نظــر

طالبان ولې له کابل سره خبرې نکوي

karzai-fahimله هغې وروسته چې طالبانو اعلان وکړ چې درې مخور استازي يې د طیب اغا په مشرۍ دوحې ته رسیدلي چې د بندیانو د تبادلې په اړه له امریکايي چارواکو  سره خبرې وکړي، د طالبانو دلومړۍ درجې کورنیو دښمنانو ( د شمال ټلوالې غړو)  ته يې  په کابل، مزار شریف او شبرغان کې ټکان ورکړ.

که څه هم ددې خبرو جزیات په بشپړ ډول روښانه نه دي، خو د طالبانو دغه ګام ښيي چې د هغه حکومت یا قانون منلو ته چمتو نه دي چې جوړونکي يې په 1995 کال کې د هغو جنایتونو او ګډوډیو له امله بیوکه کړل چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې يې رامنځته کړې وې،

په بله وینا، دهیواد په بیلابیلو برخو کې د ظلمونو، چور او چپاول په غبرګون کې د طالبانوغورځنګ راپورته شو او د افغانستان نژدې 98 سلنه خاوره يې ترخپل کنټرول لاندې راوستله.

له پیله، په 2002 کال کې چې کومو طالبانو د هیواد په سویل، ختیځ او لویدیځ کې وسلې کیښودې او د کرزي له حکومت سره يې د کار کولو هوډ وښود، د پښتنو ضد کسانو لکه  امرالله صالح په مشرۍ ملي امنیت او د قسیم فهیم په مشرۍ د دفاع وزارت، د یونس قانوني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت، د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت امریکايان ولمسول چې دغه خلک ونیسي او یايې ووژني. یو شمیر خلک د نیولو، ټکولو او وژلو په لړۍ کې له منځه یوړل شول، تیښتې ته اړوتل یا  بندیان شول چې ځينې يې ګونټانامو ته واستول او ځينې يې په بګرام او په نورو زندانونو کې ترشکنجې لاندې دي.   

د همدې لپاره، د طالبانو مقابل لوری د متحدو ایالاتو حکومت دی ځکه چې د افغانستان د هوا، مځکې او حکومت کنټرول د متحدو ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دی.   په 2001 کال کې د امریکا د یرغل په پایله کې د طالبانو رژیم ړنګ شو او هغه خلک يې بیرته قدرت ته ورسول چې طالبانو د هغه فساد له امله  شړلي  وو چې د ډاکټر نجیب الله له حکومت وروسته يې افغانستان د بیلا بیلو قومندانانو ترمنځ وویشه.

حامد کرزی د امریکا د یرغل په نتیجه کې د واشنګټن له لورې  قدرت ته ورسول شو چې طالبان یې  یو بيواکه سړی او د بهرنیو ځواکونو لاسپوڅی بولي. مخکې له دې چې متحد ایالات پرافغانستان یرغل وکړي، حامد کرزي په امریکا کې د UNOCAL  لپاره د سلاکار په توګه  کار کاو.  پر افغانستان د یرغل یوه موخه د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو  پر تیلو او غازوکنټرول دی، ددغه یرغل په هڅونه کې د  UNOCAL مالي او سیاسي ملاتړ شامل وو. دادهغه کمپاین پیل وو چې په ترڅ کې يې  جورج بوش په اسلامي هیوادونو کې سیکولرڅیرې رادمخه کړې چې  پخپلو هیوادونو کې دودپاله حکومتونه  له منځه یوسي او په دې توګه د اسلامي حکومتدارۍ نظریه شنډه کړي.  

اسلامي حکومت
له نورو دینونو سره د اسلام توپیر دادی چې دا بشپړ قضايي، سیاسي، اقتصادي، ښونیز، اداري او پوځي سیسټم لري، په دې سیسټم کې د ژوند د ټولو اړخونو لپاره معیارونه ټاکل شوي او دا معیارونه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیثونو او بیا دفقهې د علماوو له لارې تشریح شوي دي.

