دیني، سیرت او تاریخ

شعر او شاعران دشریعت په رڼا کې: ‏(۴)‏

۶_ يوه بله لويه ربړه چې ډېر اسلامي شاعران او اديبان په ټولېز ډول او زمونږ ډېر پښتانه شاعران په ځانګړي ډول ورسره لاس او ګريوان بلكي دهغې ښكار شويدي، هغه دكمي او ټیټوالي احساس دى، چې دا په حقيقت كې يو نفسي او رواني ناروغي ده، په دې مانا چې یو مسلمان شاعر او اديب ته ځان كم ښكاري، خپل دين عقيده، دود، كلتور، رسم ورواج نيمګړى او بد ورته برېښي، دا له دې كبله چې غليمان او دهغوى دنيوي ساټ او باټ دده تر سترګو ښه ورځي، يا په بله ژبه ذهن او فكر يې دمادياتو ترنېغې اومستقيمې اغېزې لاندې راځي،

معنويات، اخلاق، دين، خپلواکي، له ولس سره مینه او رېښتینولي ورته هسې يو خيال او تصور برېښي، داسې فكر كوي، چې: پرمختګ، تيكنالوژي، ساينس، ټانګ او جاز، اتوم، ښه سړيتوب، نرتوب، دښځو په بې پردګۍ او بې حيايۍ، دګيري په خريلو، دپرتوګ په لرې كولو او دپتلون په اغوستلو، دنيكټايي په اچولو، اودګوتو په سرونو په تګ كې تاو را تاو دى!

خو كله هم داسې نه ده، ددې لپاره ژوندۍ او په سترګو لېدل شوې ښه بېلګه دپاكستنان اتوم چوړونكى عبد القدير خان دى، داسې ويل كېږي چې هغه په خپلو ملي جامو كې ګرځي، كميس او پرتوګ اغوندي، خوله يا ټوپۍ په سروي، خو كېداى شي دا له ده نه هم هېر شوي وي چې دګيري پرېښودل هم له اتوم جوړولو او تيكنالوژۍ سره څه په ټكر كې نه دي.

بيا ډېر د تعجب او هم دتآسف خبره خو داده چې يو كس دپښتو او پښتنو په نامه نغارې ډنګوي، خو چې مخ اوبرسېرنې بڼې ته يې ګورې داسې به وانګيرې چې ګواكي كوم انګرېز يا امريكايى يا هم جرمنى او ايتالوى په پښتو خبرې كوي.

پاتې دې نه وې چې ددې خبرې نه موخه دا نه ده – لکه ځیني ځینی چې وايي – چې بس نو اسلام په ګیره او برسېرنه بڼه کې دي، نه، کله هم داسې نه ده، بلکې موخه دا ده کوم کس چې دیو څه لپاره هڅې کوي، دهغه لاسته راوړل خپله آره موخه بولي، نو باید داسې نښې نښانې له ځانه وښيي کوم چې دده دنارو پخلی وکوي، خپل ځان له خپل ټبر او خپل ولس نه پردی نه کړي، خپل اسلامي کړه وړه، ناسته پاسته، راشه درشه، ګړېدل او اورېدل دنورو تر اغېزې لاندې را نه ولي، تر څو وپېژندل شي چې دغه کس ددغه ټبر او دغه ولس سړی دی، او دا څه نوې او دزور خبره نه ده، بلکې دنړئ په کچه هر ټبر او هر دین او مذهب ځانله ځانله نښې نښانې لري، تر ډېره هر څوک هڅه کوي چې خپلې نښې نښانې، دود او رواج دنورو له اغېزې وساتي، ځکه له همغو نښو نښانو نه پېژندل کېږي، او اسلام هم وایي چې ټبرونه او قومونه د یو او بل دپېژندګلوی لپاره دي، همدا رنګه یې نښې نښانې هم، له نېکه مرغه چې دپښتنو ډېر دودونه له اسلامي بنسټونو سره ښه په خوند اړخ لګوي، چې هم ثواب کېږي او هم خورما.

