«جنکجوبلابا»؛ هغه ونه چې اتوم بم يي هم نشي زیانمنولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): «جنکجوبلابا» د طب یو له مشهورو ونو څخه دی په کوم چې د اتوم بم هم کوم خاص اثر نشي کولی.

په لومړیو کې دغه ونه یوازې په چین کې شتون درلود چې له هغې وروسته کوریا او جاپان ته هم د کرلو په موخه انتقال شو. د دغې ونې ریښه او پاڼې د مختلفو ناروغیو لپاره د درمل په ډول استعمالیږي.

په پخوانیو زمانو کې د دغې ونې پاڼې او ریښې د درمل په ټوګه ناروغانو ته ورکول کیده چې اوس هم د دې ونې پاڼې او ریښې د مختلفو درملو په جوړولو کې استعمالیږي.

دغه ونه د طب په نړۍ کې یو له غوره او اثر لرونکی درمل په ډول پیژندل کیږي.

«جنکجوبلابا» نومې دغې ونې اوږدوالی په عام ډول له ۲۰ مترو څخه تر ۲۵ مترو پورې وي خو د ځینو اوږدوالۍ بیا پنځوس مترو ته هم رسیږي.

د ونو په اړه جوړ شوی ډاکمنټري کې د دې ونې په اړه هم معلومات وړاندې شوی. دغه ډاکمنټري کې ویل شوی چې دغه ونه په ډیر سخت او نامناسب شرایطو کې هم خپل ودې ته ادامه ورکوي.

دغې ډاکمنټري کې ویل شوي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې کله چې امریکا د جاپان په هیروشیما ښار د اتوم بم حمله وکړه د دې چاودنې څخه یو کیلو متر فاصله کې د جنکجوبلابا ۶ ونې موجودې وې.

د حیرانۍ خبره دا ده چې دغه شپږ ونې له هغو ژوندیو موجوداتو څخه ول چې د اتوم بم له چاودنې وروسته هم ژوندي پاتې شول او تر اوسه هم په خپل ځای موجودې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هيله ده د ونی نوم صیی ولیکی
میلمه

د ونې نوم: جین ګو بایلوبا(ginkgo bioloba) دی، او تر ټولو مهمه فایده یی د اعصابو کمزوری لری کول دی چی هر عمر کسانو دپاره مفید دی.

ذهنی کمزوری، اعصابی، او تقریبا هره کمزوری ختموی.
ددی بهترینه فارموله GINBEX د پاکستانی کمپنۍ آی پرام Ipran international Rawatلخوا په دی عنوان جوړیږی