د اسلامي حکومت بنسټ د ”لا الا اله الا الله محمد رسول الله” پر بنسټ ولاړ دی. یانې له الله پرته بل چاته نه تسلیمدل، کوم مسلمان چې له الله پاک پرته بل چاته د تابعدارۍ سر ټیټ کړي، دبل چا قدرت ته تسلیم شي، د الله پاک له حکم څخه سرغړونه ده او دغه ډول تیری په اسلام کې تر ګردو بده ګنا ده چې هیڅ نه بخښل کیږي. کله چې یو مسلمان په لمانځه کې ”الله اکبر” وایي نو مانايي داده چې په عادي ژوند کې له الله تعالی پرته د بل چا د حکم منلو ته چمتو نه دی.

یو شئ باید روښانه وي چې په اسلام کې منځلاري او بنسټپالي نشته، دغه دین هغه څه دی چې په قران کریم او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې تشریح شوی دی، یانې مسلمان هغه څوک دی چې د الله او د رسول د لارښونو پر بنسټ عمل کوي. په دې نظام کې پریکړې د الله پاک د کتاب قران کریم له مخې کیږي او الله پاک  پخپله لوی ترینه قدرت supreme power  دی، او له الله تعالی  پرته بل چاته سر ټیټول شرک ګڼل کیږي. د الله پاک یو نوم ”الحکم” دی، یانې امر کونکی، په قران کریم کې الله پاک امر کړی، چې داسې وکړئ او داسې مه کوئ، د اسلامي حکومت سیاست دادی چې د الله پاک دغه لارښونې پخپله جغرافیه کې عملي کړي.

خو په اسلامي هیوادونو کې د سیکولرانو دنده داده چې اسلام د نورو دینونو په څیر یوازې ترعبادت پورې ورلنډ کړي او مسلمانان چې د وګړو اکثریت جوړوي خپلې تابعدارۍ ته مجبور کړي، عام خلک چې پخپل ډول کې نشي کولی کوم اواز ولري، له بې دینۍ څخه خپل انزجار د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو په بڼه او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند په چوکاټ کې ښيي، ځکه چې دغه خلک په دین کې سانسور نشي زغملی.

تاریخي شالید
د شمال ټلوالې قومندانانو چې د کابل په حکومت کې اصلي پریکړه کونکي دي، په تیرو وختونو کې يې د خپل رژیم د ناکامولو اسباب پخپله برابر کړي دي  او دداسې  سرچینې په وړاندې يې لفظي کمپاینونه کړي چې دوی يې تر چتر لاندې د قدرت او شتمنۍ خاوندان شول.

هغوی خپل ځانونه په قومي  ډلو وویشل او په داسې حال کې چې په حکومت کې يې پراخ کنټرول درلود، بیايي هم هڅه وکړه چې د حکومت پخلاف سیمه ییز خلک ولمسوي. د بیلګې په توګه د بلخ والي عطا محمد  په داسې حال کې چې د کرزي د حکومت برحاله والي دی ، د 2009 کال د ولسمشریزو تاکنو پر مهال د کورنیو چارو له وزیر سره خوله ووهله او د حامد کرزي سربیره يې پر پخواني وزیر حنیف اتمر سخت لفظي ګذارونه وکړل چې د یو والي له صلاحیته پورته کار دی.  په دې توګه، د کرزي او د ټلوالې ترمنځ بي باوري رامنځته شوه، ددوی له  دغو اعمالو څخه کرزی راضي نه دی او  بی باورۍ ته يې مجبور کړی دی ځکه چې دوی يې ملا هغسې ونه تړله څومره چې کرزی پرې د پښتنو ترمنځ  بندنام دی.    

احمد ضیا مسعود، د خپل وژل شوي ورورد ارمانونو پخلاف د شیعه ډلې محمد محقیق په تخرګ ورننوت او له دوستم سره يې یوځای هڅه وکړه چې د سیاسي ایتلاف د لرلو پیښې وکړي، په داسې حال کې چې محقیق تر اوسه دا نه دي هیر چې په 1990 کلونو کې شورای نظار د افشارو په سیمه کې په سلګونوکسان چې ښځینه او ماشومان هم پکې شامل وو، یوازې ددې لپاره قتل عام کړل چې شیعه ګان او هزاره ګان وو.

