شعـــــرونه

د ازادۍ هیله

لیکوال: طلحه غزنوي

نور دي رب راوله په کلي د افغان ازادۍ

چي مو زخمو ته شې درمان ازادۍ

یو ځلي سپین پلو کړه خپور په هیواد

چي شي مختور دي رقیبان ازادۍ

هغه تر ګل حسین  حسین زلمي  مو

درته   په لاره  شو قربان  ازادۍ

لکه زخمي هوسۍ   ګړنګ  کي  بنده

نه را پرېږدي  دې شر مخان ازادۍ

میاشتي  کلونه  انتظار  مو  وکړ

نه لرو  توان  نور  دهجران  ازادۍ

روی دشهید پلار به یې دروړم درته

کړه  په  مسکا یې یتیمان  ازادۍ

څوک به لیلا  څوک شیرنۍ  لټوي

مونږه  دستا یو مجنونان  ازادۍ

نه لري  ځمکه  هم نور تاب  دغمو

ژاړي په حال مو اوس اسمان ازادۍ

ته کوم  ظالم یې  خپه کړې ر ا نه

شه را په خلا، بس دی خپګان ازادۍ

بیا به دي نه خوري دشین سترګونظر

زه به کړم دود  درته  خپل ځان ازادۍ

زما  طلحه  هیلي  به و ټومبي  بیا

ستا په  اور بل کي سره ګلان  ازادۍ

۱۳۹۴/۱/۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x