نظــر

د قطر مذاکرات، بريا که تنازل؟

tayab agha news confranceپر افغانستان د امريکا له يرغل راهيسې امريکايانو تر ډېره د ترورېزم ضد جګړې پر دوام ترکيز کړى دى. تور ليستونه يې جوړ کړل، د طالبانو له بندياو څخه يې د محاکمې حق هم واخيست او دوى يې د اوليه انساني حقوقو وړ هم و نه ګڼل. دا لړۍ تر هغې روانه وه، چې د طالبانو مقاومت ځواکمنېده او پراخېده.
کابل ته د مقاومت له رسېدو راهيسې امريکايانو هم د مذاکراتو غوښتنې پيل کړې. د امريکا کورنى اقتصادي کړکېچ،

په نړيواله کچه د امريکا حيثيت ته زيان رسېدل، د سيمه ييزو قدرتونو وده، په افغانستان کې مخ پر زيادتېدونکي تلفات او بالاخره امريکا کې د روان کال د نومبر د مياشتې د ولسمشر‌ۍ ټاکنې هغه څه دي، چې امريکايان يې مجبوره کړل، څو په هر قيمت د افغانستان ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
له چا سره خبرې؟
د افغانستان په لس کلن جنګ کې د جګړې يو لورى د امريکا په مشرۍ د ناټو پکټ پاتې شوى دى. که څه هم نور هېوادونه هم شته، ولې له امريکا سره يو هم پرابر نه شي ګڼل کېداى. په دې جګړه کې د امريکا کابو يو لک ځواکونه په جګړه بوخت دي؛ ځکه مقابل لورى تل امريکا ګڼل شوى دى.
امريکا له لس کلنې جګړې وروسته تر هر چا ښه پوهېږي، چې د دوى پر وړاندې لس کال چا مقاومت وکړ؟! دوى ته د خپل مقابل لوري ادرس ښه معلوم دى، څو ورشي، ور يې وټکوي او خبرې ورسره وکړي. امريکايانو د مذاکراتو لپاره د تياري په لړ کې طالبانو ته ځينې شنه څراغونه هم ښکاره کړل. مرستيال ولسمشر (جوبايډن) د ډسمبر په مياشت کې له نيوزويک سره په مرکه کې په زغرده وويل، ((طالبان زموږ دښمنان نه دي، دا ډېره مهمه ده!!)).
دا خبره ښايي ظاهراً غير منطقي ښکاره شي، ولې په حقيقت کې جوبايډن غوښتل له دې لارې طالبانو ته څرګنده کړي، چې دوى مذاکراتو ته لېواله دي، دا په حقيقت کې يوه سياسي خبره او د مذاکراتو لپاره د پام وړ شين څراغ و.
ځواک ارزښت ټاکيي!
د سياست لپاره بل معادل نوم ځواک کارولى شو. ځواک د يوې ډلې يا يو خوځښت د ارزښت ټاکلو لپاره ښه وسيله ده. د همدې ځواک د ښکاره کولو لپاره دي، چې آزادي غوښتوکي غورځنګونه د ځواک د ښکاره کولو سياسي مانورونه کوي. د کابل ښار هم څو، څو ځله د طالبانو د دغسې سياسي مانورونو شاهده وه. د ٢٠٠٩م کال له ټاکنو وروسته، په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي خپلې کابينې ته سوګند ورکاوه  طالبان د ارګ په دروازه کې په عملياتو بوخت وو. دغه ډول عمليات هم د خت او هم د ځاي له نظره مهم دي. سر بېره پر دې، پر ګڼو وزارتونو مختلفې حملې، د سپتمبر په مياشت کې د امريکا پر سفارت حمله، د ولاياتو پر مرکزونو حملې او داسې نور ټول هغه څه وو، چې طالبانو سره يې د مذاکراتو اهميت جوت کړ.
د طالبانو پورتني مانورونه د مذاکراتو د مېز پر سر د کارډونو په ډول کارول کېداى شي. مقابل لورى دا هرڅه په ياد لري، دوى به نهايي هڅه کوي، چې د مذاکراتو پر مهال له ځانه نرمښت وښيي. طالبان په مذاکراتو کې د مقابل لوري له مجپوريتونو څخه ښه استفاده کولاي شي. نن د طالبانو په پرتله، مقابل لورى مذاکراتو ته ډېره اړتيا لري.
موازي کار
طالبانو ته په کار دي، چې د مذاکراتو د مېز له بحثونو سره، سره د جګړې سنګرونه هم تاوده وساتي. له دې لارې دوى کولاى شي د مذاکراتو پر مېز خپل اغېز پرې باسي او مذاکراتو ته د ځان په ګټه لورى ورکړي. د لس کلن مقاومت نتيجه دا شوه، چې طالبان د مذاکراتو وړ وګڼل شول. اوس ښايي خبل اوپراتيفي پلانونه لا ګړندي کړي څو له هغو څخه په استفادې په مذاکراتو کې خپل وزن لا دروند وبرېښوي.
اوربند به په اوسنيو شرايطو کې د طالبانو په نسبت  ښکېلاک ته په ګته تمام شي. د امريکا حاکم ډيموکرات ګوند به له اوربند نه په استفادې په راتلونکو ټاکنو کې ولسي افکارو ته د ځان په ګټه لورى ورکړي، طالبان يوازې د جګړې له لارې کولاى شي، له امريکايانو څخه امتيازات ترلاسه کړي؛ که د جګړې بهير ټکنى شو شايد امريکايان له تشې اعظمي ګټه پورته کړي.
د سنګر د طالبانو پوهاوى
د مذاکراتو د بهير له پيل سره ښايي د جګړې د ډګر د طالبانو سرونه خلاص شي، چې  مذکرات د پردې تر شا پټې معاملې نه دي. دوى بايد وپوهول شي چې مذکرات د دوى لس کلن مقاومت بېړنۍ لاسته راوړنه ده، چې نن د دوى استازي په ډېر عزت او وقار سره، د ښکېلاک په ((مکررو بلنو)) په قطر کې د مېز څنډې ته ناست دي.
د دې خبرې وضاحت ضرور دى، چې مذاکرات د طالبانو د تنازل په معنا نه دى.
په حقيقت کې وسله وال مقاومت، مقابل لورى دې ته مجبوره کړى چې له طالبانو سره مذکرات وکړي. د جګړې د ډګر طالبانو ته يو شمېر وضاحتونه بايد چې په بربنډ دول وويل شي. کله، نا کله داسې برېښي چې د جګړې د ډګر طالبان مذکرات د ځان تنازل ګڼي(!).
دوي ته بايد دا وويل شي، چې که د دوى مقاومت نه واى، نن به مذاکرات هم نه واى. بل دا چې مذاکرات د غوټو د خلاصون په موخه ترسره کېږي. که ددوى ترمنځ کومه ستونزه نه وي، بيا نو مذاکراتو ته هېڅ اړتيا نه پېښېږي.
بنا پردې، دواړه لوري سره دښمني لري، يو له بله يې وژلي دي، اسيران لري؛ پرغو مسايلو د بحث په موخه، کټ، مټ لکه د کلي د جرګو مرکو په څېر مذاکرات به يا جريان لري او يا به هم په لنډ وخت کې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x