ټولنیزه برخه

د «مثالي ښځو» بېلګې ـ ۱

لیکنه: م.ش.کاموي

مريم رضي الله عنها ډېره عابده، پرهيزګاره نجلۍ او خپل ټول عمر يې د خپل رب بندګۍ ته وقف کړی ؤ، يوځل کوټه کې يواځ له نور خلکو ځانته ناسته وه، ناڅاپه يو ډېر ښکلی سړی ورښکاره شو، مريم رضي الله عنها ژر مخکې لدې چې هغه څه خبره وکړي، خپل رب ته پناه وړي او امر پرې کوي ترڅو دا ځای پرېږدي او ووځي، او ډېر قوي کلمات د ځان ساتني لپاره استعمالوي، الله تعالی قرآنکريم کې فرمايي: قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيّاً . ژباړه: مريم ناڅاپه نارې كړې چې ((كه ته كوم له الله تعالی څخه وېرېدونكى سړى يې، نوزه له تانه د رحمن پناه غواړم.

مريم ضي الله عنها له هرڅه دمخه د الله تعالی پناه غواړي، مفسرين وايي لفظ د رحمن ځکه استعمالوي، چې د بد نيتي سړي ګومان يې پرې کړی، نو د رحم غوښتنه ترې کوي او د دې عفت ته په کوم عمل باندې ضرر ونه رسوي، او د پوښتني په ډول ورته وايي، که ته له الله ويرېږې، چې د مفسرينو په نزد، دا د نصيحت او موعظې ډېره قوي طريقه، ترڅو دهغې له پناه غوښتولو څخه، کومه يي چې الله تعالی ته وړې، وډار شي؛ نو ځکه په ډېره بليغ او مؤثره طريقه د تقوی لورې ته بلنه ورکوي. لکه: الله تعالی فرمايي: “وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ”. ژباړه: د الله تعالی او د هغې د رسول اطاعت وکړئ، کچېرته مؤمنان ياست.

مريم رضي الله عنها يواځې وه، سړی ښکلی ؤ، ځای خالي ؤ، خو د الله تعالی ډار، او خپل عفت باندې دومره ټېنګه او ثابتقدمې وه، چې د ځان دفاع لپاره بې سارې موثر کلمات استعمالوي.

الله تعالی بي بي اسيا او بي بي مريم رضي الله عنهما “مثالي ښځې” ګرځولي، او مؤمنانو ته يې خپل سپېڅلي کتاب داسې ستايلي:”  وضرب الله مثلا للذين آمنوا امرأة فرعون إذ قالت رب ابن لي عندك بيتا في الجنة ونجني من فرعون وعمله ونجني من القوم الظالمين .ومريم ابنت عمران التي أحصنت فرجها فنفخنا فيه من روحنا وصدقت بكلمات ربها وكتبه وكانت من القانتين ” ژباړه: او دموءمنانو په باب الله د فرعون د ښځې مثال وړاندې كوي كله چې هغې دُعا وكړه چې اى زما ربه ! زما لپاره له خپل ځان سره په جنت كښې يوكور جوړ كړه او ما د فرعون او دهغه له عمل نه وژغوره او له ظالم قوم نه ماته نجات راكړه. او دعمران دلور مريم مثال راوړي چې هغې د خپل شرمځاى ساتنه كړې وه ، بيا مونږ په هغې كښې له خپل لوري نه روح پوكړ ، او هغې د خپل رب دلار ښوونو او دهغه د كتابونو تصديق وكړ او هغه له اطاعت كوونكو خلكو څخه وه .(تفهيم القرآن)

که دلته غور وکړی، نو وبه وينۍ چې کوم شي دا ښځې نورو ته “مثالي ښځې” وګرځولې؟

دوی کوم داسې اعمال وکړه چې الله تعالی يې خپل کتاب کې ستاينه کوي؟

دوی کومې قربانۍ ورکړې چې الله تعالی يې راتلونکي ټول بشريت ته وړاندې کوي، او دا بيلګې هميشه لپاره ځلانده پاتې کيږي؟

مسلمانې خورې!

