ورزش

محمد نبي عیسی خیل نن له دندې رسما استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل نن د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه رسما استعفا ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې دغه خبري ناسته د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د عمومي رئیس مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل، د ملي لوبډلې لوبغاړي، د کرکټ بورډ کارکونکو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله، د پیل وینا لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل واوروله.

خبرپاڼه وايي چې عیسی خیل د کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه چې په هر ډګر کې یې د نوموړي ملاتړ کړی او تل یې د یوه لوبډلمشر په توګه هڅولی دی. عیسی خیل وویل چې، د تیرو دوه کلونو په ترڅ کې یې د یو لوبډلمشر په توګه یې ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودلې.

نوموړي خپلې لاسته راوړنې هم په ګوته کړې او په وینا یې دغه موده کې ملي لوبډله تر نړیوال جام پورې ورسیده، د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې يې بریا ترلاسه کړه، په لومړي ځل افغان کرکټ ملي لوبډلې په آسیا کپ سیالیو کې ګډون وکړ او د بنګله دیش په څیر پیاوړې لوبډلې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ماتې ومنله. ددې سربېره افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړ او د سکاټلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

هغه د خپلې استعفا لامل د لوبډلمشرۍ فشار وباله چې د نوموړي د لوبې په مهارتونو یې منفي اغیزه کړې وه خو ویلي یې دي چې نور د نورو لوبغاړو په څېر لوبو ته دوام ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د نبي عیسی خیل استعفا د نوموړي شخصي پریکړه بللې او په استعفا یې خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي ویلي چې د نبي عیس خیل په مشرۍ ملي لوبډلې شپږ مهمې نړیوالې سیالۍ وګټلې او سربیره پردې شپږ ځوانو لوبغاړو ملي لوبډلې ته لارموندنه وکړه.

تر اوسه کرکټ بورډ د نوي لوبډلمشر په اړه څه نه دي ویلي خو ویل کیږي چې نوی لوبډلمشر به د کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکی اصغر ستانکزی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x