نظــر

لږ تر لږه موږ د سوريې لپاره څه کولای شو؟

ليکوال: الاخضر الابراهيمي – سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې پخوانی ځانګړی استازی

له تېرو څلورو کالو راهيسې سوريه له سختو وحشي ستونزو او کړاوونو سره مخ ده، مګر په دې وروستيو کې، چې «اسلامي دولت» يرموک کې د فلسطيني مهاجرينو پر پنډغالي کوم بريد وکړ، دا نو بيخي ډېر دردوونکی او وحشي کار و.

د فلسطيني کډوالو د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو وياند کريسټوفر جونيس په خپل راپور کې ويلي، چې د اسلامي دولت له لوري د يرموک نيولو سره د اتلس زروه فلسطيني کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ شوی او دا خلک خوړو، اوبو او د ژوندو له لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي.

سوريې کې چې کوم حالات روان دي، نو زموږ تحليل او وړاندوينه دا ده، چې دا عذاب او بحران يوازې او يوازې د ملګرو ملتونو د رښتيني او منظمو هڅو په مټ له منځه تللی شي.

۲۰۱۱ز کال کې، چې د بشارالاسد استبدادي رژيم پر ضد ولسي پاڅون پيل شو، هېچا دا فکر نه کاو، چې دا بحران دې دومره پراخ او تر وحشته ورسيږي.
په دغو پاڅونونو او جګړو کې تر اوسه له دوو لکو زيات انسان وژل شوي، د سوريې ټولنيز او اقتصادي ترکيب له منځه تللی دی.

د تېرو څلورو کالو په ترڅ کې ټولو لوريو ډېر وحشي جنايتونه کړي دي.
په دغو جنايتونوکې اجتماعي اعدامونه، تښتول، شکنجې، کيميايي وسلې کارول او داسې نور وحشي کارونه تر سره شوي، چې د انسانيت پر مخ تور داغ دی.
تر اوسه له دولس مليونو زيات سوريايي خلک بې کوره شوي او ډېرو خو يې خپل هېواد بيخي پرېښی دی.

د سوريايي کډوالو کډوالي د سيمې هېوادونو لکه لبنان او اردن باندې هم ډېر بوج کړی او اوس له درې ميليونو زيات وګړي ښوونځيو ته له تلو محروم شوي دي.
نړيواله ټولنه تر اوسه د سوريې د ستونزې په حل و فصل او اور بند نه ده توانېدلې.

ما او د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان په دې اړه ډېرې منډې ترړې وکړې او د سوريې د کشالې عملي تجري تجربه لرو، موږ هڅه وکړه، چې وسله وال پاڅونوال او حکومت د خبرو مېز ته کېنوو، مګر د ټولو هڅو سربېره ناکامي زموږ په برخه وه.

بل پلو نړۍ د اسلامي دولت د نړيوال ګواښ په اړه تر ډېره پټه خوله وه او اوس، چې د امريکا په مشرۍ کوم هوايي بريدونه پر اسلامي دولت روان دي، دا يې د ستونزې حل نه دی او دا ستونزه يو شامل کامل حل ته اړتيا لري، مګر داسې مثالي حل هغه وخت شونی دی، چې سيمه ييز لوبغاړي، لکه ايران، اردن، قطر، سعودي عربستان او ترکيه په ګډه نړيوالې ټولنې سره لاس يو کړي او متحرکه سياسي اداره رامنځته کړي، مګر په ډېره خواشينۍ بايد ووايم، چې د ګڼو دلايلو له امله زما دا خبره يوازې يو خيالي تصور دی او هېڅوک به دې حل ته زړه ښه نه کړي.

رښتيا خبره دا ده، چې سوريې کې د ستونزو او تاوتريخوالي مسؤوليت يوازې پر نړيوالو ډيپلوماتانو نه دی، بلکې موږ تاسې ټول د دې ستونزې او کړاوونو مسؤول يو. تر اوسه هم ډېر هېوادونه د سوريې په اړه هېڅ احساس نه کوي، هېڅ فکر نه لري، چې دې ستونزو اوکړاوونو کې د دوی هم څه لاس يا مسؤوليت شته کنه؟ د اندېښنې وړ خو لا دا ده، کله چې د سوريې ستونزه ډېره ياده شي او يا سخته شي، نو ډېر سيمه ييز او نړيوال چارواکي سترګې پټې کړي او يا په ډېره اسانۍ موضوع بدله کړي او پاڼه واړوي.

د دې بې پرواهي يوه نمونه دا ده، چې زرګونو سوريايي وګړي په کشتيو کې اروپايي هېوادونو ته د بحر له لارې ځي او يوازې تېر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون له څلور زرو زياتو کسانو خپل ژوند په بحر کې له لاسه ورکړ، مګر دې مرګوني وحشي پېښو نور سوريايي وګړي د همدې خونړي بحري سفر څخه منعه نه شو کړای او خپل ژوند يې د انساني قاچاقبرانو او مجرمانو په لاس ورکړی او اوس هم دوی دغو دولتونو ته روان دي.

د نه منلو خبره خو دا ده، چې اروپايي هېوادونو ته تلونکي خلک ځکه په بحر ابيض کې غرق شول، چې اروپايي ټولنې په بحر کې د کډوالو د څار او مراقبت د پوليسو لپاره بودجه کمه کړې، چې له امله يې دغه پوليس، کډوال له غرقېدو نه شي ژغورلای.

د اروپايي ټولنې دا کار د اخلاقو او بشريت ضد نه جبرانېدونکی عمل دی.
اوس د سرحدي امنيت ساتلو سياست ډېر ناقص او غير منظم دی، چې له امله يې کډوال اړ کيږي، چې له غير قانوني سرحدونو اروپايي هېوادونو ته ننوځي او دا کار د کډوالو ژوند خطر سره مخ کوي او سربېره پر دې دغه حکومتونه د سوريايي کډوالو لپاره هېڅ بشري انساني ارزښت په پام کې نه نيسي.

د سوريې د دې ترخې، اوږدې سختې جګړې په اړه زموږ لپاره يوازنۍ لاره نهيلي ده، حتا نړيوالې رسنۍ وايي، چې دوی کله د سوريې او نورو هېوادونو د جګړو په اړه بحثونه او خبرې کوي، نو د کتونکو شمېر يې بيخي ډېر کميږي او دا ډېره ستونزمنه ده، چې هېوادوال دې دومره نهيلي شي، چې پر خپلو حکومتونو او نړيوالې ټولنې يې د جګړې د پای ته رسولو باور له منځه ولاړ شي.

يوه ورځ يو فرانسوي ليکوال البير کامو ويل: « د نړۍ په دې جګړو، وينو او قصابانو کې د نړۍ د مفکرينو او پوهانو مسؤوليت دا دی، چې لږ تر لږه د قصابانو او ظالمانو تر څنګ ونه دريږي.» په همدې روح زه د نړۍ ټول ولسونه رابولم، چې پر خپلو حکومتونو فشار واچوي، تر څو د سوريايي مهاجرينو مرستې وکړي او دغو هېوادونو ته ورتلونکي سوريايي کډوالو ته ځاي ورکړي.

که نور مو هېڅ پر وس نه دي پوره دا خو کولای شو، چې دې کډوالو ته ځای وکړو او د ګردې نړۍ خير په دې کې دی، چې د سوريې خلک بايد له پامه ونه غورځوو.

سرچينه: پروجيکټ سنډيکيټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x