ادبي لیکني

«زما بريدګر زوی ته عفوه وکړئ»

لیکوال: احمد ولي اڅکزی

حاجي آغا: نذيرجانه دغه پيسې واخله دا خورکي ته يې ورکه. ورته ووايه چي په زکات کي دي يې قبولي کړي.

ښځه: يا وروره خيرات زکات نه غواړم. په دا ټول بازار کي دکان پر دکان ګرځم او اوس دا دی ستا دکان ته راغلم. لس مياشتي تر مخه دلته دباندي پټاؤ وسو. تاسو ته خو به يې کوم تاوان نه وي رسولی؟

حاجي آغا: څنګه به يې نه وي رسولی؟ دغه ټول بازار په وينو ولمبول سو. د خلکو د کلو کلو د خوارۍ دکانونه وسوځل سول. بيخي د بازار څخه دباندي لا د کړکيو ښيښې ماتي سوې. دغه هلک نذيرجان وينې، دا زما د فقير منشي حاجي اخندزاده صاحب زوی دی. د دغه هلک پلار مي دباندي بانک ته استولی ؤ چي دغه پېښه وسوه. نذير جان پنځلس يا شپاړس کلن دی او پنځه خوندي لري. حاجي اخندزاده صاحب د ټولي کورنۍ يوازنی ګټونکی ؤ. د هغه د شهادت وروسته مي اوس نذير جان د ځان سره په تجارت خانه کي کښېنولی دی او د پلار کار يې ور زده کوم او هغه د پلار تنخوا اوس د ته ورکوم… خلک يې درپه دره کړه. د قيامت ورځ وه. زه پخپله ولله که تر اوسه په غوږ سم اورم… آخوري مه ژاړه، څه درپېښه ده؟ ولي په ژړا سوې؟ ستا هم څوک پکښي خوږ سوی که څوک درڅخه ورک دی؟

ښځه: آ وروره د مور زړه دی. په مرګ پسي يې نه ژاړم… مرګ خو حق دی…

حاجي آغا: نذير جانه دا خورکي ته يو ګلاس اوبه ورکړه، هله شاباس… دغه نانۍ انجلۍ چي ورسره ده، هغې ته هم اوبه ورکړه.

ښځه: الله بسلمانانو دا څه فساد راوسو…يا الله خو هميشه مي په اودس شودې ورکړي وې. دی د تي ؤ چي شورويانو يې پلار شهيد کی. په څه زحمت مي رالوی کی. مهاجرت مسکيني درپه دري. لا ډېر کوچنی ؤ چي پر لمونځ مي ودراوه. ولله که مو په کور کي يوه ګوله ډوډۍ درلوده. خو ما دی مزدورۍ ته نه بلکه سبقانو ته مي واستاوه. دا هر څه عبس؟…دنيا عبس…وۍ خدايه، آ لويه خدايه آخرت يې ولي عبس سو؟ ولي عبس سو؟…

حاجي آغا: د چا آخرت عبس سو خوري؟ ستا څوک پکښي له منځه تللی دی؟

ښځه: زه هغه بدبخته مور يم چي زوی يې پر بلسمانانو (مسلمانانو) دغه قيامت جوړ کړی ؤ. زما زوی دغه پټاؤ کړی ؤ.

حاجي آغا: هغه ځوان چي پر سدرۍ يې بارود پرله غوټه کړي وه، هغه ستاسو زوی ؤ؟

ښځه: آ وروره کاشکي مي د ځانه نه وای ليري کړی. دا دومره بسلمانان يې ازار کړل. دا که په هغه ورځ زموږ د کلي سړي هغه په ښار کي نه وای ليدلی نو به نه وای خبره چي زوی مي څنګه او چيري مړ سو. که زموږ د کلي شمسو نه وای ليدلی نو به زه نه وای په خبره چي چيري او څنګه مړ سوی دی.

حاجي آغا: نذيره زويه مه ژاړه، صبر وکړه. پلار دي بې ګناه وژل سوی او پاک شهيد دی. مه ژاړه هر څه به خدای خير کړي.

ښځه: يا الله ما خو غوښتل چي ستا پر لاره روان سي. ما خو غوښتل چي نورو انسانانو ته يې ګټه ورسيږي.