ان تر دې چې ګومان کیږي د کابل د عاشورا په وروستي برید کې چې پنځوس تنه پکې ووژل شول، د کورنیو چارو په وزارت کې پلان شوی وو چې مشري يې د شورای نظار د قومندان بسم الله خان په غاړه ده.  بسم الله خان هغه سړی دی چې  په 1990 کلونو کې يې د کابل په لویدیځ کې د قومندان ډنګرپه ملګرتیا د وحدت ګوند پخلاف جنګیده چې د برهان الدین رباني حکومت خوندي کړي. د عاشورا د دسیسې موخه دا وه چې طالبان بدنامه کړي، امریکایان او خپله کرزی د خپلو مخالفینو په وړاندې ولمسوي چې له ډیپلوماټیکو هڅو لاس واخلي،  پروفیسر رباني هم د همدغسې یوې لوبې قرباني شو.

دا بل لامل هم لري، په دې وروستیو څو کلونو کې شیعه ګان د کریم خلیلي او محسیني له خوا هڅیدلي وو چې نیم کوره شي، هم په کلي کې او هم په ښار کې،  یا کلیوالې سیمې پریږدي اوپه ښارونو کې ځای په ځای شي. د عاشورا مراسم په نادوده توګه ترسره کیدل، د ښار په ټولو واټونو کې تورې جنډې ځړیدلې چې د ښاریانو مذهبي پیژندګلوي يې بدله ښودله. د کابل په زړه کې د شیعه  ګانو دغې ګڼې ګوڼې ددولت د سني کړیو ترمنځ اندیښنې راولاړې کړې وې.  

هغه وخت چې طالبانو کابل ونیوه، د 1375 کال د تلې په میاشت کې احمد شاه مسعود، کریم خلیلي او رشید دوستم د بغلان ولایت د خنجانو په ولسوالۍ کې کیناستل او پر پخوانیو دښمنیو يې ډبره کیښوده. دوی د دفاع په نامه یو ایتلاف جوړ کړ او خپلې موخې يې سره شریکې کړې.  د اسلامي ګوند یوسیمه ییز قومندان چې په خټه تاجک دی په نا طبیعي ډول په دغه غونډه کې  وو، له دې ناستې وروسته يې د سیمه ییزو خلکو په وړاندې چې ډیری يې د اسلامي ګوند ملاتړي وو ادعا وکړه چې دریواړو قومي قومندانانو پریکړه کړې چې پښتانه په ډله ییزه توګه له شماله ولیږدوي، او بیا د افغانستان تجزیه اعلان کړي.ددغه ایتلاف یوه موخه دا وه چې په مزارشریف کې د رباني د حکومت بنسټونه په پښو ودروي،  د ایران او روسيې په مرسته د پښتنو پخلاف یوه جبهه جوړه کړي.

دغه هڅې په وژنو،  چورولو، بندیانولو او نورو ورته جنایتونو کې د یو ځانګړي کولتور په توګه د دفاع په نامه ددغې شورا د ځواکونو په لاس انځوریږي. دوی اړتیا درلوده چې دغه جنایتونه ترسره کړي چې طالبان پرې وویروي، یا په شمال کې دهغوی د اغیز یا اړیکو سرچینې له منځه یوسي، خو برعکس، دې هڅو ددفاع شورا ته زیانونه واړول، هغو سیمه ییزو پښتنو چې د وسلې د پورته کولو هوډ نه درلود، د روانو تیریو په غبرګون کې مجبور شول چې وسله واخلي، هغه څه چې طالبانو ورته سترګې په لار وو.   

