ټکنالوژي

له کوم ځنډ او خنډ پرته خپل د خوښې ویډیو ښکته کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): له انټرنیټ څخه د فایل او ویډیو ښکته کولو لپاره انټرنیټ ډاونلوډ منیجر یو له غوره پروګرامونو څخه دی چې ډیر کاروونکي لري.

د انټرنیټ ډاونلوډ منیجر (Internet Download Manager) اصلي نسخه د پیسو په بدل کې کاروونکو ته وړاندې کیږي او کاروونکې یوازې کولی شي د یوې میاشتې لپاره دغه پروګرام په وړیا ډول استعمال کړي.

له یوې میاشتې استعمال وروسته انټرنیټ ډاونلوډ منیجر پرواګرام کار نه کوي او د دې پروګرام څخه ګټه پورته کولو لپاره باید کاروونکي له سره وینډوز انسټال کړي.

خو هغو کاروونکو لپاره چې غواړي له انټرنیټ څخه خپل د خوښې ویډیو ښکته کړي ښه خبر دا دی چې د ګوګل کمپنۍ لخوا جوړ شوی براوزر کولی شي له کوم ځنډ او خنډ پرته ستاسې د خوښې ویډیو ستاسې د خوښې له پاڼې څخه ښکته کړي.

د ګوګل کمپنۍ دغه براوزر ټارچ (Torch) نومیږي کوم چې له نورو ډیر ځانګړتیاو سره د ویډیو ښکته کولو وړتیا هم لري او تاسې کولی شئ یوازې د یو اپشن له کلېک کولو سره خپل د خوښې ویډیو په ځانګړی سرعت ښکته کړئ.

ټارچ براوزر د ویډیو ښکته کولو پروګرام سربیره کولی شي ستاسې د خوښې ویډیو له کوم میډیا پلییر څخه پرته وچلوي. دغه براوزر د پي ډي ایف فایلونه هم خلاصوي.

د ټارچ براوزر کې خپل د خوښې ویډیو پلې کړئ او د ډاونلوډ میډیا (Media) اپشن له کلیک کولو سره خپل د خوښې ویډیو ښکته کړئ.

ټارچ براوزر له لاندې لینک څخه ښکته کړئ:
http://www.torchbrowser.com/

د ویډیو ښکته کولو طریقې پوهیدلو لپاره دغه ویډیو مو مرسته کولی شي:
https://www.youtube.com/watch?v=b55oywDWMlQ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x