حاجي آغا: بخښنه غواړم خوري، خو زموږ زخمونه بيخي تازه دي. اوس ته زموږ څخه څه شی غواړې؟ موږ څه وکړو؟

ښځه: وروره، ته به هم اولادونه لرې. زما زړه د مور زړه دی. د اولاد مرګ يوه مور زغملای سي، خو دا چي اولاد يې په داسي حال کي مړ سي چي نور انسانانو ته يې تاوان رسېدلی وي، دا د زغملو نه دي.

حاجي آغا: خوري ته ژاړه مه، سمه خبره وکړه. موږ هم هيڅ ګناه نه ده کړې او په دې دنيا راباندي قيامت تيريږي. د هغې ورځي وروسته والله که مو نه بيا د ډوډۍ خوند اخيستی وي او نه د اوبو. ولاحول ولاقوت… ته ژاړه مه خوري. دا ووايه چي زموږ څخه اوس څه شی غواړې.

ښځه: بخښه غواړم، د خپل زونی له پاره عفوه غواړم. هغه يې خطا باسلی ؤ. هلک ؤ پر ګوتو يې کشمير ورته جوړ کړی ؤ.

حاجي آغا: ته دي اوښکي پاکي کړه خوري. دا شيان نور زما او ستا تر وس وتلي دي. دا خبري به خدای ته پرېږدو. ته ژاړه مه، زه به د نذير جان سره بيا په ارامه خبري وکړم. خو خبره ډېره غړکه ده. ته به د چا چا د کور دروازه ورټکوې؟ څنګه به ټول زهير سوي خلک پيدا کوې. که پوليس در خبر سي کېدای سي چي نور ازار هم ووينې. کرار خپل کور ته ولاړه سه او صبر وکړه. فرض کړه چي موږ ستا زوی ته عفوه هم وکړو، نور خلک ښايي عفوه ورته ونه کړي. انسانان خو پرېږده. دغه زموږ د دکان شاته يوه پيشي لنګه سوې وه. چنګوټيان يې دوو درو ورځو ول چي دغه پېښه وسوه او دغه پيشې هم پکښي ژوندۍ وسوځل سوه او چنګوټيان يې پاته سول. د دغو چنګوټيانو څخه به څنګه بخښنه غواړې؟ فقير حاجي اخندزاده صاحب به هميشه ويل چي د اور سزا يوازي د الله حق دی. ستا هلک په دې دنيا انسانان او حيوانان په اور وسوځول او د الله په حق کي يې تېری وکړ، نعوذبالله… د انسانانو حق پرېږده خوري. د سوځل سوو مېږيانو حساب و کتاب به په آخرت څنګه ورکوي؟ زما خبره ومنه، دا خبري آخرت ته پرېږده او کور ته ولاړه سه. دغه نانۍ انجلۍ هم درسره بوزه، د بڼي څخه يې لا معلوميږي چي ډېره دي ستړې کړې ده.

ښځه: دغه انجلۍ مي د زوی يوازنۍ نښانه راپاته ده.

حاجي آغا: ولا حول ولاقوت… آ ښايستي انجلۍ مه ژاړه زويه، ستا خو هيڅ ګناه نسته. خوري د خدای روی ته وګوره دغه انجلۍ درسره بوزه او کور ته دي ولاړه سه، اوس خلک را خبر نه سي چي څه خبره ده.

د لیکوال بلاګ: http://ahmadwali.achakzai.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

24 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

د عبدالباري جهاني راتګ لکه چې د نن ټکی اسیا په پالیسۍ هم تاثیر وکړ، له دې لیکنې څخه د جهاد په خلاف د غلطو تبلیغاتو بوی راځي، د یوې سپږې لپاره له ټول پوستین سره جنګ مه اعلانوئ، د فدایانو سپکه مه کوئ

غوربندي

آڅکزی صیب تاسو ته سلام او احترام ډېره جالبه کیسه مو لیکلې (جوړه) کړې ده، که اوس هالیووډ (د خره زامن) ستاسو په دې کیسه فلم جوړ کړي او د کیسې د متن له مخې سبقان او مهاجرت پکې انځور کړي او بیا تاسو دا فلک وګوری نو خدانخواسته ځان ته به تووو نکړی؟ په بازارونو کې چاودنې کله هم د تنکیو ځوانانو او په پاکستان کې د مظلومو افغان مهاجرینو کار نه شي کیدای بلکه د مرګ په نوم امریکایي ډلګی، بلک واټر او سپیشل فورسیس دا کارونه کوي. که داسې نه وي نو دا راته ووایاست چې ایا… نور لوستل »