دا هم خیر! اوس اوس خو ځينې ځينې ډمانې هم د ادب او شعر په ډګرونو كې دپښتو او پښتنو په نامه اخوا ديخوا په ښه پراخه پیمانه تر سترګو كېږي، دغه ناپوهانې څومره بې خبره او يا بې پروا دي چې پښتنانه تر كومه بريده دپردې، پت او عزت مينان دی! پتمنو او پاک لمنو ښځو ته څومره په درنه سترګه ګوري، ددوى اوږد او ځلانده تاريخ له خورا لویو او لوړو ویاړونو او اتلوليو څخه ډك دى، څوک هم نشي کولای دپښتنو په تاریخ کې کومه ډمه او یا ډم را وښيي چې تاریخ پرې ویاړلي وي، او یا یې کوم تاریخي ویاړ ګټلی وي، زمونږ (پښتنو ) دویاړونو او اتلولیو تاریخ له ډمانو نه بیخي پاک او ستره دی، نن چې پښتانه پر خپلو وتليو او نومیاليو مشرانو ویاړي، لکه: میرویس نیکه، احمد شاه بابا، وزیر محمد اکبر خان، محمد جان خان وردګ او… او همدارنګه وتلې او نومیالئ مېړنئ مېرمنې لکه: نازو انا، زرغونه انا، پیغله ملالئ، دپت او پاک لمنئ اتله شهیده پېغله ناهیده او… له دې کبله دتاریخ په زرینو پاڼو کې نه ځلېږئ چې هغوی ـ الله مه کړه ـ سندرې ویلې! هغوی ګډا ګانې او اتڼونه کول! هغوی پړوني غورځولي وو! له پردیو سره یې په یوه مجلس کې خندا ګانې کړې وې! بلکې تر ننه پورې چې بریتور ځوانان پر دغه رنګه پتمنو، پاک لمنو، اتلو او نومیالیو مېرمنو او خویندو ویاړي لامل یې دادی چې هغوی په خپلو غېږو کې مېرویس او احمد شاه روزلي، هغې دجګړې په ډګر کې نیواکګرو او ځناورو ته خولې ورماتې کړې، هغې دخپل پت او پاک لمنئ لپاره له لوړ پوړیزه ماڼیو نه ځان را غورځولی، که نه دا ګز او دا میدان یو څوک خو دې دپښتنو په تاریخ کې کومه ډمه یا ډم را وښيي چې یا پرون چا پرې ویاړلي وي اویا نن پرې وویاړي، هو نن ورځ دبې پته او لوڅې ډم موکراسئ له لاسه چې هر څه په بل مخ اوښتي، بې پتي، بد لمني، دپړوني غورځول، له پردو سره ګډاګانې او خندل دځینو بې پتو او بې غیرتو تش په نامه پښتنو په وړاندې ویاړ بلل کېږي دا ځانله خبره ده، که نه کله هم دپښتنو ویاړلی او ځلانده تاریخ دغه رنګه لوېدلو او پرېوتو څېرو ته په خپله لمنه کې ځای نه دی ورکړی او نه به یې ورکړي، همدا لامل دى چې دوى له خپل دين، غيرت او دود نه لرې خلكو ته ډمان وايي، کوم کس چې لږ سپک او بې پروا وي دوی وايي پلانی داسې دی لکه ډم! نه يې دشاعر او نه يې هم داديب په نامه پېژني، دغه رنګه پردي پالو په پښتنه ټولنه كې دشعر او ادب ارزښت را ټيټ کړی، دشعر لوړه، رڼه او ځلانده ماڼئ یې په تورو خاورو لړلې، دهمدغه سپېرو څېرو له لاسه ډېر خلك داسې انګېري چې شاعر او اديب ګواكې ډم.

ددغه ناسم انځور دلرې كولو او خلكو ته ديوې ښې اخلاقي او غيرتي بيلګې په وړاندې كولو سره عملا بايد وښودل شي چې شعر او شاعري، ادب او اديب په ټولنه كې خورا زيات ارزښت او لوړ ځای لري، لکه ځینو په دین او خپلواکئ مینو شاعرانو او ادیبانو چې دا کار کړی او کوي یې، مګر بیا هم ددې اړتیا ده چې دغه جپه نوره هم پسې پیاوړې او پراخه شي، تر څو دکرکجن او کرغېړن غلیم خځلې مځلې له یوې مخې وټولې او خپله غیرتي خاوره ترېنه پاکه او وژغوري، تر څو ټول ولس دشعر او شاعرۍ، ادب او اديبانو په ارزښت او اغېزه سم پوه شي، په درنه سترګه ورته وګوري، او دوى هم په خپل وار له دې موكې نه په ګټې اخیستو سره وكولاى شي دخپل دين، ګروهې، دیني ارزښتونو، تاریخي او ملي ویاړونو ساتنه وكوي.

مونږ که خپل تاریخ ته ځیر شو ګورو چې نازو انا سره له دې چې کلکه مسلمانه پښتنه وه، له شعر او ادب سره یې هم مینه وه، مګر هغې دننیو ډمو په څېر نه بلکې درېښتینې مسلمانې او پښتنې په څېر شعر ویلو، دهغې له یوې څلوریزې نه را جوتېږي چې نوموړې څومره دپاخه عقل، نازک خیال، ژور لید، په آخرت باندې د ټینګې ګروهې څښتنه وه، هغې ددنیاګئ څو ورځې ژوند چې ډېر خلک یې په خورا بې پروايئ سره تلپاتې غوندې ګڼي، دا رنګه انځور کړی:

   سـحـرګه وه د نـرګس لــــــــــېمه لانـــــــده ==== = څاڅکي څاڅکي يې تـر سترګو څڅېـده

   ما ويـل څه دي ښکليه ګــــــــله ولي ژاړې ===== ده ويل ژونـــد مې دی يوه خــوله خندېده

   نازو انا ته دغه دوه ورځې دپردیسئ ژوند داسې ښکاري لکه دیو ګل څو ورځنی او بیړنی ژوند، که په غور سره پام وشي حقیقت همداسې دی، کوم چې په ګڼو آیتونو او احادیثو کې راغلی، او له همدې ځایه یو ځل بیا را څرګندېږي چې پښتنې پتمنې مېرمنې نه یوازې دا چې له خپل دین سره ټینګ تړاو لري، بلکې خپل سپېڅلی دین ددنیا او آخرت دښېګڼو او نېکمرغیو چینه بولي.

