«الشرق» ورځپاڼې سره د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دکتور نعیم مرکې بشپړ متن – پښتو

د قطر څخه خپریدونکې ورځپاڼې (الشرق) د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ښاغلي دکتور محمد نعیم وردګ سره د روانو حالاتو په اړه تازه مرکه کړې. خبرپاڼې وېبپاڼې ژباړلې، نن ټکی اسیا د مرکې د اهمیت له کبله په مننه ترې مرکه دلته نشروي. اداره

دکتور نعيم: د طالبانو په ليکو کې هيڅ اختلاف نه شته او ملا عمر ژوندی دی (مرکه: الشرق وېبپاڼه)

ژباړن: محمد ثاقب

د طالبانو د سياسي دفتر رسمي وياند ډاکټر محمد نعيم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه بلنه رد کړې ده چې طالبان په کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې خبرو اترو ته رابولي او دا يې د خبرو اترو پر ځای د تسلمېدو بلنه بللې.

نعيم د طالبانو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو اوازې رد کړې او ويې ويل چې له دې اوازو څخه موخه د (تش په نوم) افغان پوځ د لوېدلي مورال پورته کول دي.

هغه همدا راز د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړينه هم رد کړه او څرګنده يې کړه چې نوموړی رک روغ دی، خپل کارونه په ښه توګه پر مخ وړي او له خپلو ملګرو سره تل ويني.

له القاعده سره د طالبانو د تړاو په اړه نعيم وويل چې د القاعده ډېری مشرانو افغانستان پريښی، يا خپلو وطنو او يا هم د عراق، سوريې او يمن په څېر د جهاد نورو ډګرونو ته تللي، او د ظواهري په اړه نه څه مالومات لرو او نه يې له ځايه خبر يو.

نعيم د قطر د دولت او ولس دواړو مننه وکړه چې طالبانو ته يې د دې هېواد په پلازمېنه دوحه کې د سياسي دفتر د پرانستو زمينه برابره کړه، هغه له ټولو عربي او اسلامي هېوادو مننه وکړه چې د يرغلګرو پر خلاف د طالبانو تر څنګ ودرېدل او د هغوی مرسته او کومک يې وکړ.

لاندې له الشرق وېبپاڼې سره د ډاکټر نعيم د مرکې متن دی:

پوښتنه: تاسو څو واره افغان ولسمشر په خپله او د منځګړو له لارې خبرو اترو ته راوبللئ، ولې مو دغه بلنه ونه منله؟

دکتور نعیم: لومړی دا چې موږ خبرو اترو ته نه يو بلل شوي، بلکې تسليمۍ ته بلل شوي يو، دوهم دا چې که موږ ومنو چې دغه بلنه خبرو اترو ته ده، آيا دا معقوله ده چې له يوه پلوه خبرو اترو ته بلنه ورکول کېږي او له بل پلوه واک ته د رسېدو په دويمه ورځ له پرديو سره د هېواد پلورنې تړون لاسليک کېږي.

پوښتنه: آيا خبرو اترو ته د ناستې لپاره ستاسو يوازينۍ غوښتنه له افغانستانه د پرديو ځواکونو وتل دي، که نور څه هم شته؟

دکتور نعیم: بې له شکه زموږ غيور ملت به د يرغل له ختمېدو، د ټولو پرديو ځواکونو له وتلو، پوره ازادۍ او پر دغه خاوره د يوه ازاد اسلامي نظام له رامنځته کېدو پرته په بل څه راضي نه شي، د يادونې وړ ده چې تر دې دمه له سره داسې نښې نښانې نه شته چې د ولس غوښتنو ته دې په رښتيا لبيک ووايي، ټولې هڅې د دې لپاره روانې دي چې د يرغلګرو مرموزې موخې ترلاسه او د ولس او هېواد د ازادۍ او د ارزښتونو پر سر ورسره معامله وشي.