طوطی

غوربندیه: سترګی فکر کوم نلری. مستند په سلګو انتحاری حملو مسؤلیت طالبانو ندی اخیستی؟ پ#### ډیر ### انسان یی لمر هیڅ کله په دوه ګوتو نه پټیږی. ### له عفوی څخه وتل کسان یی تاسی د عفوی لیاقت نلری باید ټول محو او نابود شی. ورک شی له غنی سره. ###

maryam

اجل خبر همدا اوس اوس د کابل د شهر نو په چهارهی حاجی یعقوب کی کی د ځان واژونکی ډله د ملی امنیت لخوا ونیول شو؟ ژوندی دی وي زمونږ د ملی امنیت زړه ور ساتونکی.

maryam

اجل خبر همدا اوس اوس د کابل د شهر نو په چهارهی حاجی یعقوب کی کی د ځان واژونکی ډله د ملی امنیت لخوا ونیول شو؟ ژوندی دی وي زمونږ د ملی امنیت زړه ور ساتونکیږ

نجیب

امین ژوندی دی وی افغانان

محمد یونس

د نن ټکي آسيا دروند اډمين او نورو همکارانو ته ! سلامونه او نیک احترامات مو قبول کړئ ! باور وکړئ په نن ټکي آسيا کي چي مي کله دغه ليکنه ولوستل ؛ سر را باندي و څرخېد او سخته ذهني پرېشاني راته پېښه شوه ، افغانان ټول پوهېږي چي د ملت اصلي دښمنان څوک دي ؟ که څه هم دغه خيالي کيسه د جلال آباد د خونړۍ غمجني پېښي څخه په تأثر جوړه کړل شوېده خو بيا هم هوښيار اولس پوهېږي چي ددغي پېښي شاته د چا لاس دی ؟ دا هيڅکله نشي کېدلای چي دا دي يوه فدايي… نور لوستل »

حنيف

فكر كوم دنن تكي اسيا مسؤولينو اسلامي فكر لك شانتي نرم شوي او ديموكراسي خواته مايل شوي, ابله ورز مي يوه بله مقاله هم بكي وليده “د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي جهاني ته سرخلاصی لیک” مقاله به داسي انداز كي ليكل شوي وه جي جهاني يي سم داسلامي او مشروع حكومت وزير كنلي وه, نو ما دصفحي باس سرته وكاته جي دا مقاله جا نشر كري, – زكه زه به يو وخت كي سو مختلفي ويب باني خلاصوم – كله جي مي ستركي به نن تكي اسيا ولكيدلي, يقين وكري تكان مي وخور او دير حيران شوم, او دزانه… نور لوستل »

طوطی

چی بیطرف پاڼه وی بیا دی د هر خبری په بی طرفانه توګه نشر کوی. څه دا پاڼه خو ستا د ادی نده، دا پاڼه د بیانزی، غوربندی، مجاهد او داسی نورو انتحاریانو پوری خو اړه نلری که څنګه؟

سلطان موموند

اچکزی صاحبه سلام عليکم هميشه ستاسو ليکني په مينه سره لولم او ستاسو په ښه نيت کي هيڅکله هم راته شک نه دی پيدا شوی. ما ستاسو هغه ليکني چي پکې مخامخ خارجي کفري لښکرو او د هغوی افغان ګوډاګيانو ته سپيني خبري شوي او افغانستان يو اشغال شوی هيواد بلل شوی لوستلي دي. ما ستاسو هغه ليکني لوستي دي چي پکې تاسو په افغانستان کي د شريعت نفاذ د ټولو ستونزو حل بللی دی. ما ستاسو هغه ليکنې هم لوستي چي پکې تاسو د ډيموکراسۍ پر بد شکل او په افغانستان کي د هغې پر کرغېړنو عواقبو رڼا اچولې… نور لوستل »