   همدا رنګه د اتلې پېغلې ملالې هغه ځواک بښونکې ټپه چې دماتو لښکرو په مړو رګونو کې یې دغیرت او همت کنګل شوې وینې یو په یو داسې په ځوښ راوستې، چې په څو شېبو کې یې اسلامي لښکرې دبریا او سوبې لوړ پوړ ته وخېژولې، په خپله ځواکمنه او نیواک ځپونکې غیرتې چېغې سره یې لوی تاریخي پیغور زمونږ له ځلاند تاریخ نه دغلیم تور تاریخ ته ور وشړلو، له همدې کبله دغه دغیرت او همت چېغه تر ننه پورې دافغان مسلمان ولس دویاړلي تاریخ دجګړییزو اتلولیو دډګرونو په آسمان کې دڅوارلسم سپوږمئ ده، چې تر ننه پورې دافغان غیرتي ولس سر سپارلي بچې دهمدغه سپوږمئ په رڼا کې په پر له پسې توګه دنیواکګر دښمن غاښونه ور ماتوي، په رښتیا هم چې دغه ټپه وینې په ځوښ راولي، او مړاوو زړونو ته دخوځښت تازه، پاکې او غیرتي اوبه ورڅښې:

   خال به د يـــــــار د وينــــو کښـــــېږدم ==== چــي شينکي باغ کي ګل ګلاب و شرموينه

   که په ميــــوند کي شهــــيد نه سوې ==== خدای ږو لاليه بـــــــې ننګۍ ته دي ساتيــنه

   په هغه وخت کې پېغلو هم دخپل دین او خپلواکئ لپاره دجګړې ډګر ته را دانګل، دهغه وخت له بختورو مېرمنو سره هم د دین، پت او خپلواکئ ساتلو او ژغورلو احساس و، خو افسوس دننیو ډېرو بې برېتو او ځینو برېتورو په حال! چې خپل هغه ویاړلی تاریخ او خپلواک هېواد چې پېغلو ورته ګټلی، نن یې دوی دخپلې غم لړلې ګېډې دمړولو لپاره په یوه مړئ ډوډئ په خورا بې پروايئ سره پلوري!!!

   ۷_ ددې ټولو لاملونو تر څنګ يو بل لوى خنډ چې دپښتو شعر او ادب رنګه یې بده کړې ده هغه دا چې په ځانګړي ډول په پښتو ادب او شعر كې داسې فكري، عقيدوي، اخلاقي، شعر او شاعران لږ تر سترګو کېږي چې اوسني او راتلونكي نوي تنكي شاعران او اديبان دهغوى په پله پل كېږدي او له هغوى پیروي وکوي، بلكي بر عكس ددوى مخې ته په پښتو كې زیاتره هغه شعرونه راځي چې د سرو شونډو، خمارو سترګو، تورو زلفو او نرئ مَلا سندرې وايي، او يا له دين او مُلا سره ددښمنۍ او تربګنۍ تورې را اخلي.

   له دې ټولو ستونزو او ناخوالو سره سره بیا هم الحمد لله په ولس کې داسې شاعران او ادیبان شته چې دخپل مسلمان او غیرتي ولس سپېڅلي اودیني ارزښتونه، ملي او تاریخي ویاړونه، غوښتنې او اړتیاوې، نیمګړي آرمانونه او لوړې هیلې په سمه او روغه توګه انځور کړي، له ګواښونو او ننګونو نه په ډکو شېبو کې دخپل ویاړلي ولس تر څنګ ودرېږي، هغه ګوډاګئ او پلورل شوې څېرې رسوا کړي چې خپلو ځانګړو ګټو اوموخو ته له اسلام او ولس نه ډېر ژمن وي، دمسلمان او غیرتي ولس په نامه خپلې شومې او کرغېړنې موخې تر لاسه کوي، دشهیدانو پاکې او سپېڅلې ویني، دیتیمانو مظلومې اوښکې، او د کونډو ساړه اوسیلي په ډېره بې پروايئ سره تر ککړو پښو لاندې کوي، هیله ده دغه دغیرتي او مجاهدو شاعرانو او ادیبانو لړئ لا پسې پیاوړې او غښتلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x