fbpx

اردوگان د المانۍ میرمنې څخه د تابعیت په بدل کې د ۳ ترکانو د زیږولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د یوه ترکي مشهور سوداګر کریم جوجوش المانۍ مېرمنې څخه  د ترکي تابعیت اخېستلو لپاره د ۳ ترکانو د زیږولو غوښتنه کړې.

د MCB تلویزون  د راپور په اساس ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د خپلې مېرمنې سره د یوې ترکي سیریال جوړونې ځای ته ورغلی و او هلته يې د یوه ترکي سوداګر المانۍ مېرمن سره ولیدل.

راپور له مخې اردوګان  له المانۍ مېرمنې وغوښتل چې د  ترکیې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره باید  په ترکیه کې کار وکړي، یو ترکي  سره واده وکړي او باید ۳ ترکان بچي وزیږوي.

یادې ښځې د اردوګان د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې اوسمهال په دوو بچیانو حامله ده.

ویل کیږي چې دغې المانۍ مېرمن د یوه ترکي سوداګر سره واده کړی او مسلمانه شوې او اوسمهال په ترکیه کې اوسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د