پوښتنه: ويل کېږي چې ستاسو په ليکو کې ژور اختلافات دي، د دې په اړه څه وايئ؟

دکتور نعیم: دا نوې خبره نه ده، د اختلافاتو او بېلتونونو خبرو ته د يرغل له پيله هوا ورکول کېږي، همدا د يرغلګرو هدف او هیله ده او د همدې لپاره يې اسلام ضد او مسلمان دښمنې رسنۍ په لاس کې نيولې دي، خو دا هدف يې نه ترلاسه کړ او نه به يې ترلاسه کړي، دا خبره ځکه کوم چې په اصل کې د دغو خيالي اختلافاتو او بېلېدو هيڅ څرک نه شته، بلکې مجاهدي د دې برعکس ورځ له بلې ډېر زورور کېږي او ډېر سره نږدې کېږي، د طالبانو حال د همدې ګواهي ورکوي. او هغه څه چې دښمن يې دعوې کوي، د هغوی له درواغو يو درواغ دي.

پوښتنه: دا سمه ده چې امريکا تاسو يو ترهګر تنظيم نه بولي او آيا ستاسو او د امريکا تر منځ څه تفاهم شته؟

دکتور نعیم: د امريکا متحده آیالتو اسلامي امارت له پيله ترهرګر تنظيم نه باله، تر دې چې کله يې خونړي بريدونه هم پرې کول.

پوښتنه: د ملاعمر د مړينې په اړه خبرونه خپرېږي، دا خبرونه څومره سم دي او د خوځښت مشري اوس څوک کوي؟

دغه ډول خبرونه د دښمن له هغو ناکامو هڅو پرته هيڅ نه دي چې غواړي خپله ماته پرې پټه کړي، دوی د يرغل له پيله وخت ناوخت دغه ډول اوازو ته هوا ورکوي، چې له دې څخه دوه موخې لري:

لومړی د دې لپاره چې هغو هدفونو ته په رسېدو کې له ناکامۍ د خلکو پام واړوي، د کومو لپاره يې چې ظالمه جګړه پيل کړې ده، ځکه دوی په پيل کې پر افغانستان خپل بريد ته له دې امله مشروعيت ورکاوه چې مجاهدين ختموي او يو پاک او زورور حکومت رامنځته کوي چې د ولس او هېواد خدمت به کوي.

بل د افيونو د کرنې له منځه وړل، خو له لسو کالو د ډېر وخت په تېرېدو ټولو وليدل چې دوی نه يوازې دا چې دغو موخو ته ونه رسېدل، بلکې سخته ماتې يې وخوړه، داسې چې مجاهدين د لسو کالو پخوا په پرتله اوس ډېر زورور دي، حکومت خو په فساد او کمزورۍ کې نوم وويست، همدا راز د افيونو کرنه او تجارت ورځ له بلې زور اخلي.

دوهم: د دې لپاره چې د خپلو هغو پوځيانو معنويات لوړ کړي، کوم چې زړونه او ليکې يې دواړه مات او شړېدلې دي، له هيچا پټه نه ده چې د دښمن زرګونه، بلکې لسګونه زره پوځيان له مجاهدينو سره د مخامخېدو له امله په رواني ناروغيو اخته دي، زرګونه نور وتښتېدل، دوی اوس د دغه ډول اوازو خپرولو ته زور ورکوي، څو د خپلو پوځيانو معنويات لوړ کړي. د امير المومنين حفظه الله په اړه دا وايم چې نوموړی رک روغ دی او د ظالم يرغل پر ضد د سپېڅلی جهاد مشري کوي او د مجاهدينو چارې سمبالوي. او شايد تاسو د امير المومنين په اړه په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري خپاره شوي مفصل مالومات ترلاسه کړي وي.

پوښتنه: آیا طالبان لا هم له القاعده سره اړيکې لري؟

دکتور نعیم: القاعده په افغانستان کې نه شته، بلکې ډېری وګړي يې خپلو هېوادو او ځنې نور يې د سوريې، عراق او يمن په څېر د جګړو نورو سيمو ته ستانه شوي دي.

پوښتنه: نو د القاعده مشر أيمن الظواهري اوسمهال چېرې دی؟

دکتور نعیم: موږ ترې هيڅ نه يو خبر.

