افغانستان

هلمند: لښکرګاه کې ۵۳ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او دوه بریدګر روغ تللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې څلور تنه سرتيري بريدګر د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د پولیسو یو ماموریت ته ننوتل او جګړه يې پیل کړه، چې د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په دې بريد کې د قومندانانو په ګډون ۲۳ تنه پولیس وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي.

دغه څلور تنه بريدګر چې په سپکو او درنو وسلو سمبال و، تېر ماښام شاوخوا بجې یادې سیمې ته ورسېدل او په دولتي ودانیو يې برید پیل کړ، چې تر سهاره يې دوام وکړ.

د بريد مسوولیت طالبانو منلی او ويلي يې دي چې د دوی څلورو تنو ملګرو په دې بريد کې برخه واخیسته، چې ۵۳ دولتي عسکرو ته په مرګ ـ ژوبلې اړولو او تر سهار پوري له مقاومت وروسته دوه تنه بريدګر بېرته خپلو ملګرو ته رسيدلي او دوه نور په جګړه کې له منځه تللي دي.

د هلمند امنیتي مسوولینو تېره شپه له رسنیو په خبرو کې د بریدګرو شمېر پنځه او وروسته څلور یاد کړ، چې نيمه شپه يې د دریو تنو بریدګرو د وژلو دعوه وکړه او ويې ویل چې یو تن لا هم مقاومت کوي.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل نن سهار د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې بریدګر دوه تنه و، چې د دواړو په وژل کېدو جګړه پای ته ورسېده او په خبره يې د یو قومندان په ګډون څوارلسو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی د ملګرو په برید کې د عامه نظم د پوليسو قومندان حیات الله پنجشيری او د تروریزم رییس عبدالاحد له ۲۱ نورو پولیسو سره وژل شوي او د عامه نظم د پولیسو مرستیال غلام سخي او قومندان حیات الله له ۲۸ نورو ملګرو سره مرګوني ټپیان شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په بريد کې څلورو تنو سرتيرو بريدګرو برخه اخیستې وه، چې «دوه تنه فدایي مجاهدین روغ رمټ تر خپلو ملګرو پورې راورسیدل او دوه تنه نور هریو احسان الله مبشر د هلمند ولایت او حضرت ولي محبت د غزني ولایت اوسیدونکي د شهادت لوړمقام ته ورسیدل.»

په هلمند کې د ذوالفقار له عملیاتو وروسته دغه لومړی سرتېری برید دی چې نږدې دولس ساعته يې جګړه اوږده شوه او ګڼو دولتي عسکرو ته پکې مرګ ـ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x