نظــر

دشاهد شفق دپام وړ!

پرون مې دټول افغان ویب پاڼې کې په یوه لیکنه سترګې ولګېدې، لیکنې دظریف افغان په نامه له کوم لیکوال نه سر ټکولی و، له لومړئ  کرښې نه پوه شوم چې خبره په طالبانو پسې ده، دوهمې دریمې او ورپسې څلورمې کرښې ته چې را کوز شوم ګورم چې ښاغلی لیکونکی اوږده او لوړ لوړ ګامونه پورته کوي ما ویل خیر کړې!

 سمدستي یې خبره پیغورو ته کړې، او داسې ټکي یې کارولي چې: له یو مسلمان سره نه ښايي دبل مسلمان په اړه چې هغه له کافر سره لاس او ګرېوان وي وکاروي، دی وايي: ( کله چی طالبانو ماته وخوړه او سختی او چټکې ځغاستی په حال کښې ول… ) په دې خو هر مسلمان پوهېږي چې په هغه وخت کې له طالبانو نه ملاتړ دهر مسلمان شرعي او ایماني وجیبه وه، او اوس هم ده، ځکه چې دکفر لښکرو داسلام پر لښکرو یرغل وکړ، کېدای شي ډېرو مسلمانانو به له طالبانو سره ځینې فروعي، اوسیاسي اختلافونه لرل مګر خبره دکفر او اسلام وه او ده، نو ځکه خو دنړئ په کچه ټولو اسلامي ولسونو هر چا تر وسه خپله خواخوږي څرګنده کړه، او بل دا چې دکفر او اسلام په تاریخ کې دا رنګه پېښې رامنځ ته شوې دي چې په هغه کې مسلمانان ځورېدلي دي لکه داحد غزا، اوس سوال دا دی چې نوموړی لیکونکی چې ځان ته کلک مجاهد مسلمان وايي څه رنګه او دکوم شرعي مجوز په بنا ځان ته ددې حق ورکوي چې مسلمان ته دهغه څه پیغور ور کړې؟ یا داسې ټکي وکاروي چې دپیغور بوی ترې ځي؟ دیادولو ده چې ډېر علمای کرام داحد په غزا کې دمسلمانانو کړېدنې ته دماتې ټکی نه کاروي، بلکې په زړه دردونکې او دیته ورته ټکو یې یادوي، تر څو الله مه کړه داسې څه ونه ويل شي چې دالله جل جلاله دنارضايئ سبب وګرځي، ځکه چې خبره دکفر او اسلام ده، دلته له صحابوو سره دطالبانو تشبیه کول نه دي مراد، بلکې هغه حالت له دغه حالت سره مشابه شوی، په هغه وخت کې هم دکفر او اسلام جنګ و، او اوس هم، او دا هم باید له یاده ونه باسو چې که دطالبانو پر ځای هر څوک وای کېدای شوای دومره نه وای ټینګ شوي، ځکه مونږ ولیدل چې دصدام نظام له دینه کم مقاومت وکړای شو، سره له دې چې له هغه سره دطالبانو په پرتله تر یو ځایه اسباب او وسایل هم وو.

په هر لحاظ کېدای شي لیکونکی ورور دومره معلومات ونه لري، یا که یې ولري غوسې او تعصب به ددارنګه کلیمو کارولو ته اړ ایستلی وي، هیله ده په آینده کې په خپلو لیکنو کې دا رنګه ټکو ته جدي توجه وکوي، کېدای شي دا ګیله له یو داسې کس نه ونه شي چې هغه پر جهاد باور نه لري، یا دجهاد په اړه ډول ډول شبهي او شکوک را پورته کوي او یا یې په زړه کې وي، مګر له داسې یو کس نه چې خپله دجهاد چیغې وهي بلکې دجهاد پیل د خپل امیر ځانګړی او مستقل امتیاز  بولي! له داسې چا سره په هېڅ ډول دا رنګه ټکي کارول نه شرعا او نه اخلاقا  مناسب ښکاري.

