هند د الجزیرې تلویزوني کانال خپرونې موقتاً وتړلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): هند د الجزیرې تلویزوني کانال خپرونې په دې دلیل چې ددغه هېواد غلطه نقشه یې څو ځل خپره کړې، موقتاً تړلي دي.

د هند اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ز کلونو کې الجزیرې تلویزون ۱۲ ځل د هند غلطه نقشه ښودلې او له کبله يې دغه تلویزوني کانال په خپرونو د پنځو ورځو بندیز ولګېد.

د یاد وزارت له قوله الجزیرې تلویزون چې کومې نقشې ښکاره کړي په هغه کې ځېنې سیمې د هندوستان د پولو څخه ورکې دي او په دغه کار يې د رسنیو د قانون سرغړونه کړې.

نیو انډيا ايکسپریس هندي ورځپاڼې راپور په اساس  د وزارتونو ګډې کمېټې په ناسته کې په دې پریکړه وکړه چې الجزیرې تلویزون «تخریبوونکی تیری» کړی چې له کبله یې باید سخته سزا ورکړل شي.

الجزیرې تلویزون د دوی په خپرونو باندې د لګیدلي بندیز په اړه غبرګون ښودلی او ويلي یې دي چې دوی دغه نقشې په نړیوال کچه د مشهور سافټ ویر څخه اخېستي او له دغه نقشې څخه ډيری نړیوال اژانسونه استفاده کوي.

په هند کې دا لومړی وار نه دی چې یو تلویزوني کانال په خپرونو بندیز لګیږي بلکې تر دې وړاندې هم څو تلویزوني کانالونو خپرونې موقتا تړل شوي دي. په وروستیو اونیو کې د حکومت ضد ناسمو موادو خپرولو له کبله این ډی ټي وي، ګډ ټایمز او جی هند تلویزونونو خپرونې د یوې ورځې لپاره وتړلې.

همدا راز د ډیسکوري کميونیکیشنز ټي سي ایل کانال خپرونې د یوې ورځې لپاره له دې کبله تړل شوې وې چې په یو پروګرام کې یې فحش جملې استعمال کړې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د