افغانستان

طالبانو د سرونو غوڅول وغندل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د تېرې میاشتې په ۲۳مه د بدخشان په جرم ولسوالي کې د طالبانو او افغان عسکرو تر منځ په نښتو کې ګڼ دولتي عسکر ووژل شول، چې د ځینو يې سرونه له تنو غوڅ شوي و.

دولتي سرچینو وویل چې په جرم کې طالبانو د ارد د ۲۸ تنو عسکرو سرونه غوڅ کړي او دا يې د خپل مقابل لوري «وحشت» وګاڼه.

طالبانو پخپله خپره کړې اعلاميه کې ویلي چې د سرونو غوڅول د نظامي تګلارې خلاف او د دوی د لایحې له مقرراتو سرغړونه ګڼل کېږي.

دوی په اعلامیه کې ويلي چې د روان کال د وري د میاشتې په دویمه نېټه د بدخشان په وردوج کې د دوی ملګري له وژلو وروسته مثله کړل شوي و « د یرغلګرو په لاس روزل شویو لنډغرو د اسلامي امارت څو تنه مجاهدین په خورا وحشت سره د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو او جنګي اصولو خلاف پر مخ مخ ضربه کړي وو، داسې چې څېرې یې بالکل نه پېژندل کېدې. نوموړې پېښې هم مجاهدین او هم د سیمې خلک سخت را پارولې او په غصه کړي وو.»

د اعلاميې له مخې د هماغې جګړې د غچ په ډول د جرم ولسوالي په جګړه کې ځینو طالبانو پخپل سر د «۷» تنو عسکرو سرونه غوڅ کړي و «هغه کوم تبلیغات چې ګوډاګیان یې کوي چې ګواکي د ۲۸ کسانو سرونه پرې شوي، بالکل له حقیقت نه لیرې دي.»

طالبانو دغه دواړه پېښې غندلې او دا يې د نظامي تګلارې خلاف عمل ګڼلی، خو د دوی په خبره د دې ډول پېښو اصلي عاملين «یرغلګر» دي «ځکه دا ډول کړنې لومړی دوی پیل کړې، ټولو ته جوته ده چې یرغلګرو له دې وړاندې د شهیدانو جسدونو ته اور ورته کړ، او بیا یې د ځینو نورو شهیدانو په مبارکو جسدونو د ټولو انساني ارزښتونو خلاف بولې وکړې، چې په نړیواله کچه یې ګڼ غبرګونونه را پارول.»

د دوی په خبره د دې پېښې علت هم په وردوج ولسوالي کې د عسکرو له لوري د طالبانو مثله کول دي: « دا ځل هم که د یرغلګرو روزل شویو ګوډاګیانو شهیدان نه وای مثله کړي، او په مخ مخ یې په مرمیو نه وای ویشتلي، مجاهدینو دا ډول خپل سری کار نه کاوه.»

طالبانو پخپلو ملګرو غږ کړی، چې که مقابل لوری هر څومره د «انسانیت او اسلامیت خلاف» کړنې ترسره کړي دوی باید ځکه ورته کړنې تکرار نه کړي چې مبارزه يې د الله جل جلاله د رضا او اسلامي نظام د قایمېدو لپاره ده.

اعلامیه کې د طالبانو د لایحې ۲۱مه ماده راوړل شوې: «که کوم مجرم شرعا د قتل مستحق وي، او د وژلو حکم یې وشي، هغه که جاسوس وي که بل مجرم، د ټوپک په وسیله دې ووژل شي، او عکاسي کول یې ممنوع دي.»

طالبانو پخپله اعلامیه کې دا ډول کړنې د امر له اطاعته سرغړونه بللې او ويلي يې دي چې که د دوی ملګري ورته کړنې تکرار کړي «د شرعي اصولو په رڼا کې به خامخا سزا ورکول کېږي.»

یاده دې وي تر دې وړاندې د جګړې له ښکېلو غاړو پرته ولسي وګړي هم د بهرنیانو له لوري له وژلو وروسته سوځول شوي دي، چې د کندهار د زنګاواټ مشهوره پېښه د نمونې په توګه یادولی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظفرخان

الله دی اجر ورکړی چی داسی نیک اقدام یی کړی، کله چی افغان ملت پوه شی چی دادسرونو غوڅول طالبان نه بلکه نور څوک یی کوی نه بیا ملت داسی بی تفاوته نه پاتی کیږی حتما ددی کار عاملین پیداکوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x