نړۍ

تاجکستان تر ۳۵ کلنو کم عمره کسانو ته نور د حج اجازه نه ورکوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د تاجکستان حکومت د دیني چارو کمېټې امر کړی چې تر دې وروسته هغه کسان چې عمرونه يې تر ۳۵ کلونو کم وي حج ته نشي تللی.

د اسلامي شعایرو ضد د تاجکستان د دیني چارو کمېټې دغه اقدام د اپریل په ۱۴مه اخېستل شوی دی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره سږ کال ټول هغه کسان چې عمرونه یې له ۳۵ کلونو کم وي، د حج د دیني فریضې د ادا کولو منع شوي دي.

کمېټې ویلي چې ددغه اقدام څخه يې موخه داده چې په عمر پاخو خلکو ته ددې زمینه برابره کړي چې حج ته ولاړ شي او ارمان یې پوره شي.

یادې کمېټې ویلي چې د تېر کال په پرتله به سږ کال ۱،۵۰۰ کسان کم ځي. تېر کال د سعودي لخوا تاجکستان ته ۸،۰۰۰ او سږ کال بیا د ۶،۵۰۰ کسانو د حج کولو اجازت ورکول شوی دی.

د تاجکستان روس پلوه سیکولر حکومت ولسمشر ایمومالي رحمانوف تر دې وړاندې تاجکستاني ولس غږ کړی و چې د دې پر ځای چې د حج ته ولاړ شئ او «چکر ووهئ» له غریبو خلکو سره دې مرسته وکړي.

دیني علما وايي چې حج د اسلام پنځم رکن دی، دیني فریضه ده، نه کوونکي یې ګناهګار او منکرین ترې کافریږي.

د تاجکستان روس پلوه سیکولر حکومت تر دې وړاندې هم تر ۱۸ کلنو کم عمره ځوانانو باندې مسجد ته په تګ او دیني زده کړو بندیز لګولی و.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکول شوي وو چې د مسلمانانو په دغه هېواد کې ځينې داسې قوانین هم شته دی چې مسلمانې مېرمنې له حجاب اغوستو منع کوي او په نارینه‌و جبرا ږیرې خريي.

د تاجکستان د حکومت وروستۍ پریکړې د نړۍ د مسلمانو علماو لخوا غندل شوي او دا یې د اسلامي شعایرو سپکاوی بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x