په دې توګه، ډیر پښتانه مجبور شول چې له بغلان، کندوز، سمنګان، مزارشریف، سرپل او له فاریاب څخه کډه شي، او د هیواد سویل ته ولیږدي، یا پاکستان ته لاړشي، او بیا د طالبانو په پوځي تشکیلاتو کې راڅرګند شي. دغه خلک چې ډیری يې څاروي لرونکي، او مځکه وال وو خپل جایدادونه يې له لاسه ورکړل. خو کله چې طالبانو هرات ونیوه او یو پر بل پسې يې ولایتونه تر فاریابه پورې ولکه کړل، د دفاع شورا خپلې بسترې په شا کړې او د تاجکستان په کولاب کې يې واړول.

طالبانو مزار ونیوه، جنرال مالک چې د خپل ورور رسول پهلوان د قتل پر سر له دوستم سره دښمني درلوده، له طالبانو سره یوځای شو، محمد محقیق هم د مالک په شا وخوا کې ځان خوندي کړ. څو ورځې تیرې شوې نه وې چې جنرال مالک او محقیق پر طالبانو بریدونه پیل کړل، او په زرګونو کسان يې ووژل چې د ملا احسان الله په نامه د طالبانو یومخکښ هم پکې ووژل شو.
طالبانو خپل مورال له لاسه ورنکړ او د ملا دادالله او ملا عبدالمنان نیازي په مشرۍ يې یوځل بیا پر مزار بریدونه وکړل او دا ځل يې ددغه ښار کنټرول په بشپړه توګه  په لاس کې واخیست او له هغه ځایه د سمنګان، بغلان، کندوز او تخار په لور لښکرې ولیږلې چې یو پر بل پسې يې دغه ولایتونه ونیول.

د سپټمبر له 11 وروسته  
 له دې سره سره چې طالبانو چمتوالی وښود چې بن لادن یوې دریمګړې محکمې ته وسپاري، خو دمتحدو ایالاتو ولسمشر دا وړاندیز ونه مانه. امریکايي فیلسوف پروفیسر ناوم چومسکي پخپل یو کتاب کې لیکي چې امریکا د هر ډول اسنادو له ښودلو ډډه وکړه او د اکټوبر په میاشت کې  ولسمشر بوش افغانانو ته په ډاګه کړه چې تر هغې پورې به يې بمبار کړي چې خپل رژیم بدل نکړي. د چامسکي په وینا د متحدو ایالاتو موخه دا وه چې مالومه کړي د پوځي استعمال له لارې د یو رژیم د بدلولو تجربه څنګه خوند کوي.

دغه ټینګار چې د طالبانو رژیم دې بدل شي، د رسنیو او روڼ اندو د خوشاله کولو لپاره وشو چې  له یوې خوا د رسنیو او نړیوالو روڼ اندو پام  د امریکا جګړیزو اوزارو ته واړوي، له بلې خوا دوی وکولئ شي چې د امریکا د پوځي ځواک د تعریف په بدل کې شتمني او نوم ترلاسه کړي.

افغانستان په داسې یو سیمه کې پروت دی چې خلک یې د بهرنیو یرغلونو په ضد د ستایلو وړ تاریخ لري لومړنی سړی چې پر افغانستان  يې یرغل کړی وو، د فارس امپراتور داریوش وو چې له سختې ماتې سره مخامخ شو، له هغه وروسته د قبل المیلاد په څلورمه پیړۍ کې مقدوني سکندر پر افغانستان یرغل وکړ خو ددې هیواد پریښودلو ته اړوت. په معاصر افغانستان کې د مغلو، صفویانو، انګریزانو ، شورویانو او اوس هم د امریکا یرغلونه چې د خپل وخت جګړه ییزه ټیکنالوجي يې پر افغانانو ازمایلېده ، په دې بریالي نشول چې دغه بیوزلی ولس تابع کړي. پر دې خاوره تل بریدونه شوي او همدا لامل دی چې افغانان تل د بهرنیانو پر نیتونو شکمن دي.

