دیني، سیرت او تاریخ

شعر او شاعران دشریعت په رڼا کې: ‏(۳)‏

دا چې زياتره شاعران او اديبان دغه لویه لورېینه دناوړه او بې خونده موضوع ګانو دانځورولو لپاره وسیله ګرځوي ددې څو لاملونه دي، كه دغه لاملونو ته پاملرنه  وشي، په ښه او پوره توګه وڅېړل شي، او بيا نېكو او ښو موخو ته درسېدو لپاره وړ او مناسب ګامونه پورته  شي، تر ډېره دا شونې ده چې شاعر او ادیب خپل ځان او خپل ځای وپېژني، دخپلې دندې دروندوالی او لوړوالی تر سپکو او ټیټو بې ارزښته څو ورځنیو موخو ځار نه کړي.

۱_ شاعران او اديبان په ځانګړي ډول او ټول مسلمانان په عام ډول له ماشومتوب نه له اسلامي زده كړې څخه تر ډېره بې برخې پاته كېږي، ځكه چې لومړى خو دماشومانو پالنه دتكړه ښوونكو، اسلام پوهانو او علماوو دكمښت له كبله په سمه او روغه توګه نه كېږي، او بل دا چې خپله دتكړه ښوونكو او استادانو سره دهغوى دستونزو په لرې كولو او بارونو په پورته كولو كې وړ او مناسبه مرسته نه كېږي، نو له دې كبله استاد او ښونكى تر ډېره ځايه دخپل كور او اولاد په ستونزو او كړاوونو كې را ګير وي، نه شي كولاى چې په خلاص مټ دزده كونكو زده كړي او پالنې ته پوره پاملرنه او په هكله يې له پوره غور څخه كار واخلي.

۲ _ شاعران او اديبان په ځانګړي ډول له څو رنګارنګ كړاوونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، دهغوى له ستونزو څخه يوه داده چې دوى دخپل دين، تاريخ، كلتور، دود او رسم داهميت او وړتيا څخه بې خبره وي، داسې څوك خورا كم تر سترګو كېږي چې ددوى پام د خپل كار او په ټولنه كې ددوى ځاى او ارزښت ته ور واړوي، پرې پوه يې كړي سر يې ور خلاص كړي، ددې تر څنګ دشاعرانو او اديبانو مالي حالات د نورو خلكو په څېر بې خونده، كمزوري او خراب وي، داسې كوم لورى نشته او كه وي هم له دغه كار نه بې خبره او يا هم ترېنه بې پروا وي  چې له دوى سره په دغه ستونزه كې كم تر كمه _ كه پوره نه وي _  تر يو ځايه خو مرسته ورسره وكړي، او همدا ربړه بيا دا ستونزه زيږوي چې شاعران او اديبان د پادشاهانو، ملكانو، اميرانو، سردارانو، او حتى دګوډاګيانو په دروازو كې ديوې لمړۍ روزۍ لپاره پراته له بدې ورځې خپله بنسټیزه دنده او لوړ ارزښت له لوی ګواښ سره مخ کړي.

 ۳ _ په ټولنو كې ديو سوچه او پوره اسلامي واکمنئ نه شتون، دټولو ستونزو او كړاوونو لنګه مور ده، په اسلامي ټولنو كې ټولې ستونزې د همدغه لويې ستونزې زېږنده دي، بې لارې، بې كاره او بد كاره واكمنان او واكمنۍ دپردیو په لمسون دهغوى داخلاقو، كلتور، دود، دين او عقېدې لپاره په خپلو ټولنو كې ديو څو پيسو په بدل كې خپل ولسونه او واکمنئ  دپردیو دخوښې او غوښتنې سره سم دهغوى دموخو لپاره كاروي، په ځانګړې توګه هغه لوري چې له ادب او شعر او په عامه توګه له ژورنالېزم سره تړاو لري دپردو دلاس آله او وسیله ده، كه انټرنټ دی که تلوېزيون دى، كه راديو ده، كه سينما ده كه تياترونه دي، كه مجلي دي كه ورځپاڼې دي، مياشتنى خپرونې دي كه اونيزي دي، ټول ددوى په واك او ددوى دپروګرامونو، پلانونو او غوښتنو سره سم پر مخ بېول كېږي، نو له دې كبله ډېر شاعران او اديبان ديو ښه اخلاقي، ايماني، غيرتي او انساني چاپېريال دنه شتون له كبله ددغه ښكارځنو ښكار كېږي، او بيا په هغه توګه كار ترېنه اخيستل كېږي  په كوم ډول چې ددښمن خوښه وي، بې همته مكار دښمن ددغه ډول ښكار لپاره رنګارنګ جالونو اخوا ديخوا ته خپاره كړي، څوك دديموكراسۍ او دبيان د آزادۍ په نامه ددين او عقيدې، اخلاقو او حيا دښمنۍ ته رابولي، څوك توكم پالني او بې ځایه قوم پالنې، ژبنۍ كركې او تعصب ته را بولي، څوك بيا د بي مانا او پوچې وطن دوستۍ په نامه له سمې لارې نه كږې لارې ته را اړوي.

