افغانستان

د کال ۲۰۱۲ په لومړی میاشت بهرنیانو خپل د ۳۴ تنو عسکرو وژل کیدل ومنل

airmen killed in helicopter crashنن ټکی آسیا: د کال ۲۰۱۲ په لومړی میاشت جنوري کې د ایساف له خوا د بهرني عسکرو د ۳۴ تنو عسکرو وژل کیدل اعلان شول.
دا شمېر نن د ایساف له خوا د میاشتي په وروستي ورځ د یوې خبرپاڼي له مخي ورکړه شو، د نن په خبرپاڼه کې ایساف منلي چي ددوی یو تن بهرنی عسکر د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په برید کې ووژل شو.
د خبرپاڼي له مخي ویل شوي چي نن ۳۱-۱-۲۰۱۲ د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی عسکر د مخالفینو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.


ایساف په خپل خبرپاڼي کي د خپلي پالیسي له مخي دا نه دي ویلي چي دغه عسکر د کوم هیواد تابع وو، او پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوې.
باید وویل شي چې ددې عسکر په وژل کیدو سره تر اوسه بهرنیو عسکرو خپل د ۳۴ تنو عسکرو وژل ومنل چي د کال ۲۰۱۲ په لومړی میاشت جنوري کي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x