افغانستان

کرزی هڅه کوي طالبان ورسره په سعودي کې خبرې وکړي


په داسې حال کې چې وسلوالو طالبانو په بار بار د افغان حکومت سره د خبرو وړاندیز په کلکه رد کړی، ولسمشر کرزی یو ځل بیا هڅه کوي څو د طالبانو استازي ورسره په سعودي عربستان کې خبرو ته حاضر شي.

بي بي سي انګلیسي د یو لوړپوړي افغان چارواکي، چې نوم یې نه دی ذکر کړی، په حواله لیکي، طالبان حاضر شوي وړاندې تر دې چې په قطر کې دفتر پرانیزي د افغان دولت سره په سعودي عربستان کې خبرې وکړي.

دی وړاندې زیاتوي: “که په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل هم شي افغان دولت به د سعودي او ترکیې د رول څخه په شا نه شي او د سولې په خبرو کې به ددې دوو هیوادو په منځګړیتوب ټینګار ته دوام ورکوي”.

تر اوسه نه طالبانو او نه افغان دولت ددې څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون ښودلی.

افغان دولت پخوا هم د طالبانو سره په خبرو کې او ددوی د سیاسي دفتر د کوربه توب لپاره د سعودي او ترکیې وړاندیز کړی، خو طالبانو د افغان دولت دې پېشنهاد ته په بې اعتنایۍ سره د قطر هیواد ته ترجیح ورکړه، چې د طالبانو دې ګام د کرزي سخته غوسه راوپاروله او په دوحه کې يې خپل سفیر کابل ته احتجاجا وروغوښت.

ویل کیږي د طالبانو په نمایندګۍ مولوي شهاب الدین دلاور، سید طیب آغا، سهیل شاهین، او شیرمحمد ستانکزی قطر ته رسیدلي څو د امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر استازیتوب وکړي.

څو اونۍ وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې د افغانستان د موضوع اصلي لوري (دوه) ذکر کړي وه چې یو د امریکا په مشرۍ  نړیوال ایتلاف او بل پخپله وسلوال طالبان دي.

خو افغان دولت کوښښ کوي پر طالبانو ځان د یو مطرح اړخ په توګه ومني او حتی په هیواد کې د مېشتو خارجي قوتونو په نمایندګۍ د طالبانو سره خبرې وکړي.

تر دې دمه د طالبانو لخوا هیڅ داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوي چې د افغان دولت سره د خبرو په دریځ کې ددوی نرموالی وښيي، او د سولې عالي شوری هم، چې په همدې موخه تشکیل شوې، اعتراف کوي چې تراوسه نه دي توانیدلي د طالبانو د لوړپوړو یا ټیټ پوړو چارواکو سره لږترلږه تماس برقرار کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x