
کندهار: اتمه حوزه کې چاودنې شلو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): نن سهار اته بجې کندهار ښار کې د پوليسو يې پوستې ته څېرمه درنه چاودنه وشوه.
راپورونه وايي، چې د کندهار پوليسو په موټر کې ماين له يوې سيمې بلې ته لېږداوه، چې اتمې حوزې اړوند سيمه کې پرې وچاودېده.
چارواکو تر اوسه د چاودنې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې به اړه څه نه دي ويلي، مګر د کندهار ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې چاودنه کې تر اوسه شپږ تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.
ډاکټران وايي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي، د مړو شمېر نور هم زيات شي.
د عيني شاهدانو له قوله په مړو او ټپيانو اوه پوليس او نور ولسي وګړي دي.