نړۍ

د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي په ۲۰ کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي د اخوان المسلمین د ګوند څو نورو مشرانو سره په بند محکوم شول.

د راپورونو له مخې د قاهرې جنايي محکمې پخوانی ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین څو نور مشران د نیولو، لاریون کوونکو د وژلو، بندي کولو او تعذیب له پاره واک کارونې په تور په ۲۰ کاله سخت بند محکوم کړل.

د واک څخه د ګوښه کېدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې مرسي په بند محکومیږي.

محمد مرسي په مصر کې د ولسي پاڅون وروسته د ټاکنو له لارې ولمسمشر شو، خو پوځ مشر او دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح السیسي او یو شمېر نورو سیکولرو کړیو لخوا پرې کودتا وشوه او له واکه ګوښه شو.

د پوځ لخوا تر کودتا وروسته مصري ولس په مظاهرو پیل کړ خو د پوځ لخوا د سخت غبرګون سره مخ شول.

په لاریونونو کې پوځ زرګونه کسان مړه، ټپیان او ونیول.

اوسمهال هم د اخوان المسلمین زرګونه پلویان د پوځ په زندانونو کې شپې سبا کوي.

په دې وروستیو کې مصري محکمو د اخوان المسلمین لسګونه مشران په اعدام محکوم کړل چې د نړۍ د مسلمانانو او بشري حقونو د ادارو لخوا وغندل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x