۴_ ددې ټولو لاملونو او ربړو تر څنګ يوه بله لویه ستونزه دا ده چې نېږدې په ټولو اسلامي هېوادونو كې په ټولیز ډول آرامي، كراري نه تر سترګو كېږي، دښمن نه غواړي چې مسلمانان  په خپله خاوره كې په خپله خوښه دخپلې خوښې ژوند وكړي، دوى غواړي هر څوك ددوى په څېر شي، حيا خرڅه كړي، اخلاق وپلوري، انسانتوب له خپلو كورنو،كليو او ټولنو څخه وشړي، دامن، آرامۍ، او سولې كډې له خپلو هېوادونو څخه ددوى هېوادونو ته  ور بار كړي.
نو مسلمان، ريښتوني شاعران او اديبان بايد په ټولنه كې له خپلې دنده او خپل ارزښت نه ځان خبر كړي، دخپل دين، عقيدې، ايمان، غيرت، تاريخ، ولس او اسلامي ټولنو او ولسونو سمولو او سمو ساتلو ته په كلكه سره غبرګې مټې را ونغاړي، ددښمن د بې ځايه او زهرجنو تورونو او پروپاګندو په وړاندې دحسان بن ثابت رضي الله عنه په څېر كلك، ټينګ، ژور او پراخه سنګر ونيسي، دښمن ته دهرې خبرې ځواب دهغوى په پيمانه ور وتلي، تر څو دپيغمبر عليه الصلاة والسلام له ټولو هغو دعاګانو څخه برخمن شي كومې چې هغه صلى الله عليه وسلم دحسان بن ثابت په حق كې په ځانګړي ډول او دهر مسلمان شاعر په حق كې په ټولیز ډول كړې.

مسلمان شاعر بايد دې ته ځير شي چې ددښمن شاعران او اديبان تر كومې كچې دخپلو موخو د تر لا سه كولو لپاره شپه او ورځ لګيا څومره كړاونو، ستونزو او ربړو ته په خورا خوشالۍ سره اوږه وركوي، په ده  څه شوي چې كم تر كمه دومره نشي كولاى چې دخپل دين، غيرت، ايمان او آزادۍ ننګه وكړي! لږ تر لږه دومره خو وكوي چې دښمن ته  دا وښيي چې دى هم دنورو په څېر انسان دى، دآزاد ژوند كولو حق لري، دآزاد هېواد او كور لرلو حق لري، دآزاد ګرځېدو حق لري، دآزاد اوسېدو حق لري!

۵_ يوه بله لويه ستونزه دا ده چې زمونږ ټولنې او دټولنو اوسېدونكي دشعر او ادب او په عام ډول دخپرونو له ارزښت او اړينتيا څخه بې خبره دي، دا خبره يې په فکر كې هم نه راځي چې شعر او ادب هغه اغېزناكه وسله ده چې ددښمن ځیګر پرې څېرل كېداى شي، دښمن په هغه ځاى پرې ويشتل كېداى شي چې هغه ويشتل نه په ټانګ كېداى شي، نه په توپ او نه هم په جاز! لكه څنګه چې مخكې تېر شول پيغمبر عليه الصلاة والسلام ويلي وو چې دشعر ګوزارونه پر دښمنانو دتورو او غشو له ګوزارونو نه هم خورا اغېزناك پرېوزي، هوکې! همداسې ده، له دې پرته دین، عقیدې اسلامي واکمنئ او دهېواد خپلواکئ ته دژمنو او رېښتینو شاعرانو او ادیبانو دشعر او نثر په مټ په ټولیز ډول دمسلمانانو او په ځانګړي ډول دباتورو او اتلو سرسپارلو مجاهدینو ارادې غښتلې کېږي، زغمونه یې ورسره پراخه او لوړېږي، پر دښمن ور زړور کېږي، او ګوزارونه یې پرې پیاوړي کېږي، کوم څه چې نن یې ټول دستر په سترګو ګورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x