افغانستان

اشرف غني: د ۳۱ هزاره ګانو د خلاصون لپاره مو شپږ میلیونه ډالره لګولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر په ایران کې له افغان محصلينو سره په ليدنه کې ويلي چې د ۳۱ تښتول شویو هزاره ګانو د خلاصون لپاره يې تر اوسه شپږ میلیونه ډالر لګولي دي.

اشرف غني له افغان محصلینو ته ډاډ ورکړ چې د دې تښتول شویو کسانو موندنه او په اړه يې هڅې په لومړيتوبونو کې دي.

نوموړي د شپږ میلیون ډالرو د لګښت د څرنګوالي په اړه ونه ویل چې څنګه او چېرته يې مصرف کړي دي خو ويې ویل چې دا څرګندونې چې ګوندې ګډحکومت د دې پېښې اړوند بې توپیره دی، سمې نه دي.

اشرف غني محصلينو ته په ویاړ وویل چې تر اوسه د دې تښتول شویو د موندنې په هڅو کې داسې عملیات کړي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی او په خبره يې تر اوسه ۶۹ تنه مخالفين له منځه وړي دي.

د ګډ حکومت مشر ایران ته په سفر کې د اجرايوي رییس مرستیال محمد محقق هم ملګری کړی و، محصلینوته يې په خبرو کې وویل: «استاد محقق شاهد دی، چې له دویمې ورځې مې د دې موضوع په اړه ګام اخیستی.»

سره له دې چې د ګډ حکومت مشر د تښتول شویو هزاره ګانو په اړه د میلیونونو ډالرو لګښت او عملیاتو خبرې کوي، خو له نږدې دوه میاشتې تېرېدو راهیسې هم د دې کسانو درک نه دی لګېدلی.

تر دې وړاندېد زابل د ولايتي شورا ځينو غړو خبر ورکړ، چې دغه تښتول شوي کسان  له زابل نه غزني، روزګان او نورو سیمو ته وړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x