افغانستان

افغان جراح د سرو زرو مډال وګاټه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): افغان جراح د نړۍ له مشهور پوهنتون څخه د اعصابو په جراحي کې د سروزرو مډال وګاټه.

د ننګرهار اوسېدونکی ډاکټر احممد عبید مجددي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پاکستان په لاهور ښار کې په یوه طبي پوهنتون کې زده کړې کولې.

نوموړي د ماسټرۍ له بشپړېدو وروسته د لاهور د «University of Health Science» په نامه پوهنتون څخه د سرو زر مډال واخیست، چې تر نوموړي وړاندې د ډاکټر سلمان یونس په نوم بل افغان هم دغه مډال ترلاسه کړی و.

ډاکټر مجددي وايي چې له ۲۰۱۲ ميلادي کال راهیسې د ده په ګډون دریو تنو د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړي چې سلمان یونس د افغانستان او درېیم تن د پاکستان تبعه و.

ډاکټر مجددي چې د ننګرهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۳لمريزکال فارغ شوی، په پاکستان کې د اعصابو د جراحي په برخه کې په ماسټري بوخت و.

نوموړي تر دې وړاندې په کابل او ننګرهار کې په روغتيايي مرکزونو کې دندې تر سره کړې دي او هم په کابل کې د ډاکټرانو د یوې ټولنې مشر پاتې شوی دی.

د اعصابو په برخه کې د نوموړي بريالی عملیات د دې سبب شول، چې د ملي او نړیوالو رسنیو پام ور واوړي، ځکه خو د «Discovery» په نوم تلویزوني چينل د ډاکټر مجددي په ژوند مستند فمل جوړ کړی دی.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په هېواد کې د جګړې د اور په ژبغړاند کېدو سربېره لا هم افغان استعدادونه په نړیواله کچه ځلېدلي دي.

تر دې وړاندې په کندهار کې د ښوونځي زده کوونکو د ۲۹ هېوادونو له منځه څلور د سروزرو او یو د سپینو زرو مډالونه هېواد ته راوړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

ماشاء الله بارک الله

ابن شهید ين

ما شاء الله .. ور ته مباركي وايم ….
خو جي سوك يي يا بم وانه لوزه وي يا يي سر ور قلم نكري يا بمبار ور باندي ونكري … ار مان مو دا زاي ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x