ټکنالوژي

د سامسنګ ګیلیکسي ټبلیټ ۵ ځانګړتیاوې افشا شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه ۱۳۹۴ل): ګیلیکسي ټب ۵ (Galaxy Tab 5) د سامسنګ کمپنۍ نوی ټبلیټ دی چې دغه ټبلیټ کې د بلوتوت (Bluetooth) د استعمال جواز اخیستل شوی او د تایید لپاره د ټینا (TENAA) ادارې ته استول شوی چې له هغې ځایه د دې ټبلېټ په اړه ځینې معلومات افشا شوي.

له دې وړاندې سامسنګ کمپنۍ خپل ګیلیکسي ټب ۴ کې ۱۰.۱ ورژن کاروونکو ته وړاندې کړی و چې د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په نظر سامسنګ کمپنۍ غوښتل چې خپل پخواني ټبلېټ کې کارول شوی ټکنالوژي خپل نوی ټبلېټ کې هم استعمال کړي.

خو د ټینا (TENAA) لخوا وړاندې شوی معلوماتو پر بنسټ دغه ټبلېټ به د دې کمپنۍ نورو ټبلیټونو څخه ډیر زیات مختلف وي. سامسنګ کمپنۍ غواړي په یو وخت کې خپل دوه ټبلیټونه کاروونکو ته وړاندې کړي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه نوي ټبلیټونه ۸ انچه ډسپلې لرلو سره ۱۰۲۴*۷۶۸ پکسله ریزلوشن لري. دغو ټبلیټونو کې څلور هستې لرونکی ۱.۲ ګیګاهرتز پروسېسر ځای پر ځای شوی.

له دې سربیره دغه نوي ټبلیټونه به له ۲ ګیګابایټ رېم او ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا سره کاروونکو ته وړاندې شي.

سامسنګ ګیلیکسي ټب ۵ نسبت د ګیلیکسي ټب ۴ ته نری دی. دغه نوی ټبلېټ ۵ میګاپکسله اصلي کامره لري. له دې سربیره دغه ټبلېټ کې به ۲ میګاپکسله فرعي کامره هم ځای پر ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x