پوښتنه: افغان پوځ له څو ورځو راهيسې په ځنو ولايتونو کې پر تاسو د برياوو خوښۍ کوي.. آيا رښتيا هم افغان پوځ لکه چې دعوه کوي، په شپږو ولايتونو کې پر تاسو بريالی شو او ستاسو ۴۰۰ جنګيالي يې ووژل؟

دکتور نعیم: په دې کې شک نه شته چې له ډېرې يخنۍ سره سره مجاهدينو په تېرو مياشتو کې د الله په مرسته په ډېرو ولايتونو –لکه هلمند، فراه، فارياب، ننګرهار، لوګر، بدخشان او…ـ کې ګڼې برياوې ترلاسه کړې، د دولت د کورنيو چارو وزير «نور الحق علومي» د اپريل په ۱۵مه په پارلمان کې په دې اعتراف وکړ، مجاهدينو څو ورځې وړاندې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ډېر پرمختګ وکړ او د کابل د ادارې عسکرو سخت مالي او ځاني زيانونه وګالل، تر دې چې د جګړې له سيمې وتښتېدل او وسلې، تجهيزات او پوځي موټران يې مجاهدينو ته پاتې شول، د دغې ماتې په جريان کې د ولسي جرګې د دفاع کمېټې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او استخباراتو د مسؤولينو بېړنۍ ناسته وروغوښته څو د دوی په وينا د هېواد په خطرناکو حالاتو خبرې وکړي.

حقيقت دا دی چې د افغان پوځ په نوم داسې څه نه شته چې مسلمان افغان ولس پرې باور وکړي او احترام يې وکړي، ټوله خبره دا ده چې ظالمو يرغلګرو د يو بې کاره مزد په بدل کې د وزګارو او نشه يي ځوانانو ډلې راټولې کړې، دوی د يرغل له چوپړ پرته بل غم نه لري او ډېری برخه يې له ارزښتونو، اصولو، ولس او هېواده د دفاع په نوم څه نه پېژني، که نه نو له يرغلګرو سره به نه يوځای کېدل، په داسې حال کې چې پر موږ او دوی ټولو د يرغلګرو پر ضد جګړه فرض ده، څو له خپلې پاکې خاورې يې وباسو او دلته د ولس پر خوښه يو اسلامي نظام رامنځته کړو.

پوښتنه: آيا تاسو ټولو هغو خلکو ته د دښمن په سترګه ګورئ چې په پوځ کې دي؟

دکتور نعیم: د پوځ –تش په نوم- په ليکو کې داسې خلک هم شته چې ملت او هېواد ته مخلص دي، دوی له موقع څخه په ګټه اخستو مخکې هم خپله ديني او ملي دنده ترسره کړې او اوس يې هم کوي، ټول پوهېږي چې څو واره داسې پېښ شول چې دغو اتلانو د خپلو ټوپکو خولې پر يرغلګرو ورتاو کړې او هر وار يې ترې ډېر کسان ووژل، دغه کار د يرغلګرو پر مشرانو سر وګرځاوه او اړ يې کړل څو پر خپل سياست بيا غور وکړي او خپل ستراتېژي بدله کړي.

دغه برکتي کار لا هم روان دی، څو ورځې وړاندې له دغو اتلانو څخه يوه چې عبد العظيم نومېږي، پر يرغلګرو خپله وسله وروګرځوله او د ځنو راپورونو پر اساس يې ۷ تنه ترې ووژل او له دې ډېر يې ټپیان کړل، پای هغه هم شهيد کړای شو.

پر دې برسېره يوه ستره برخه بيا د حقيقت په پوهېدو د پوځ له ليکو پښې باسي، يرغلګر په خپله په دې خبره اعتراف کوي، شايد تاسو د رسنيو له لارې خبر شوي ياست چې د سيګار موسسې وروستي راپور په ۲۰۱۴ز کال کې په خپل لاس د تربيه شويو له منځه د ۱۶ زرو تنو عسکرو د تېښتې په اړه خبر ورکړ، کوم چې دوی افغان پوځ بولي.

پوښتنه: په دې وروستيو کې د سولې د عالي شورا رئيس پر افغان ولسمشر نيوکې وکړې، آيا د افغان دولت دننه اختلافات شته؟