نوموړي دخپلې لیکنې په همدې لومړي سر کې دخپل مشر، ورور حکمتیار هغه زړه خبره تکرار کړې چې لومړی جهاد ده پیل کړی، یایې اعلان ده کړی، زه وایم پیروان او اتباع خو یې خیر، دغه جناب حکمتیار صاحب ګوره چې په دومره لویه تنه دومره ښکرور درواغ وايي! آیا مجاهد بیا داسې مجاهد چې تر ځان پورته څوک نه ویني دا ډول درواغو ته زړه ښه کولای شي؟؟؟

نه پوهېږم حکمتیار صاحب او پیروان یې په کوم جرات او له کومه ځایه دا خبره کوي؟ حقیقت خو دا و چې کله دسپتمبر دیوولسمې پېښې را منځ ته شوې نو امریکې له طالبانو نه اسامه وغوښت، لنډه دا چې پر  اسلامي امارت اوولس دامریکې دحملې احتمال ورځ په ورځ پیاوړی کېدو، حالاتو ته په کتو سره اسلامي امارت په کابل کې دعلمای کرامو او قومي مشرانو تقریبا یوه یو نیم زر کسیزه  شورا را وغوښته او دهېواد دحالاتو په اړه یې مشورې ترینه وغوښتې، علمای کرامو په یوه خوله له همغه ځایه فتوی ورکړه چې که امریکا پر هېواد یرغل وکړي نو له همغه ورځې جهاد فرض دی، او که اسلامي امارت دامریکې په مقابل کې له کوم بل کفري هېواد نه مرسته وغواړي هم شرعا روا ده، او په دې پېښه او فتوی ټوله نړئ او ټول ولس خبر شول، کله چې امریکې پر افغانستان حمله وکړه له همغه ورځې نه جهاد عملا پیل شو، فتوی لا له مخکې نه صادره شوې وه، دحملې له پیلېدو سره عملا جهاد هم له شرعي حیثیته شروع شو، هسې دخولې او اعلامیو جهاد نه بلکې عملي جهاد چې په زرهاوو شهیدان یې نتیجه او ټول عالم او ولس دسر په سترګو لیدل، تقریبا تر دوه میاشتو پورې له اشغالګرو سره جهاد دوام درلود، کله چې دنړیوال اشغالګر کفر ګوزارونه سخت شول، داسلامي امارت مشرتابه خپلو افرادو ته داسلامي اصولو اوجنګي تکتیکونو په رڼا کې دشاته تګ وویل، همغه وو چې مجاهدین له خپلو مورچو څخه ورو ورو تکتیکي شاتګ وکړ، او پر دښمن باندې دبیا حملې کولو لپاره یې دتدبیرونو په برابرولو پیل وکړ، په ډېره محدوده موده کې یې ځانونه برابر بیرته یې پر دښمن حملې پیل کړې.

حکمتیار صاحب لا په ایران کې وو، په داسې حال کې چې دامارت مجاهدین په عملي جهاد لګیا وو، ده درسنیو له لارې دجهاد اعلان وکړ! اوس تاسو قضاوت وکوئ چې لومړی جهاد چا پیل کړ! جناب حکمتیار صاحب او پیروان یې له نیواکګرو سره دغه دوه  میاشتې جګړې ته کوم نوم ورکوي؟ که جهاد ورته وايي نو همدغه دعملي جهاد پیل نه و؟ او که یې جهاد نه بولي نو بیا یې څه بولي؟  آیا دا دخلکو په سترګو کې خاورې ورشیندل نه دي؟ آیا دا په ځان پورې دخلکو خندول نه دي؟ آیا دا دنورو په مسلمو او ثابتو حقوقو پښې ور اېښودل نه دي؟ آیا دا یو رنګه معنوي بین المللي او ولسي غلا نه ده؟ آخر ټول په الله جل جلاله ایمان لرو، مرګ لرو، آخرت لرو، په حساب او په کتاب باندې ایمان او ټینګ باور لرو، دا دومره غفلت، درواغ او بې پروايي دڅه لپاره؟

ښاغلي لیکونکي بله ګیله دا کړې چې طالبان له حزب اسلامي سره روغه جوړه نه کوي، په داسې حال کې چې له نورو سره یې کړې او کوي یې؟  ددې لپاره چې دلیکونکي خوا بده نه شي باید ورته وویل شي چې ګوره ځوانه! نه له دوستم سره سوله شوې نه له مالک سره، بلکې مالک تسلیم شو بیا یې وروسته خیانت وکړ، او پایله یې که تا نه وي لیدلې ځکه داسې ښکاري چې ته کشر یې، اورېدلي خو به دې وي، او له رباني او مسعود سره چېرته سوله شوې ده؟ که ته وایې چې طالبان ولې له قندهار نه کابل ته نه را الوتل دکابل اوقندهار ترمنځ ټولې سیمې به یې پرېښې وې په هوا به کابل ته راغلي وو؟ په قندهار کې قوماندان نقیب څوک و؟ طالبانو ته تسلیم نشو؟ په هرات کې له اسماعیل خان سره سوله وشوه که جګړې ورسره وشوې؟ بیا کله چې طالبان کابل ته را ورسېدل له رباني او مسعود سره سوله طالبانو وکوله که حکمتیار؟ او دا خبره چې طالبانو دحکمتیار پوستې ونیوې، هغوی یوازې دحکمتیار نه بلکې یو له مخې ټولې پوستې له منځه وړلې هغه که دهر چا وې، بیا هم ددې لپاره چې خبره ډېره اوږده نشي په نیټ کې مې یوه ډېره په زړه پورې لیکنه ولوسته کېدای شي په دغه آدرس: http://www.tolafghan.com/posts/18821 یې ولولې، تر یو ځایه یې دځینو حقایقو په اړه څرګندونې کړې دي.

