ټکنالوژي

سوني (Sony) کمپنۍ خپل نوی سمارټ جاپان کې کاروونکو ته وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه ۱۳۹۴ل): نن د سوني کمپنۍ په رسمي بڼه خپل نوی سمارټ فون چې ایکسپیریا ذي ۴ (Xperia Z4) نومیږي جاپان کې کاروونکو ته وړاندې کړ.

سوني کمپنۍ غواړي یو څه مودې لپاره دغه سمارټ فون یوازې د جاپان په بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې کړي او تر اوسه نده معلومه چې دغه سمارټ فون به کله نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

د سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون ۵.۲ انچه ډسپلې لرلو سره ۱۹۲۰*۱۰۸۰ پکسله ریزولوشن لري. د دغې سمارټ فون باډي له المونیم څخه جوړه شوې کوم چې ۶.۵ ملي متره پنډوالی لري. د ایکسپریا دغه نوی سمارټ فون د سوني کمپنۍ پخواني سمارټ فونونو سره کوم ځانګړی توپیر نه لري.

ایکسپیریا ذې ۴ (Xperia Z4) سمارټ فون ۲۰.۷ میګاپکسله اصلي کامره لري او د دغې سمارټ فون مخکینۍ کامره ۵.۱ میګاپکسله ده کوم چې پخپله د ځان عکس اخیستلو لپاره ډیزاین شوی.

دغه سمارټ فون ۶۴ بېټ اوکټاکور ۲.۶۰ ګیګاهرتز سنپ ډراګن ۸۰۱ (64-bit Octacore 2.60GHz Sanpdragon 801) پروسېسر لري او سوني کمپنۍ د دغې سمارټ فون اواز برخې ته ځانګړی توجه کړی.

د سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون کې ۲۹۳۰ ایم اې ایچ (2930 mAh) وړتیا لرونکی بیټرۍ ځای پر ځای شوی کوم چې کولی شي نسبت نورو سمارټ فونونو ته د اوږدې مودې لپاره چارچ وساتي.

دغه سمارټ فون ۳۲ ګیګابایټ د فایل ثبتولو وړتیا لري او کاروونکي کولی شي د دغې وړتیا زیاتولو لپاره له اضافي میموري کارډ څخه استفاده وکړي.

سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون په څلورو رنګونو کې کاروونکو ته وړاندې کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x