خرم: امینیتي تړون مې د امریکا د «ناراستۍ» له امله لاسلیک نه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي چې له امریکا سره يې امنیتي تړن ځکه لاسلیک نه کړ، چې په خبره يې امریکا د افغانستان په بهرني سیاست کې رښتينې نه وه.

خرم له اصلاح رسنیز ګروپ سره په خبرو کې ويلي چې دوی د امنيتي تړون اړوند شرطونه او ان ضمانت غوښت، ځکه چې د امريکا په سیاست يې باور نه درلود.

وړاندې وايي چې ښايي نوي حکومت د دې لپاره امنيتي تړون لاسلیک کړی وي، چې د دوی په ګټه به وي، خو په وینا يې دا روښانه خبره ده چې د هېواد په ګټه نه ده، ځکه چې له امنیتي تړون نه اوسني شرایط وزېږېدل چې د هېواد په تاوان دي.

نوموړي د پخواني ولسمشر هغې وینا ته چې بګرام يې د طالب جوړولو فابریکه ګڼلې وه، په اشارې سره وویل چې «هيڅ بهرنی دا حق نه لري، چې زموږ په خاوره کې څوک زنداني کړي او خپل زندان دې ولري.»

د حامد کرزي د دفتر دې رییس په خپلو خبرو کې دا هم ويلی چې بهرنیانو لاسي دغه زندان بېرته فعال کړ، چې خلک له دولت سره لا عقده من شي، چې په قول يې دا ډول حالت د هېواد په ګټه نه دی، خرم وړاندې وویل چې په دې زندان کې داسې کسان هم ساتل کېږي چې دریو سره محاکمو يې د خلاصون امر کړی دی.

د دوی په خبره پر دې سربېره لويديځوال په منظمه توګه بوخت دي چې افغاني غرور او اسلامي ارزښتونه کمزروي او ان له منځه یووسي، چې په وینا يې باید علماء او افغان ولس يې پر وړاندې بیدار اوسي.

کریم خرم په دې مرکه کې د مهاجرینو اړوند هم ویلي چې هیڅ کوربه هېواد به افغان مهاجرين په بشپړ ډول له خپل هېواد نه وتلو ته اړ نه کړي، ځکه چې د دوی ډېرې ګټې ور پورې تړلې دي.

عبدالکریم خرم چې د حامد کرزي د دفتر رییس پاتې شوی، په داسې حال کې د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه څرګندونې کوي، چې پرون هم د ولسي جرګې هغو غړو چې همدا تړون يې په یوه بېړنۍ فوق العاده غونډه کې تاييد کړی و، وویل چې پر دې تړون دې له سره غور وشي، چې ځينو يې له ګډ حکومت نه د دې تړون د لغوې غوښتنه هم کوله.

د دوی په خبره دې تړون نه په اقتصادي، نه سیاسي او نه هم امنیتي برخه کې کوم مثبت اثر کړی دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zia
میلمه

ښکلی مطلب دی خو کاش چی ټول مو خپور کړی وی. اخر هغه خبری چی د پاکستان په اړه یی کړی وی هم مو نشر کړی وی

ابن شهید ين
میلمه

هسي خبري كوي خرم خانه …. جي امريكا نه واي ته به جا ارك ته رسولي جي امريكا نه واي ته جا وزير كولي تا به دومره شهرت دكومه كول ..خو به بشاور كي سرو كر مو ته بروت وي دا مريكا له بركته راغلي وزير شوي ريس شوي بسيدار شوي ..هسي بي معني خبري مكوه تاريخ هيس بته نه بته وي .
اوس جي ته ليك له موقع وتلي يي نو بيا داسي هسي خبري كوي …………..