کله چې پر افغانستان برید وشو،  امریکایانو دا ګڼلې وه چې د طالبانو حکومت کوم دفاعي سیسټم نلري او د پرله پسې خونړیو هوايي بریدونو په پایله کې به له منځه ځيي.  خو دايي نه وه ګڼلې چې دغه افغانان به یوځل بیا د طالبانو د همدې غورځنګ په شکل کې د نیواک په وړاندې راپورته کیږي، او د کابل لاسپوڅی حکومت به سختو حالاتو ته مجبوری. د امریکایانو د سترګو په وړاندې د شمال ټلوالې قومندانانو په زرګونوطالب بندیان چې د یوتړون له مخې يې وسله ایښې وه، ددې لپاره په ډله ییزه توګه قتل کړل چې  په راتلونکي کې يې د بیا راپورته کیدو پټ قوت یا جرت له منځه یوسي.  

له زندانونوڅخه بهر د طالبانو د ملاتړ په تور د تیرو لسو کلونو راهیسې په لسګونو زره نوردهیواد په ګوټ ګوټ کې ووژل شول، بندیان شول، او درنښت ته يې زیانونه واوښتل. په لسګونو زره نور مجبور شول چې خپل اصلي کورونه پریږدي او کډې کولو ته اړوځي. د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د کیمیاوي وسلو د کارولو له لارې نه یوازې عام خلک ووژل بلکې د هیواد چا پیریال ته يې سخت زیان ورساوو چې له کبله يې په ډيرو سویلي او ختیځو سیمو کې ماشومان نیمګړي زیږیږي.

د نړیوالو قوانینو له مخې ددې  دومره لویو بشري جنایتونو پوښتنه باید له هغو امریکايي چارواکو څخه وشي چې پر افغانستان يې د یرغل امر ورکړی وو، خو افغانان ددې جنایتونو پوښتنه له امریکایانو نکوي بلکې د شمال ټلوالې له قومندانانو يې کوي چې  بهرنیو ځواکونو ته يې پلانونه او مشورې ورکړي دي.

لس کاله وروسته امریکایان او نور نړیوال ملګري يې په دې حقیقت پوهه شوي چې د شمال ټلوالې غړي له سلو څخه ډیر نه دی، او هیڅ ولسي ملاتړ نلري،  پخپلو منځونو کې بي باوره،  تیت او پرک دي. ددې لپاره اوس نړیواله ټولنه غواړي چې له اصلي قوت سره چې ولسي ملاتړ لري خبرې وکړي.

د قطر تاریخي ارزښت
په تیرو وختونو کې داسې هڅې شوي دي چې د جګړې ترڅنګ له طالبانو سره خبرې هم روانې پاتې شي، خو دا ډول منډې تړلې بریالۍ شوې نه دي. سعودي عربستان له  اصف زرداري او حامد کرزي سره نژدي اړیکي لري، په تیرو وختونوکې د سعودي سلطنتي کورنۍ هڅه کړې چې منځګړتوب وکړي خو طالبانو د سعودي په نیت شک ښودلې وه.

ترکیې هم د پاکستان له لارې هڅه وکړه چې طالبان قانع کړي چې په استنبول کې خپل دفتر پرانیزي، خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړ. دوی نه غوښتل چې په داسې هیواد کې خپل دفتر پرانیزي چې ددوی یو دښمن ازبک جنګسالار رشید دوستم ته مالي او سیاسي ملاتړ ورکوي. د زرګونو هغو طالبانو د قتل عام پړه پر دغه جنګسالار اچول شوې ده چې د 2001 کال د نومبر په میاشت کې  په کندوز او د شمال په نورو ولایتونو کې يې خپلې وسلې ایښې وې.  

له دې قتل عام وروسته د طالبانو دوه جیګ پوړي مشران ملا نورالله نوري او ملا فاضل اخند امریکایانو ته وسپارل شول او دا مهال په ګونټانامو کې بندیان دي.  طالبان نشي کولی هغه څه هیر کړي چې په تیرو کلونو کې ددوی پر ملګرو راوستل شول. بل په تیرو وختونو کې د ترکې ځواکونه د ایساف په اډانه کې د طالبانو په ضد جنګیدلي دي، او د هغوی د رژیم په له منځه وړلو کې يې د امریکا مرسته کړې ده او همدا راز د ترکې رسنیو د طالبانو په ضد کمپاینونه کړي دي.  

