نړۍ

چین په پاکستان کې ۴۶ میلیارده ډالر پانګونه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۱، ۱۳۹۴ل): چین د پاکستان سره د اقتصادي همکاریو او پانګونې نوې ۵۱ قراردادونه لاسلیک کړل چې له منځه یې  اته پرانېستل شول.

دغه ۵۱ قراردادونو په ترڅ کې به چین په پاکستان کې  ۴۶ میلیارد ډالرو پانګونه وکړي. په پاکستان کې د ۴۶ میلیارد ډالرو پانګونه، له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ټولې بهرنۍ پانګونې نږدې درې برابره ده.

د چین ولسمشر شي جن پنګ پرون اسلام اباد ته په دوه ورځېني سفر راغلی. په تېرو ۹ کلونو کې دا لومړنی چینايي ولسمشر دی چې پاکستان ته سفر کوي.

هغه نن د پاکستان پارلمان ته خبرې وکړې او د چین یې د پاکستان قوي ستراتيژيک پارټنر وباله. هغه په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان او هند تر منځ دوستي په دوه اړخیزه اعتماد بنا ده. «دا دوستي د همالیې څخه لوړه، د سمندر څخه ټيټه او د شاتو څخه خوږه ده».

تر دې وړاندې پرون ماښام د چین ولسمشر او د پاکستان لومړي زویر نواز شریف په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د دوی هېواد به د بلوچستان په ودانولو او پرمختګ کې مفته اقتصادي مرستې وکړي.

هغه وویل چې د دوی په نویو پروژو کې د ګوادر بندر، قراقرم لویه لاره او د کراچۍ او لاهور ترمنځ د موټروی جوړل، د برېښنا یو شمېر پروژې او نور شاملې دي.

پاکستامي رسنۍ وايي چې د چین د لوري دغه پانګونې سره به د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت بېرته ځای ته راشي او د برېښنا د کمښت ستونزه به حل شي.

تر هغې وړاندې د چین ولسمشر استقبال ته د پاکستان ولسمشر، لومړی وزیر، لوی درستیز په شمول لوړ پوړي ملکي او نظامي مشران هوايي ډګر ته ورغلي وو.

د چین د ولسمشر راتګ سره د اسلام اباد زیاتره لارې تړل شوې وې او ځای پر ځای د چین او پاکستان د دوستۍ شعارونه او بیرغونه ځوړند وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

هغه بيرته هم تلي تاسو اوس خبر نشروي…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x