الله تعالی قرآنکريم موږ ته د مريم رضي الله عنها دا ډول دريځ، او د عفت ساتنې حرص او د الله تعالی اطاعت د بېلګې په ډول ږدي، او دا درس راکوي، ترڅو يې اقتداء وکړای شي،  او د يوې “مثالي ښځې”  په ډول يې بيانوي. مريم رضي الله عنه چې  د ژوند کومه مرحله کې وه, هغه د نجونو عمر کې د بلوغ پسې نژدې مرحلې دې، څرنګه چې دجنسي رازونو سره نوې اشنايي پيدا کوي، نو طبعا، ميلان هم زيات وي، او ځان باندې کنترول ګرانيږي، خو بيا هم، د مريم رضي الله عنها زړه کې د حرام شهوت لورې ته يو زره ميلان هم نه پيدا کيږي، کله چې لږ خطر محسوسوي، سمدستي خپل رب ته پناه وړي، ..سبحان الله!

دا هرې مؤمنې ته د عفت او طاعت درس ورکوي، او تاريخ هم دا ډول شواهد وړاندې کړي، ددې درس اخيستونکي، او د دې قدوې پسې تلونکو نجونو کړنې د تاريخ پاڼي ځلولي، او په داوړو ژوندونو کې يې خپل عمل نتيجه موندلې، زه يوڅو بېلګې ستاسې مخې ته ږدم:

حسن بصري رحمه الله تعالی وايي:

بغداد ښار کې د اهنګرانو په بازار تېرېدم، ناڅاپه مې سترګې پر يوه اهنګر ولګېدې، ګورم چې لاس د اور بټۍ کې ننباسي، ېلې شوې سره وسپنه راپورته کوي، او سندان باندې يې ږدي، د سرې وسپنې د ګرموالي هيڅ اثر پرې نه بريښي، دې کار زه ډېر حيران کړم، دېته اړم شوم چې نږدې ورشم او ويي پوښتم.

ورنژدې شوم، سلام مې پرې وکړ، له ځواب راکولو وروسته مې ترې وپوښتل:

ښاغليه! آیا د دې سرې، ېلي شوي وسپنې تودوخه څه ضرر نه دررسوي؟

ويې وې: نه…

مالې: څنګه؟

ويې وې: دلته زموږ پر خلکو د قحط، او لوږې ورځې تېري سوي، خو ما دومره څه جمع کړي ؤ، چې د وخت غني ؤم… يوه ورځ يوه ښځه راغله، لکه څنګه چې له ورايه ښکلې ښکارېده هومره زړه راښکونکی مخ يې درلوده..

ماته يې ووې: ای سړيه!.. کوچني يتيمان بچيان لرم، لوږه يې زوروي، لږ خوراک ته اړتيا لري، د الله لپاره درڅخه د يوڅه غنمو غوښتنه کوم، ترڅو مې د دې بچيانو ژوند بچ شي، داچې زه يې د ښکلا ځال کې په لمړي نظر بند وم، نو.

ورته مې ووې: که غنم غواړې، نو زما غوښتنه هم پوره کړه.. ښځه پدې خبره ډېره غصه سوه، مخ ې واړاوه، او لاړه… دوېمه ورځ بيا راله، داځل يې ډېر ژړل، او غنم يې راڅخه غوښتل، ما ورته خپله غوښتنه واوروله.. بېرته خالي لاس روانه سوه.. درېمه ورځ بيا راله، پدې ورځ ډېره غمجنه وه.

راته ې ووې: بچيان مې د مرګ خوله کې دي، له مرګ او لوګې يې راته بچ کړه .. ما بيا هماغه غوښتنه تکرار کړه، داسې ښکارېده چې نن لوږې ماته کړې وه، او هيڅ مقاومت پکې پاتې نوو.  رانژدې سوه.

راته ې ووې: په ما او بچيانو مې رحم وکړه!.. موږ لوږې پسې اخيستي يو، او ډېر لږ څه ته اړتيا لرو.