ښاغلي لیکوال بله خبره دا کړې چې دده مشر حق لري پر طالبانو نیوکې وکوي، او طالبان باید دده نیوکو ته ځواب ووايي، ګرانه! ستا خبره بالکل روغه ده، هر څوک حق لري چې انساني او اسلامي اصولو او نزاکتونو ته په کتو سره پر یو بل انتقاد وکوي، په همدې اساس ستا مشر هم حق لري، مګر دیو څه حق نه لري هغه دا چې درواغ ووايي، دصحابوو او دامت دلویو لویو علماوو په هکله بې ادبي وکوي! بیا هم که یې ووايي، نو چې یو څوک دده ځواب ورکوي هغه هم حق لري، دی چې بل ته ګوته نیسي بل هم حق لري ده ګوته ونیسي، ته او یا ستا نور ملګري بیا ولې خپه کېږئ چې پر مشر مو نیوکه وشي؟ او که ستاسو مشر معصوم یا مرفوع القلم دی؟ هر څه چې کوي په هر چا پسې چې هرڅه وايي باک نه لري مګر ده ته به څوک څه نه وايي!

کېدای شي دده په اړه دځینو لیکوالانو په لیکنو کې سخت او زږه ټکي استعمال شوي وي، پوهېږې دا ولې؟ سره له دې چې زه خپله شخصا دسختې او قهرجنې لهجې طرفدار نه یم، مګر بل څوک یې چې طرفدار وي یا یې استعمالوي کېدای شي ځینې مبررات ولري، حکمتیار صاحب داسې عبارتونه استعمالوي چې بد بويي یې آن تر صحابه کرامو پورې رسېږي، نوموړی په خپله یوه لیکنه کې چې د (د عصمت الله عزام جواب: د نبوي احاديثو په اړه صحيح عقيده  ( دوهمه برخه) تر عنوان لاندې یې کړې او په شهادت ویب پاڼه کې په  2010 12:11خپره شوې ده داسې وايي:  (( كه صحابه وو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټول احاديث په يوه كتاب كي راغونډ كړي وى او ټولو پرې اجماع كړې وى نو نن به موږ د متعارضو رواياتو له ستونزي سره مخامخ نه وو، بېلي بېلي داسي مذهبي ډلي به نه وې چي هره يوه ئې ځان ته د رواياتو خاصه لړۍ لري او د هغوى په اړه ړوند تعصب.پاى ))

له دغه لیکنې نه په رسا توګه را څرګندېږي چې حکمتیار داحادیثو دنه راغونډولو او په یو کتاب کې نه لیکلو او پرې اجماع نه کولو پړه دټولو اصحاب کرامو رضی الله عنهم په سر ور اچوي، یانې درسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو ملګرو داحادیثو په هکله کمی کړی! اونن ورځ چې کومې مذهبي ډلې ټپلې په اسلامی امت کې را پیدا کېږي او یا هم را پیدا شوې دي ددې ټولو مسوولیت داصحاب کرامو رضی الله عنهم په غاړه دی والعیاذ بالله!

ډېر دتعجب ځای دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په امت کې په دغه څوار لس سوه کاله كې ایله په ایله انجینر ګلبدین حکمتیار پوه شو او دیته یې ور پام شو چې باید ټول احادیث په یوه کتاب کې راغونډ شي! نه دابوبکر صدیق، نه دعمر فاروق، نه دعثمان غني، نه دعلي حیدر، نه دمعاویه، نه دعبد الله بن عباس، عبد الله بن مسعود، ابی بن کعب، زید بن ثابت، بي بي عایشې صدیقې او … رضی الله عنهم او نه له هم له هغوی نه وروسته دامت دنومیالیو علماوو لکه امام مالک، امام ابو حنیفه، امام شافعي، امام احمد بن حنبل او… رحمهم الله  او نه داسلامي حکامو دغه مهم ټکي ته پام شوی و!

