افغانستان

ولسي جرګه: له امريکا سره په لاسلیک شوي تړون دې بیا غور وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن په خپله غونډه کې له ګډ حکومت نه وغوښتل چې له امریکا سره پر لاسلیک شوي امنيتي تړون دې له سره غور وکړي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې چې د وروستیو نا امنیو په اړه پکې خبرې کېدلې، د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل چې له امریکا سره امنیتي تړون د سولې په برخه کې هیڅ اغېز نه دی کړی، ځکه خو باید ګډ حکومت پر دې امنیتي سند بیا غور وکړي.

پخواني ولسشمر حامد کرزي له امریکا سره د دې تړون له لاسلیکه انکار وکړ، خو ګډ حکومت د واک په دویمه ورځ دغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې بهرنیانو ته د پوځې اډو د شتون او ۹۸۰۰ عسکرو د قانوني پاتې کېدو جواز ورکړل شو.

دغه تړون د تېر لمریز کال د لېندۍ په اتمه د کابل پر وخت د ماسپښین درې بجې د افغانستان، امریکا او ناټو ترمنځ شو. د افغانستان له خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د امریکا له خوا په کابل کې د دغه هېواد سفیر کننگهم او د ناټو له خوا د دې تړون سفیر، موریټس جوکیمز له خوا لاسلیکونه وشول.

د دې تړون د لاسلیک په مهال د ګډ حکومت مشر اشرف غني وویل: «که زموږ خاوره جدي خطر سره مخ شي، بیا موږ خاصه غوښتنه کولی شو. زموږ غوښتنه به تر جدي توجه لاندې ونیول شي.» مګر غني دا «خاصه غوښته» په گوته نه کړه.

له امریکا سره د امنیتي تړون دغه لاسلیک شوی سند د لېندۍ په درېیمه د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې تایید شو.

په یاده ناسته کې د ۱۵۷ استازیو له ډلې دریو تنو خپلې رايې سپینې وکارولي او پنځو تنو نورو د تړون له لاسلیکېدو سره مخالفت وکړ.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالستار خواصي هم له هغه پنځو تنو نه و، چې د تړون له تایید سره سخت مخالف و، نوموړې د تړون په اړه د جوړې شوې ناندريزې فوق العاده غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د دې تړون تایید د کفر د حاکمیت د تایید په مانا دی، او د کفر د حاکمیت تایید کفر ګڼل کېږي.

نوموړي د المایدې د سورت څلورڅلوېښتم ایات د دلیل په توګه راوړ او ويې ویل چې د همدې ایات له مخې څوک چې د قرآن او سنتو پر ځای پر بل څه پرېکړه کوي هغه کافر ګڼل کېږي.

ولسي جرګه په داسې حال کې د امنیتي تړون په اړه د بیا غور غوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې له لوري د دې تړون تر تاييد اوه ورځې وروسته د لېندۍ پر یوولسمه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي دغه تړون د افغان امنیتي ځواکونو لپاره « ژوند بښوونکی » وګاڼه.

نوموړی چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په لارو چارو غږېده وویل چې طالبانو د امنیتي تړون له لاسلیک سره بریدونه ډېر او پراخ کړي دي، مګر دا تړون زموږ ځواکونو ته حیاتي ارزښت لري.

د امنیتي تړون په اړه د سیاسي چارو کارپوه غلام جيلاني ځواک هم د ولسي جرګې غړو ته ورته نظر لري او وايي چې امنیتي تړون د هېواد د حالاتو په ثبات کې هیڅ رول نه دی لوبولی، بلکې د اوسنیو ټولو نا امنیو مسوولیت همدې تړون ته متوجه دی.

نوموړي له کابله خپرېدونکې خپلواکې ورځپاڼې « سرنوشت » سره په خبرو کې ويلي چې امریکا په هیڅ ډول د افغانستان په امنیت کې ځان مسوول نه دی بللی، د دوی په خبره دلته چې اوس هر څه کېږي مسوولیت يې همدغه تړون ته راجع کېږي.

ګډ حکومت ته ولس د سولې په برخه کې ډېرې تمې درلودې، خو د تړون په لاسلیک سره جګړې زور واخیست او طالبانو هم پخپلو څرګندونو کې په ډاګه کړله چې د دې تړون په لاسلیک سره د سولې ټولې دروازې وتړل شوې.

تر اوسه نه ده روښانه چې ګډ حکومت به د ولسي جرګې دې غوښتنې ته څه ځواب ولري او ایا دا به د اشرف غني د « خاصې غوښتنې » موقع وي او کنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x