دکتور نعیم: شايد تاسو به پوهېږئ چې اشرف غني يا هغه څوک چې په ظلم او درواغو افغان ولسمشر بلل کېږي، د ۲۰۱۴ز کال د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د يرغل په برکت د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، له هماغه وخته تر تېرې ورځې له ۶ مياشتو ډېره موده تېره شو، خو هغه تر اوسه داسې کوم کار ونه کړی چې حساب پرې وشي، يوازې همدا يې وکړل چې د اشغالګرو د خوښولو او د هغوی د لا ملاتړ ترلاسه کولو لپاره سپينې ماڼۍ ته ولاړ، هلته ورته اشغالګرو بادارانو چکچکې او شپېلي ووهل، سره له دې چې هغه تر دې دمه نه په خپل کوم پلان کې کامياب شو، نه يې حکومت جوړ کړ او نه يې تر اوسه کابينه پوره شوه، دا ځکه چې نوموړی له يوه پلوه -اګر که داسې لقبونه ورکول کېږي چې وړتيا يې نه لري- ولسمشرۍ ته وړ سړی نه دی او له بل پلوه د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه ژور اختلافات موجود دي، رښتيا دا ده –او رښتيا بايد وويل شي- چې سيال او په دې هېواد کې د واکمنۍ کولو وړ نظام نه شته، بلکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د دروغجنو ټاکنو د پايلو له لغوه کولو وروسته داسې اداره جوړه کړه چې په نړۍ کې يې ساری نه ليدل کېږي، داسې چې مشري يې دوه تنه کوي او دواړه د عقيدې او فکر له پلوه جلا دي، څومره ډېر داسې وشو چې يوه دې يوه پرېکړه کړې وي او د اختلاف له امله دې هغه بل رد کړې وي، د بېلګې په توګه د افغان ولسمشر –تش په نوم- له لوري د ټاکنو د اصلاحاتو د کميسيون مشره يوه ښځه وټاکل شوه او د پخوانيو کمونستانو له ډلې يو تن دفاع وزارت ته نوماند شو، خو اجرايوي رئيس بيا دواړه رد کړل، ګوډاګۍ اداره سهار يوه پرېکړه کوي او ماښام يې بېرته ماتوي له دې يې د ژورو اختلافاتو اندازه لګي.

پوښتنه: محمد اشرف غني له کرزي وروسته راغی، آيا د ده واکمني د کرزي له هغې توپير لري؟

دکتور نعیم: اصلا دواړه د يوې سکې دوه مخه دي، د يرغلګرو ګټو ته په خدمت او د ولس او هېواد په دښمنۍ کې د دواړو توپير نه شته، دواړه د واک ګدۍ ته د اشغالګر په وسيله رسېدلي دي، ځکه نو لومړي هم هغوی ته کار وکړ او دوهم يې هم کوي، داسې چې لومړي په ۲۰۱۲ز کال کې له اباما سره د ستراتيژيکو همکاريو په نوم د هېواد او ملت د پلورلو تړون لاسليک کړ او دوهم د امنيتي تړون په نوم د هېواد او ولس پلورنې يو بل تړون لاسليک کړ، خلاصه دا چې دوی دواړه نه د دې ولس دي او نه يې په ګټه دي، بلکې ولس له دوی او د دوی له امثالو بري دی.

پوښتنه: آيا ايران تاسو او ستاسو د هېواد خاورې ته څه تهديد جوړوي؟

دکتور نعیم: اسلامي امارت هيچا ته کوم تهديد او ګواښ نه دروي او له نورو هم همدا تمه کوي.

پوښتنه: خو ويل کېږي چې ايران د افغانستان دننه منفي رول لوبوي، آیا تاسو موږ ترې خبرولای شئ، او دا چې څنګه ايران کوښښ کوي چې د افغانستان په زېرمو ولکه ټينګه کړي؟

دکتور نعیم: يرغلګر د ګندګيو بنياد دی، له هيچا پټه نه ده چې د ولس او هېواد ډېری ستونزې د يرغلګرو په شتون پورې تړلې وي، تر څو چې يرغلګر پراته وي، نورې ستونزې له منځه وړل ناشوني وي، بلکې لا ډېرېږي، ځکه نو بايد ټول د يرغل د خاتمې لپاره کار وکړي.

