دفاع وزارت: د ملي اردو دوه عسکر مړه او نهه تنه نور ټپيان شوي دي
نن ټکی آسیا: د ملي دفاع وزارت وايي چي د کندهار او فراه په ولایتونو کې د جلا جلا پيښو په ترڅ کې د ملي اردو دوه تنه عسکر مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.
نن د سه شنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چي د ملي اردو دوه سرتیري د فراه ولایت د بکوا په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له کبله مړه شول، او شپږ نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چي د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې هم د ملي اردو درې تنه سرتیري ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې د یو شمېر فوځي وسایلو د تر لاسه کولو ذکر هم شوی.