ټکنالوژي

ټویټر (Twitter) د پیغام استولو او ترلاسه کولو اسانتیا وړاندې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): تویټر یوه نوې اسانتیا وړاندې کړې چې پر مټ يې کاروونکي کولای شي د ټویټر له نورو کاروونکو څخه وړیا پیغامونه ترلاسه کړي.

د ټویټر دغه نوی اسانتیا اختیاري ده او کاروونکي يي پخپله خوښه فعالولی او یا بندولی شي. د دې اسانتیا په مرسته کاروونکي کولی شي د ټویټر له ټولو کاروونکو سره چې نوموړی تعقیب کړی وي او که نه پیغامونه ترلاسه کړي.

له نیکه او که بده مرغه په پیل کې دغه اپشن غیر فعاله وي او هغه کاروونکي چې غواړي له نورو څخه پیغامونه ترلاسه کړي دغه اپشن فعالولی شي.

دغه اسانتیا د ټویټر په اپلیکیشن کې هم زیاته شوې او کاروونکي کولی شي هم په انډرایډ او هم ای او ایس (iOS) کې ترې ګټه پورته کړي.

له دې وړاندې ټویټر یو ځل دغه اپشن فعال کړی و ترڅو کاروونکو وویني چې کومو کسانو دوي ته پیغامونه استولي خو ډیر ژر دغه اپشن بیرته غیر فعال شو.

خو اوس دغه اپشن بیرته فعال شوی او د اجتماعي رسنیو دغه شبکه هم غواړي چې د پیغام استولو له اپلیکیشنونو او شبکو سره رقابت پیل کړي په کومه برخه کې چې فیسبوک ډیر زیات پرمختګ کړی.

ټویټر ویلي چې دغه اپشن به د تجارت لپاره یوه غوره اپشن وي ځکه چې له دې وروسته به دوي وکولی شي یو بل ته شخصي پیغامونه ولیږي.

خو ځینې هغه کاروونکي چې دغه اپشن فعال ساتلي ول له دې اپشن څخه خوښ نه دي ځکه چې ځینې خلک غلط پیغامونه استوي او د ځینو کسانو لپاره نامناسب الفاظ کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x