پوښتنه: که موږ د اسلامي دولت د تنظيم او د طالبانو د خوځښت تر منځ پرتله وکړو، ستاسو او د هغوی تر منځ څه توپير دی؟

دکتور نعیم: د افغانستان د اسلامي امارت ستراتېژي ټولو ته مالومه ده، د اسلامي امارت په رسمي وېبپاڼه کې د اخترونو په مناسبت د امير المومنين ملا محمد عمر حفظه الله په اعلاميو کې څو وار خپاره شو چې د افغانستان اسلامي امارت د يرغل د ختمولو، ولس او هېواد ته د ازادۍ د بېرته راګرځولو او په دې خاوره کې د اسلامي نظام د ټينګولو لپاره جهاد کوي، او دا چې له نورو سره تعامل يې پر متقابل احترام بنا دی، د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم دا اجازه نه ورکوي چې د دوی په چارو کې مداخله وکړي، همدا راز نورو ته زيان رسول نه غواړي او د نورو زيان وراړول نه زغمي.

پوښتنه: که طالبان اوس په واک کې وای، آيا تاسو به د «عاصفة الحزم» د عملياتو ملاتړ کاوه؟

دکتور نعیم: د افغانستان اسلامي امارت اوس واکمن نه دی، بلکې د يرغلګرو پر ضد په جګړه بوخت دی، خو که اوس واکمن وای، د اسلامي امت مصالحو ته په کتو به يې موضوع څېړلې وه او په دې اړه به يې دريځ نيولای وای.

پوښتنه: د تېرو کلونو په اوږدو کې د قطر رول څنګه ارزوئ؟

دکتور نعیم: په دې کې شک نه شته چې ورور هېواد قطر د اسلامي نړۍ په ډېرو مسئلو کې مهم او اساسي رول لوبولی دی، د افغانستان قضيه او اسلامي امارت ته د دې هېواد په خاوره کې د سياسي دفتر د پرانستو زمينه برابرول هم د همدې قضيو له منځه دي، د لانجو په له منځه وړلو کې قطر باور، استقامت، بې طرفۍ، په اصولو پابندي، موقع پېژندنه او کار اهل خلکو ته د سپارلو په څېر غوره صفتونه لري.

پوښتنه: وروستۍ پوښتنه دا چې د طالبانو خوځښت له اسلامي دولتونو او ولسونو څه غوښتنه لري؟

دکتور نعیم: د ټولو اسلامي ملتونو مننه کوو چې تل له مظلومانو او مجاهدينو سره درېږي، موږ باور لرو چې اسلامي ملتونه له زړونو له مجاهدينو سره دي، دعاوې ورته کوي او هر ډول مرسته ورسره کوي، او کومې برياوې، لاسته راوړنې او اتلولۍ چې د مجاهدينو په برخه دي، د مسلمانو ولسونو له مرستو برخمنې دي، خو کوم چې اسلامي دولتونه دي، نو بدبختانه د مجاهدينو او مظلومانو په لاسنيوي کې يې خپله اسلامي او انساني دنده نه ده ترسره کړې.

په همدې اساس ټول اسلامي دولتونه دې ته رابولو چې د روان وضعيت خطر ته درک کړي، راتلونکې له دې هم تياره او ترخه برېښي، ځکه نو ټول بايد د ستراتېژيو په بدلولو او فکر کولو له لاسه تللي شيان بېرته ترلاسه کړي او په راتلونکې کې له موقع څخه په استفادې له چانسونو ګټې اخستو ته تيار شي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد احمد
میلمه
محمد احمد

تاسو ورته ګورئ ! ترپوښتنو ځوابونه څومره معیاري ،پاخه اوله حقائقو پیمانه دي ، خودژباړن دغه خبره مو خطاء نه کړي

[هغه له ټولو عربي او اسلامي هېوادو مننه وکړه چې د يرغلګرو پر خلاف د طالبانو تر څنګ ودرېدل او د هغوی مرسته او کومک يې وکړ.]
ځکه داخبر دژباړن دځانه ده چې په مرکه کې يې څرک نشته ، هو دارښتیا ده چې ملتونه له موږ سره اودولتونه يې له یرغلګرو سره دي .

ډاکتر احمدی
میلمه

مرکه خو ښه وه دنن ټکی اسیا نه مننه- خو هغه تصویر چی ډاکتر نعیم شاته دی هغه باید بدل شی یا داچی د پاکستان جمهوریت پر ځای باید پښتونستان ولیکل شی ځکه دا تصویر زمونږ لپاره دیوی رهبری نښان دی نو د رهبری د یو دفتر په دیوالونو باندی باید د لوی افغانستان پر تصویر باید دقت وشی مننه

ډاکتر احمدی
میلمه

هدف می د تصویر نه د افغانستان نقشه ده