افغانستان

پکتیا: د ۱۹ تنه ماین پاکانو برخلیک لا معلوم نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیا کې تیره ورځ نا معلومو وسلوالو ۱۹ تنه ماین پاکان تښتولي، چې تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی، او نه یی هم کوم اړخ پړه په غاړه اخیستې ده.

ویل کیږي چې د یاده پيښه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په شاوخوا کې رامنځته شوې.

په ټولنیزو پاڼو کې د طالبانو ځینو فعالانو ویلي چې دغه ماین پاکان د ملګرو ملتونو د کومي رسمي ماین پاکۍ د موسسې غړي نه وه، بلکي د امریکایانو قراردادیان وه چې غوښتل یې د امریکایانو راتګ او عملیاتو ته لاره هواره کړي، او د طالبانو هغه ماینونه چې د خپل دفاع په خاطر یې ځای پر ځای کړي، وباسي.

د پکتیا د والي مرستیال عبد الولي سهي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د سټارلینګ د ماین پاکۍ د یوه شرکت ۱۹ کارکونکې د زرمت ولسوالۍ په نیژدو سیمو کې د خپلو ۴ موټرو سره تښتول شوي دي.

د پکتیا د امنیې قومندانۍ سرچیني وايي چې دغه ماین پاکانو نه غوښتل چې امنیتي ځواکونه ورسره ملګری وکړي، او د کار په ځای کې حفاظت وکړي.

د تښتول شويو ماین پاکانو په اړه ویل کیږي چې ټول یې افغانان دي، او ګمان کیږي چې د سټارلینګ کمپنۍ به هم ډېر سر پسی ونه ګرځوي.

څه موده وړاندي هم د یوې بهرنۍ موسسې (سیو دي چلډرن) ۵ تنه افغان کارکونکي تښتول شوي وه، او بیا وژل شوي وه، چې هیڅ کومي ډلي یې مسؤولیت په غاړه نه وو اخیستی، او د قربانیانو د کورنیو خلکو رسنیو ته ویلي وه چې دغه بهرنۍ موسسې د افغان کارکونکو په اړه هیڅ غور ونه کړ، او د هغوی د خلاصون لپاره یې هیڅ هلي ځلي ونه کړې، چې له کبله یې هغوی ووژل شول، او قریبان یې د موسسې دفترو ته نه پرېښودل کیږي چې خپل اعتراض وکړي، او یا خپل د قرباني شویو قریبانو په اړه نور معلومات تر لاسه کړي.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو یوې نیژدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دوی د موسسو د کارکونکو د وژني په هکله خپلو جنګیالیو ته د خپلو جهادي لوایحو په رڼا کې امر کړی چې د بشري کومکي ادارو سره به مرسته کوي، او د هغوی ژوند به خوندي کوي او زیاته یې کړه چې ددې په څنګ کې دوی باقاعده د موسسو د کمیسون په نامه تشکیل لري، چې د ملګرو ملتونو د ټولو بشري او سیاسي ادارو سره په تماس کي دي، او هر وخت ورسره په اړوند چارو ملاقاتونه کوي، د هغوی د کارکونکو د ژوند خوندي کولو په موخه د هغوی امنیت نیسي، او د تجاوز په صورت کې خپل ملګري مجازات کوي، او د آینده لپاره دداسي پيښو د مخنیوي په خاطر جدي ګامونه پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x