نادري ناولده

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دفاع او سیرت کې د نړی تر ټولو غټ کتاب ولیکل شو

bigest-book-about-mohammadدسعوي عربستان د المدينة ورځپاني له راپور سره سم تر ټولو غټ کتاب چي ۲۵ متره مکعب دی او ۱۵۰۰ کیلو ګرامه وزن لري له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ددفاع په موخه دهغه (صلی الله علیه وسلم) په سېرت مبارک کي محمد بن سعید العولقي ترتېب او تالیف کړی دی.
دا کتاب اوس په ۲۰۱۲ کال کي بشپړ شوی دی مخونه يې څلور متره پلنوالی، پنځه متره اوږدوالی او څلور سوه دېرش مخونه لري، په لیکلو کي یې داسي کاغذ او فونټ کارول شوی چي نه خو وړاندي کله شوی وو اونه به په راتلونکي کي وشي،

دوتنې يې په ابتداء کي له لرګیو څخه جوړي شوي وې خو بيا يې د دروندوالي په وجه له المونیمو څخه جوړي کړې، پاڼي يې له رخت او کاغذ څخه جوړي شوي او هغو دلیکلو پاڼیو ته ورته دي چي دمصر فرعونانو به دلیکنو لپاره کارولې، ددې کتاب په جوړښت کي نوي الماني ټکنالوژي کارول شوي لېکوال غواړي چي دا کتاب دجينيس دتر ټولو ستر کتاب مسابقې ته دا کتاب وړاندي کړي .
مؤلف يې وايي چي دا کتاب په ډېره ساده ژبه لیکل شوي او غواړي پنځو نورو ژبو ته يې هم وژباړي دا راپور دلته لوستلای شئ .
http://www.al-madina.com/node/354662
(ژباړن أبوخليل قدوسي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x