افغانستان

طالبان: دولتي چارواکي له «وارخطايۍ افواهات» وايي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل پرون رسنیو ته په خبرو کې وویل چې دوی داسې لیکونه تر لاسه کړي چې په دې ولایت فعالو طالبانو او د دوی په خبره داعش ډلې د یو بل پر ضد د «جګړې» فتوا ورکړې ده.

د هلمند دغه امنیتي چارواکي پورته څرګندونې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې په لومړۍ امنیتي حوزه کې د دوولس ساعته سرتيري برید وروسته وکړې، چې پکې د قومندانانو په ګډون ۵۳ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

طالبانو د هلمند د امنیه قومندان دغه ډول څرګندونې له وارخطايي ډکې او «افوهات» بللې دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند امنیه قومندان له خپلې «شرموونکې ماتې» څخه د ولس د ذهنیت اړولو لپاره پورته څرګندونې کړې چې په خبره يې هیڅ حقیقت نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند دې امنیتي مسوول «تېره ورځ يې له خپلو بې کفايتیو او ناکاميو څخه د خلکو د ذهنیت د اړولو هڅه وکړه، ده له رسنيو سره په تماس کې ادعا وکړه چې ګنې داسې لیکونه په لاس ورغلي چې په کې ويل شوي په هلمند کې طالبانو او داعش د یو بل په ضد د جهاد فتواوې ورکړې دي.»

طالبانو دا خبرې په کلکه رد کړې او ويلي يې دي چې په هلمند کې « د اسلامي امارت مجاهدين » تر یوه قیادت او یو بیرغ لاندې خپل فعالیت کوي، « بل څوک دلته شتون نه لری دغه راز آوازې دوی پخوا هم خپرې کړې وي چې وروسته بې اساسه ثابتې شوي دي.»

د سیاسي شنونکو په باور د دولتي سرچینو دغه ډول څرګندونې د څو ورځو لپاره د خلکو ذهنیت ګډوډ کولی شي، خو د دوی له مسوولیتونو او «ناکاميو» د چا سترګې نه شي اړولی.

هلمند د هېواد په جنوب کې هغه ولایت دی، چې نږدې ټول کال د پرلپسې جګړو شاهد و، د کره سرچینو له قوله یوازې د دولت له لوري د ذوالفقار په ۵۵ ورځنیو عملیاتو کې د ۱۵۰۰ هلمندیانو کورونه او باغونه ونړول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x