قاري سعيد خوستى

كله مي چي ليكنه وكته ما ويل چي داخو مي د رئيس المنافقين عصمت ساروان تاند راخلاص كڑى وروسته چي پوئ شوم چي په نن آسيا كي يم حيران شوم چي زموژ دتنكيو فدايانو دومره توهين او نن .آسيا ؟
په خداي قسم چي دا ليكنه او ددي نشرول دهغو معصومو ،پاكو، صفا،جنتي، ريحاني وينو سره خيانت دى چي داسلامي نظام داقامي لپاره وبهيدلي
نن.آسيا والو زموژ احساسات مه مجروحوئ موژ شهيدان وركڑي همدا تنكي فدايان دزڑه ٹوٹي مو قربان كڑي
الله اكبر

سنګین

امکان لری دا اڅکزئ هم هغه اڅکزئ نوی چی د تاسو په ذهن کی ګرځي. ماته دا کیسه یو څه هالیودی کیسه ښکاري.

غوربندي

وېره ده چې د نن ادارې دا ډول بې ارادې خپرونې به د حق په پلوی کې د دوی خپلواکه داعیه خدانخواسته تر جدي پوښتنې/سوال لاندې راولي، مګر دا چې د خپلو لوستونکو سپیناوی (د زړونو سپیناوی) او د مقدسو فدایانو له ارواوو سره د زیاتي په ګناه له خداوند متعال او د سرتېرو شهیدانو له ورثه وو څخه علنا (هویدا) بښنه وغواړي.

طوفان طوطاخیل

نن ټکي بیا څه ټکي وهلی کله چې دنجیب ګاؤ دلور په اړه خبر خپور شو خو ډېریې ژر لیري کړ، اوس یې دتنکیو فدایانو ، په دین مینانوپسي رااخستي ، او دااچکزي خو پخواښې لیکني کولي چې دی دکومي غړکي اړم ته لویدلی که دجهاني لعین په راتګ سره په ده کې کوم تاثیر راغلی ،
نن ټکی باید دالیکنه ژر ترژر ړنګه کړي ،

صباوون زلمی

د اچکزی د خدای کور وران کڑی په دا لیکنه او تاسو ته به سه نه وایم که هر سومره امکان وی دا لیکنه ختمه کڑی کنه ڈیر مینوال به له لاسه وکڑی

ډاکتر احمدی

دیر ښه تصویر وو پکښی ځکه د جلال اباد پیښه پکښی لږه لږه د سترګو کیږی – د ظلم او ظالم پرخلاف چی هر لیکنه کیږی باید ورسره مخالفت ونکړو

ډاکتر احمدی

دا واقعی کیسه د غوربندی صیب او سنګین صیب او نور حقیقت ومنی انکار مکوی د انسانانو وینه به سنګه خدای درته در بخښی یا هغوی ته چی داسی ظلمونه کوی( او د ډیموکراسی هیڅ شوق نه یم او امریکا کاملا مخالف یم چی بل فکر ونکړی ) مننه

غوربندي

ډاکټر احمدي صیب تاسو ته سلام او احترام د اڅکزي صیب پورته استثنایي لیکنه ځکه نه خوښوم چې په تاوارو خلکو کې د حقیقي فدایانو په اړه منفي شکوک زیږوي که څوک پښتو سواد لري نو په دې لیکنه کې له زماني نزدیکت پرته د ننګرهار د غمیزې هیڅ ډول څرک او تصور نه تر سترګو کیژي. هیله ده اڅکزی صیب خپله خطا په خپله ومني او خپل ارادتمندان له ور پیښ شرم څخه وژغوري . د اشغالګرانو د ښکار وړ کله هم سبقانو والا تنکي مهاجر او د یوې باعفته کونډې او شهید بچیان نشي کیدای بلکه لوپر حرامزاده… نور لوستل »

حق جو

نن والاوو ته زما مشوره دا ده چې د فدایانو او مجاهدینو د سپکاوي په برخه کې خورا کافي او تر اندازې زیات مطبوعاتي کار روان دی او په دې برخه کې د هیڅ کمي احساس نه کیږي. که دوی غواړي په مطبوعاتي میدان کې تشه ډکه کړي نو د مجاهدینو او عامو مسلمانانو د مظلومیت غږ دی بدرګه کړي دغه د اڅکزي لکینه په لراوبر او نورو سایټونو کې ښه په درز نشر شوي ده او داسې لیکنې هیڅ له نشر نه نه پاته کیږي نن دي هغه څه نشر کړي چې نور سایټونه یي نه نشروي دا څکزي… نور لوستل »

