fbpx

استاد پوهاند عبدالواحد ضیا له نړۍ سترګې پتې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځي پخوانی رییس چې اوس يې په دې پوهنځي کې د استادۍ دنده درلوده، له نړۍ وکوچيد.

استاد پوهاند عبدالواحد ضیا چې له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې يې په ښوونیز برخه کې چوپړ ترسره کړ، نن په حق ورسید.

استاد ضیا د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالي اوسېدونکی و، چې د برق په انجينري کې يې د امريکا له متحده ایالاتو نه مافوق ماستري درجه لرله.

پوهاند ضیا پخپل ۳۸ کلن ښوونیز چوپړ کې سلګونه زده کوونکي روزلي او ګڼ مخلصين يې تر شا پرېښودل.

د نن ټکی اسیا اداره د هېواد په ښوونیز خدمت کې د استاد ضیا هڅو ته په درنه سترګه ګوري او مړينه يې لویه تشه بولي.

انا لله و انا الیه راجعون.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د