 قطرد خلیج د کوچني هیواد په توګه په وروستیو څو کلونو کې نه یوازې دامریکا په ګډون په لویدیځو حکومتونو بلکې  په لویدیځو هیوادونوکې د عامو خلکو پام ځانته اړولی دی. ساده بیلګه يې د 2022 کال د فټبال نړیوالې لوبې دي. دې ویاړ په نړیواله کچه د قطر هیواد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فټبال د بیلیونونو مینه والو ترمنځ شهرت ته ورساوو او د منځني ختیځ لومړنی هیواد شو چې د فټبال دنړیوالو لوبو کوربه توب ورپه برخه کیږي.  

په دې حساب، د قطر ارزښت په دې کې دی چې له لویدیځو هیوادونو سره ډيرنژدې اړیکي لري او نړیواله ټولنه يې نظر ته درناوی لري، دا نه یوازې د دغه هیواد د سټراټیژیک موقعیت له کبله بلکې ددغه هیواد د پرمختللي اقتصاد او د یوې ګډې ژبې له کبله چې د نړۍ له مهمو هیوادونو سره يې جوړه کړې ده.

دغه هیواد همداراز، د اسلامي هیوادونو او لویدیځ ترمنځ د پله حیثت لري او د اسلامي  نړۍ او لویدیځو هیوادونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د منځګړیتوب اوږد تاریخ لري. هغه وخت چې په سوډان کې د دارفور کړکیچ یوه نړیواله مساله وه، دواړو غاړو ته په دوحه کې د خبرو اترو شرایط برابر شول او په دې هڅوکې د ډیرو کلونو لپاره ښکیل وو.  

په 2006 او 2007 کلونو کې قطر د یمن او د الحوثیون په نامه د شیعه ډلې ترمنځ منځګړیتوب وکړ او ددغې ډلې مشرانو ته يې په دوحه کې د اوسیدو شرایط برابر کړل چې د یمن له حکومت سره خبرې وکړي، دوحې همداراز په تیرو وختونو کې د فلسطیني ډلې حماس او نورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي دي.

له بلې خوا، قطر ظاهرا په افغانستان کې ښکیل نه دی او نه هم په دې هیواد کې خپلې ګټې لټوي، ددې لپاره طالبانو هم په خورا غور سره پریکړه کړې او ددې ګټې دادي چې د دوحې نړیوال اړیکي به طالبانو ته لار پرانیزي چې نوي ملګري پیدا کړي او د نړۍ په نورو هیوادونو کې له خپلو خواخوږو سره وګوري.  طالبان به هلته د اوریدو وړغږ پیدا کړي، له رسنیو سره به په اسانۍ لیدلی شي او نړیوال ملګري به يې هم د تګ راتګ جوګه شي.

پایله
امریکایان د زړه له کومي غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو غورځنګ له منځه یوسي یا دخپلو ګټو په وړاندې دغه خنډ ویجاړ کړي، خو په جګړه کې دوی ته هغه څه په لاس ورنغلل چې د تر لاسه کولو لپاره يې راغلي وو. بن لادن هم په افغانستان کې نه بلکې په یو بهرني هیواد کې وموندل شو او ووژل شو، نو ددې لپاره مجبور شول چې له طالبانو سره مساله د خبرو له لارې اواره کړي.

کله چې بهرنیانو پر افغانستان یرغل وکړ شمیر يې 45 هیوادونو ته ورسیده چې په بالقوه توګه يې له دغه جګړه ځپلي هیواد سره د پوځي، سیاسي او اقتصادي مرستو ژمنې ورکړې او سم لاسي د افغانستان  سفارتونه په دغو هیوادونو کې پرانیستل شول.

دا باید پرانیستل شوي وای، ځکه چې دغه هیوادونه نور په افغانستان کې په مخامخ ډول ښکیل وو او مجبور وو چې ډیپلوماټيک اړیکي له سره جوړ کړي. خوهغه مالي مرستې چې وشوې د هغې اغیز پر ټولنه هیڅ یا بیخي لږ ولیدل شو، ډیری يې د فاسدو چارواکو جیبونو ته ولویدلې چې د شتمنۍ د پیدا کولو په لټه کې وو.

همداراز،  په دې تیرو لسو کلونو کې د ښارونو اوسیدونکي لومړی درجه وګړي وګڼل شول او د کلیوالو سیمو اوسیدونکي چې د افغانانو اکثریت جوړوي، دوم یا دریم درجه وګړو ته ورښکته شول. کلیوالو ته له بمونو، د شپې د یرغلونو، د نیولو، بمباریو او ډله ییزو وژنو پرته بل څه ورنکړل شول، خو د ښاریانو لپاره د برښنا، د ښځو حقونه، د زده کړو او کار د شرایطو د برابرولو ، د سرپنا، مځکو د ویشلو اسانتیاوې برابرې چې د خلکو ترمنځ يې واټن پیدا کړ.

اوس نړیواله ټولنه پوهه شوې ده چې مساله باید له کلیو سره اواره کړي، او طالبان د کلیوالو زامن دي، د ښاریانو زامن نه دی. په دې حساب فکر کیږي چې شمال ټلواله، یا ددغې ټلوالې غړي نور هغه ارزښت نلري چې شپږ کاله پخوا يې درلود. ددوی د بهرنیو اړیکو شالید ته په پام سره چې له روسيي او ایران سره يې لري امریکا او د لویدیځ نور هیوادونه  بي باورۍ ته هڅولي دي.

خو له هغې راهیسې چې طالبانو په قطر کې له امریکا سره د خبرو لپاره د دفتر د پرانیستلو خبر ورکړی دی، دکابل د سولې شورا هڅه کوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ  اسلامي ګوند د هغو پخوانیو غړو له لارې چې په کابل کې دي وهڅوي چې له کرزي سره خبرو ته کیني، له دې لارې د سولې شورا هڅه کوي چې د طالبانو دریځ کمزوری وښيي، د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په وړاندې د مقاومت ترمنځ  درز جوړ کړي. په کابل کې د امریکا سفیر هم د سولې د شورا ددغو هڅو ملاتړ کوي، خو پنټګان په قطر کې له طالبانو سره بوخت دی. که د سولې شورا په دې بریالۍ شي چې اسلامي ګوند له مقاومت رابیل کړي،ښايي طالبان تر فشار لاندې راشي.

 برعکس د طالبانو او اسلامي ګوند ترمنځ د خبرو پرمهال سیاسي همغږي د شمال ټلوالې قومندانان او د کرزي رژیم له ننګونو سره مخامخ کوي.  دطالبانو او اسلامي ګوند له همغږۍ ډکه راګرځیدنه به هغه خلک ترپوښتنې لاندې راولي چې  په تیرو لسو کلونو کې يې نړیوالې مرستې د بیا رغاونې پر ځای په بهرنیو هیوادونوکې خپلو شخصي بانکونو ته لیږدولي دي. امریکا، اروپايي هیوادونه او ملګري ملتونه هر وخت کولی شي چې دغه شتمنۍ کنګل کړي، او د افغانستان راتلونکو حکومتونو ته يې وسپاري.  
 د طالبانو او اسلامي ګوند لومړنۍ غوښتنه به دا وي چې ددوی د ملګرو یا د دوی د ملګرتیا په تور د قتل عام شوو خلکو دوسيي به څنګه کیږي؟ د طالبانو په ګډون به هغو خلکو  ته چې په دې لسو کلونو کې يې قربانۍ ورکړي دي  څه نوم ورکول کیږي؟  

 

حنان حبیبزی

د لیکوال بلاګ: http://hananhabibzai-pashto.blogspot.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x