اوس نو ګرانه وروره! دانصاف تله ستا په لاس! آیا دا معقوله ده چې ستا مشر دا حق ولري چې دصحابوو کرامو او دامت دلویو لویو علماوو په حق کې دومره جسارت او ګوستاخي وکوي! او یو بل مسلمان بیا حق نه لري چې ستا مشر ته سختې ووايي! که خبر نه وې ځان خبر کړه، او که خبر وې بیا نو دومره سرزوري مه کوه چې په وچه کې کښتئ چلوې! داسې نه چې دبل په مخ کې ځان دالله جل جلاله نا رضایتئ ته ور وړاندې کړې؟ دا صرف یوه نمونه ده، هغې نورې اوتې بوتې یې چې ویلې دي هغه خو لا څه کوې!

لیکونکي بله دولسي خلکو دژغورنې خبره کړېده چې حزب ډېر پام ورته کوي، ګرانه لیکونکیه! ته به لا په هغه وخت کې کېدای شي زېږېدلی نه وې، حزب چې دکمونیستانو په تور او نامه کوم ترورونه کړي په خوب به دې هم نه وي لیدلي، ته به اوس اوس نوی له حزب سره بلد شوی وې، مونږ پکې عمرونه وخوړل، اوس مناسب نه ده که نه په ډېر تفصیل سره به مې ستا سر خلاص کړی و چې حزب دخپل قدرت په وخت کې څه لوبې کولې، که مخکني حزبیان څوک پېژنې لږ لږ یې وپوښته چې په حقیقت پوه شې، دولسې خلکو ساتنه او ژغورنه اوس هسې یوه بهانه ده، دسیاسي موخو لپاره کارول کېږي، که نه همدا اوس که حزب وس درلودی نو تا به هم پوه شوی وې چې حقیقت څه دی؟

لیکونکي طالب لیکوالانو ته دبې وسئ نسبت کړی  (… او طالب بی وسه لیکوالو…) لومړی خو دا چې زما په ګومان اسلامي امارت به کوم خاص لیکوالان نه لري، ځکه دولس اکثریت له دوی سره دی، او که ته هغه چا ته دطالبانو لیکوال وايې چې ستا دمشر دغلطو پالیسیو او بې مورده اجتهاداتو مخالفت کوي، او یا دطالبانو حقانیت بیانوي هغه بیا ستا قضاوت دی، همدا اوس چې زه دغه لیکنه کوم یو الله  مې ویني، چې نه کوم طالب راته ویلي، نه را باندې خبر دی، او نه ما ورته ویلي چې زه ستاسو لپاره لیکنه کوم، نه ظریف افغان پېژنم، نه مې لیدلی.

په هر حال داسې راته ښکاري چې ښاغلی لیکونکی له پښتو لیکوالئ سره هم تر ډېر بلد نه دی، ځکه لیکنه یې سر تر پایه له املايي تېروتنو او اشتباهاتو نه ډکه ده، اشتباه هر لیکوال کوي، او له هر چا نه ځینې ځينې املايي اشتباهات کېږي، کېدای شي له ما نه هم شوې وي، خو کوم څه چې په نوموړې لیکنه کې تر سترګو کېږي خورا ډېر دي، بیا په تېره دیاګانو په اړه، دلته به هسې یو څو دنمونې په توګه را واخلو هیله ده ورته متوجه شي، او په اصلاح کې یې کوشش وکړي، کومې ( یا ) چې ناسمه استعمال شوې له هغې سره د+ علامه شوې او له هغه وروسته مناسبه ( یا ) ځانله ورسره لیکل شوې، دلیکنې لومړئ کرښه داسې ده : ( د ظریف افغان په نوم طالب لیکوال یوه لنډه لیکنه لیکلی+ې ده نوموړی+ي په خپله لیکنه کښې هڅه کړی+ې  چی+ې څرګنده کړی+ي چی+ې د افغانستان د مجاهدینو مقاومت یواځی+ې د طالبانو له لوری+ي رهبری+ي شوی او امریکا هم له طالبانو سره جنګېدلی+ې او باید یواځی+ې له طالب چارواکو سره خبری+ې وکړی+ي…)

نوموړي د نرمې یا، پرتې یا، اوږدې یا، لکئ لرونکې او یا همزه لرونکې یا تر منځ توپیر ته نه دي کتلي هسې چې کومه یوه په مخه ورغلې لیکلې یې ده، او ددې پر ځای چې ولیکي: کله چې طالبانو ماته وخوړه او دسختې او چټکې ځغاستې په حال کښې ول … لیکلي یې دي چې: ( کله چی+ طالبانو ماته وخوړه او سختی+ او چټکې ځغاستی+ې په حال کښې ول…) یاګانې یې هم ګډې وډې کړې، او د ( سختې ) له کلیمې نه مخکې یې دال هم نه دی لیکلی، له همدې کبله یې دلیکنې لوستل سړی ډېر کړوي.

سبحان الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x