احمد ولي اڅکزی

احمدولي اڅکزی بخښنه او وضاحت قدرمنو ورونو اسلام عليکم د دغې ليکنې په تړاو غواړم لږ وضاحت وکړم. ګرچه ما فکر کړی ؤ چي دا ټول څېزونه عيان او واضح دي خو زما فکر البته درست نه ؤ او زما دغه ليکنه د بعضو ورونو له پاره د سوی تفاهم او زړه ازارۍ سبب ګرځېدلې ده. د دې څخه تر مخه چي زه خپل وضاحت وړاندي کړم، د هر هغه ورور او خور څخه عفوه او بخښنه غواړم، چي زما د دغې ليکنې له کبله يې زړه ازار سوی وي. ما په قصد سره نه د چا د زړه ازارول… نور لوستل »

غوربندي

ښاغلی احمدولي آڅکزی صیب تاسو ته سلامونه او احترام په شیر مو رحمت شه، که زما په تنقیدونو او تعلیقاتو کې سخت الفاظ یي نو له تاسو هم متقابلا بښنه غواړم. په ورځنیو مکاتباتو او یا هم لیکنو خواه شعر یی خوا نثر او کیسه دوه شیان ډیر د پاملرنې وړ دي. اول: ستا د لیکلنې موضوع څه ده؟ دوهم: ستا په لیکنه کې کومه رساله (پیغام) پروت ده ؟ دوهم: ددې رسالې (پیغام) مخاطب څوک دي؟ که دا څیزونه که د دوعا و سلام په لیک کې هم ښکاره او د لمر په شان مشخص نه یي نو د… نور لوستل »

محمد یونس

د قدر وړ اڅکزی صاحب ! په مينه او درناوي ! ستاسو د بخښني او وضاحت ليکنه مي ولوسته ، خداي سته سخت مي نيت درباندي ښه سو ، ځکه بهترین انسان هغه دی چي کله خطا ورڅخه صادره شي نو د خطا په پوهيدلو سره سمدستي پرې پښېمانه شي ، داچي تاسو خپله دغه ليکنه يوه تېروتنه بللې تاسو وکولای شول ددغه اخلاقي جرئت په واسطه د خپلو مينه والو زړونه بيرته وساتی او هر ورور دي په ورين تندي ليکني ولولي ، يو بل جرأتمندانه اقدام هم که کولای شې نور به دي هم ان شاء الله عزت… نور لوستل »

rehmat jan

اسغفرالله داپه سه گدودوسریی اچکزی صاحب له خدایه حیانه درته دریزی هیس احساس دشرم نکوی هیس قدروه هغوقدرمنووینوته نلری کومی سی خاص الخاص داعلی کلیمةالله لپاره توی سویدی دی پدی خوهرمسلمان پوهیزی سی فدایان بی له اللهی رضاءپرته نوزهیس نه پیزنی فدایان هغه پدین مین اشخاس دی سی دخپل بدن په غوشودایمان دیوه روشانه ساتی اوتادومره سپک بللی العیاذبالله لکه بیخی سی مسلمانان نه یی اودنن.اسیا اسلامی پاهه خوبایدداسی لیکنه نشرنکری دیرسخت دی ودردولم انصاف دی روزی سه دخدای جواب به سنگه کوی

طوطی

زما یو د خور ځوی چی نوی له دولسم صنف څخه فارغ شوی وه د پوهنتون د کارکور کارت یی هم تر لاسه کړی وه چی د کانکور امتحان به ورکوی. د مور یو ځوی وه متاسفانه چی د پل علم ښار لوګر ولایت کی د یوی ځآن وژنی حملی ښکار شوه او ځای پر ځای یی زړه وچاودیده او شهید شو. ور سره نور کسان هم ول. داسی وژنی په سلګونو ځله شوی او په سل هاو کسان یی شهیدان کړی. ځواب به یی د قیامت پر ورځ همدا ## طالبان ورکوی کنه ته څه وایی چی ځواب به… نور لوستل »

Back to top button
24
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx