… او بالآخره کابینه بشپړه شوه!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د ګډحکومت له جوړیدو څه کم اته میاشتې وروسته د هغه کابینه تقریبا تکمیل شوه.

دا هغه کابینه ده چې د ګډ حکومت مشر یې په یوه نیمه میاشت کې د بشپړیدو ژمنه کړې وه.

ستره محکمه ، لویه څارنوالې ، ولایتونه او په بهرکې ديپلو ماتیک مراکز لا هم د سرپرستانو لخوا اداره کیږي .

اوس له هرچاسره دا پوښتنه راو لاړیږي چې ایا د کابینې تر بشپړیدو وروسته به د هیواد په بحراني وضعیت کې څه بدلون راوستل شي؟

ایا د ګډحکومت مشر او د هغه ځنډنۍ کابینه به وکړای شي د افغانانو هغه هیلې پوره کړې چې له تیرو ۸ میاشتو راهیسې یې په دې کابینې پوري تړلې وي؟

د ګډحکومت ماهیت ته په کتو سره باور نه کیږي چې کابینه دې د هیواد په امنیتي او اقتصادي وضعیت کې کوم مثبت بدلون راوستلای شي؛ځکه چې له پیل نه د ګډ حکومت ایجاد د افغانانو د ستونزو د هواري او د هغوی د مصالحو د تحقق لپاره نه دی شوی.

افغانانو د سر په سترګو ولیدل چې د ګډحکومت د جوړیدو له لومړۍ ورځې راهیسې په هیواد کې د نا آمني، بیکاري او د اداري فساد ګراف تر ټولو لوړې کچې ته لوړ شوی، دحکومت د چارواکو ترمنځ بي اعتمادي، یو د بل پرخلاف الزام لګونه او یو دبل تخریب د هغوی ورځنی فعالیت ګرځیدلی، چې دغه ټول منفیات به حتما د ګډحکومت له مشرانو څخه د حکومت کابینې ته هم انتقالیږي او هغوی به خپل راتلونکي کاري پروګرامونه د حکومت له دغه منفي عملکرد څخه په تأثرکې پلانوي چې هرومرو به يې اغیزه پرهیواد او ولس هم منفي وي .

له بده مرغه چې دګډحکومت کاري پیل د داسې یوه کار (امنیتي تړون) په لاسلیکولو سره شوی چې هغه د افغانانو له ملي مصلحتونو سره په ټکر کې دی ، اوس که د کابینې هر غړی خپل فعالیت شروع کوي مجبور دی چې په هغه کې د حکومت د عمومي تګلاري رعایت په پام کې ولري ، دا فعالیت که په امنیتي برخه کې وي ، که په پوځي اوکه په اداري او اقتصادي برخه کې. د حکومت مشر او کابینه مجبوره ده چې د حکومت په ټولو اړونده چارو کې امریکايي مصالحوته پر افغاني هغو ترجیح ورکړي ؛ ځکه پرهمدې اساس دحکومت ایجاد شوی او د همدې هدف لپاره امنیتي تړون لاسلیک شوی.

له‍ذا ویلای شو چې لکه څرنګه چې دګډ حکومت مشرانو په تیرو اتو میاشتو کې د خپل ولس او هیواد د ښیګڼې او نیکمرغي لپاره له بدمرغیو پرته بل څه ونکړای شول ، هماغه شان به یې نوي کابینه او دهغې ټاکل شوي وزیران هم هیڅ ونکړای شي .

ځکه چې :

خشت اول چون نهد معمار کج …. تاعقوبت میرود دیوار کج

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د