يو خيال…

لیکوال: دادمحمد ناوک

که زه ميلیاردر شوم ! ــ۱

څوکيدار به نه لرم، په بایسکل به ګرځم، نېغ کابل ته ځم، ټول هغه ماشومان راټولوم، چې ژمی – اوړی، په یخني او ګرمي کې تور مخ، څېرې جامې د موټر د څنلڅر لوګیو وهلې خیرنې پښې په پنځه افغانۍ موټرو ته سپرلي پیدا کوي.

شخصي ښوونځيو او مدرسو ته يې وړم، که په درس کې ځينې ټمبل و، د کسب او کمال غم يې خورم، کورنیو ته د دوی د ورځنۍ ګټې دوه برابره پیسې ورکوم او ماشومان زده کړو ته پرېږدم.

که زه ميلیاردر شوم! ــ۲

څوکېدار به نه لرم، پتلون نه اغوندم، یو کتاب به مې په څنګ کې وي، په بایسکل به ګرځم، نېغ کابل ته ځم، ټولې هغه مېرمنې چې پنځه وخته د جوماتونو په دروازو او د نانوايي ګانو دوکانو ته په ژړا، زګيرویو او اسویلو د یوې مړۍ ډوډۍ سوال کوي، را يو ځای کوم.

هرې يوې ته قسم ورکوم، چې څومره میاشتني لګښت لري، په يوه ځای ورته د خوراک او پوښاک غم خورم، چې ولس په ارامه سا واخلي.

که زه ميلياردر شوم! ــ۳

لونګۍ به په سر کوم، واسکټ به اغوندم، نسوار به نه کوم، په بایسکل به ګرځم، نېغ کابل ته ځم، ټول هغه ځوانان چې ناوخوالو، نا پوهي او پرېمانه مجبوریتونو پوډرو ته اړ کړي او چاغ چاغ د دوی په وینو زبېښلي پړسيدلي، را یو ځای کوم.

د روغتون ټول لګښت يې زه ورکوم، چې خدای يې روغ کړي، که يې زده کړې کولای شوای، خو لا به ښه شي، کنه کوم کسب به پرې زده کړم.

که زه ميليادرد شوم ــ۴

خړ څادر به مې اوغوستی وي، اوږده ږېره به مې وي، د سر ویښتان به مې تر غوږو اوږده وي، په بایسکل به ګرځم، نېغ کابل ته ځم، ټولو راډيوګانو، تلویزونونو او ورځپاڼو ته اعلان ورکوم، د یوې غونډې اعلان، چې ټول لګښت به يې زه ورکوم.

اعلان: د راتلونکې جمعې په ورځ د هېواد د دوو سترو هستیو استاد محمد اصف صمیم او افغان اقبال استاد فضل ولي ناګار ویاړ ناسته ده، شاعر، لیکوال او د استادانو ارادتمندان دې خبر وي.

که زه ميليادر شوم ــ ۵

چاغ به نه یم، ورزش به کړم، یو کتاب به راسره ګرځوم، په بایسکل به ګرځم، نېغ کابل کې دانش، مستقبل او میوند خپرندویو ټولنو ته ورځم.

د پښتو ژبې د ټولو لیکلو او ژباړلو تفسیرونو بیا بشپړ، په ښه کاغذ او ډېر تېراژ د چاپ امر ورته کوم.

نور بيا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د