ورزش

انګلینډي لوبغاړی ۳۵۰ منډو جوړولو سره نوی نړیوال ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د اګلینډ په شخصي سیالیو کې د دې هیواد ملی لوبډلې ال راونډر لیونګ اسټون ۳۵۰ منډو جوړولو سره د یوه ورځنۍ سیالیو تر ټولو زیاتو منډو ریکاډ جوړ کړ.

لیونګ اسټون د لنکا شایر شخصي لوبډلې لپاره لوبه کوي چې تیره ورځ يي په یوه ورځنۍ لوبه کې ۳۵۰ منډې جوړې کړې. د کرکټ په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې یو لوبغاړی ۳۵۰ منډې جوړوي.

د اې سي بي نیشنل کلب چیمپینشپ سیالیو کې دغه لوبغاړی د نانټ وچ ټاون لوبډلې په خلاف د ۳۴ څلوریزو او ۲۷ شپږیزو په مرسته په ۱۳۷ توپونو ۳۵۰ منډې جوړې کړې.

لیونګ اسټون دغه لوبه کې ۲۹۸ منډې یوازې د څلوریزو او شپږیزو په مرسته جوړې کړې.

د ۳۵۰ منډو په جوړولو لیام لیونګ اسټون کرکټ د تاریخ یو ستر ریکاډ خپلولو سره پخوانی ریکاډ مات کړ. له دې وړاندې د هندوستان یو لوبغاړی نکي لیش سندرن ۳۳۴ منډو جوړولو سره نړیوال ریکاډ جوړ کړی و.

د لوبې په پیل کې د لیام یو کیچ ډراپ شوی و چې له هغې وروسته دغه لوبغاړی په ۴۷ توپونو د ۱۰ څلوریزو په مرسته خپل لومړۍ سلیزه ووهله.

نوموړی خپل دوهمه سلیزه په ۳۷ توپونو پوره کړ او په ۱۲۳ توپونو کې يي خپل ۳۰۰ منډې پوره کړې چې دغو منډو کې ۲۲ شپږیزې او ۳۱ څلوریزې شاملې وې.

هیره دې نه وي چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د هندوستان توپ وهوونکی روهیت شرما د زیاتو منډو ریکاډ جوړ کړی. نوموړی په ۲۰۱۴ز کال کې د سریلانکا په خلاف ۲۶۴ منډې جوړې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x