بيا مې ورته ووې: زه لاړه شه، وخت مې مه ضايع کوه! يا راشه زما غوښتنه پوره کړه، او غنم واخله، ډېر ې وژړل، او ويي وې: خپل ژوند کې مې دا حرام کار ندی کړی، خو نن ډېره اړ سوې یم ترڅو دې دا غوښته پوره کړم، ځکه ما او بچيانو مې له درېو ورځو  راهيسي هيڅ ندي خوړلي، خو يو شرط به مې منې.

ورته مې ووې: څه شرط ؟

راته ې ووې: داسې يو ځای ته به مې بيا يې چې هيڅوک مو ونه ويني.

پښ وايي: دا شرط مې ورسره و مانه، کور مې خالي کړ.. څنګه چې ښځې ته ورنژدې شوم، ګورم شي ځان راڅخه اړوي،  او وايي: دروغ دې راته وېلي، زما شرط ولې نه پوره کوې؟

ورته مې ووې: آیا دا ندی؟

ويي وې: آيا دا شرط مې نوو ېښی چې داسې يو ځای ته به مې بيايي چې هيڅوک مو ونه ويني.

ما ورته ويي: هو همداسې ؤ، آیا دا خالي ځای ندي، دلته مو څوک ويني؟..

راته يې ووې: دا څنګه خالي ځای دی؟ دلته مو پنځه کسان ويني، او هغه: الله تعالی دی، کوم چې خاينې سترګې او د زړونو له رازو خبر دی، دوه ملايکې زما او دوه ستا، دا ټول دلته حاضر دي، ما او تا او څه چې کوو هغه ويني، او بيا هم ته دا ګومان کوې چې هيڅوک مو نه ويني!!! له خپل ربه وډار شه، ما دې د شهوت له اوره وساته، الله تعالی به دې د دنيا او اخرت له اوره وساتي.

دې خبرې ويښ کړم، ورېږدېدم، ځانه سره مې لږ فکر وکړ، او ومې ويل: دا ښځه د دومره لوږې، او تنګسيا حالت کې له خپل رب څخه دومره بيريږي، او زه له دومره نعمتونو او پيرزونو چې ماسره يې کړي دي هيڅ ډار نه محسوسوم؟..

له همغې ورځې مې خپل رب ته توبه وويسته، او ښځي ته مې غنم ورکړل، پرې مې ښوده چې خپله لار ووهي .. هغې چې زما دا دريځ وليد، لاسونه يې پورته کړل، ويې وې: يا الله!.. لکه څنګه دې سړي زه له خپل شهوته وژغورلم، ته يې د نيا او اخرت له اوره وژغوره.. له همغې وخت راهيسي د اور تودوخه او سوروالی هيڅ اثر راباندې نکوي.

دې عفيفې او مطيعې ښځې د ژوند په داسې سختو شپيبو کې چې بچيان يې د لوږې له اوره سوزيږي، او د هغوی د مرګ او خپل عفت ترمينځ، د يوه يوه اختيار وخت راځي، ټول ژوندونه له خپل عفته قرباني کوي، د مريم رضي الله عنها ملګرتيا، خو د مثالي ښځو ټولي پرېښودلو ته نه تياريږي، نو ځکه محال شرط ږدي، او تر اخره پورې د عفت ماتولو مقابل کې يي موقف او خبره ” نه ” ده، نو الله تعالی پرې له خپل رحمته د رزق د دروازو پرانيزي لکه فرمايي: ‏‏وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ، او همداراز د يو انسان د هدايت لامل هم ګرځي، کوم چې د د سرو اوښانو له رمې هم غوره دی لكه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:” فَوَ اللَّهِ لَأَنْ يُهْدَى بِكَ رَجُلٌ وَاحِدٌ خَيْرٌ لَكَ مِنْ حُمْرِ النَّعَمِ…..”. د مثالي ښځو ټولۍ يې پرېنښود، بل ټولي – دعوتګرو- کې هم داخله شوه، دنياوي اړتيا يې پوره شوه، او د جنت انعام ډېر لوړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x