدُس، قَالَ اللَّهُمَّ نَعَمْ ) [7]

ابو هريره رضي الله عنه روايت كوي چې عمر فاروق رضي الله عنه يوه ورځ په حسان رضي الله عنه باندې پداسې حال كې تېرېدو چې په مسجد نبوي كې شعر ويلو، نو ورته ويې كتل ( یانې په نبوي جومات کې شعر مه وایه) حسان ورته وويل: ما په دې جومات كې لا هغه وخت شعر ويلو چې له تا نه غوره څوک ( پیغمبر علیه الصلاة والسلام ) پكې و، اوبیا یې ابو هریره ته مخ ورواړولو او ورته يې وويل: ستا دې په الله قسم وي چې له رسول الله څخه دې نه دي اورېدلي چې ويل به يې ( زما لخوا ځواب وركړه، اې الله! په جبريل عليه السلام سره يې مرسته وكړه، ابو هريره وويل: هو بالکل(

بل ځای امام احمد بن حنبل روایت کوي، عَنِ الْبَرَاءِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « يَا حَسَّانُ اهْجُ الْمُشْرِكِينَ فَإِنَّ جِبْرِيلَ مَعَكَ » أَوْ « إِنَّ رُوحَ الْقُدُسِ مَعَكَ[8]

له البراء بن عازب روايت روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې حسانه: دمشركينو هجا كوه، بې شکه چې جبريل له تاسره دى، او يا به يې داسې ويل: بیشکه چې روح القدس له تاسره دى.

اوس به راشو دېته چې نن ورځ زمونږ په اسلامي ټولنو کې په ځانګړي ډول په مونږ پښتنو کې خورا ګڼل شمير شاعران او اديبان ليدل كېږي چې داسې شعرونه وايي او داسې ليكنې كوي چې هغه له انساني معيارونو، اخلاقو، حيا، پوهې، علم، ټولنيزو كچو اودودونو سره نېغ په نېغه په ټكر كې دي، بلكې خپله شاعران او اديبان له دين، عقيدې، ايمان، او نېكو كارونو څخه لرې كېږي، دبد اخلاقۍ، بې حيايۍ، پردي پاللو په لوري مخه كوي، نو له همدې كبله شعر او ادب په ټولنو او دخلكو په زړونو كې په ټولیزه توګه وړ او مناسب ځاى نه لري، او نه هم خلك په درنه سترګه ورته ګوري.

[1]- صحيح بخاري, دحديث ګڼه:6154.

[2]- سنن ابو داود، باب ما جاء في الشعر، رقم الحديث: ۵۰۱۱.

[3] – العمدة في حسن الشعر وآدابه، باب في اشعار الخلفاء والقضاة: ۱ ۵.

[4]- صحيح بخاري, رقم الحديث:6154.

[5]_ سنن ابي داود، باب ما جاء في الشعر، رقم الحديث: ۵۰۱۷.

[6]- صحيح البخاري، باب الشعر في المسجد، رقم الحديث: ۴۵۳.

[7]- صحيح مسلم، باب فضايل حسان بن ثابت، رقم الحديث:۶۵۳

[8]- مسند امام احمد، باب حديث البراء بن عازب، رقم الحديث: ۱۹۱۸۹.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x