دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او ساینس

ژباړه او زیاتونه: امین شینواری

روایت دی د حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی که چیرته مچ ستاسی په کوم مشروب کی ولویږی هغه باید پوره غوپه شی او بیا تری راوباسلی شی، ددی په یو وزر کی رنځ دی او په بل وزر کی شفا.

د حدیث څخه په ښکاره ډول څرګندیږی چی مچ په یو وزر کی رنځ لری او په بل وزر کی د همغه رنځ درمل. کله چی په یو لوښی کی مچ ولویږی نو مچ کوشش کوی چی هغه وزر وړاندی کړی چی د رنځونون او مکروبونو ډک وی تر څو په دی وزر سره دفاع وکړی.

د پورته حدیث په شرحه کی امام ابن حجر فرمایی چی یو عالم دا خبره ښه درک کړی وه چی مچ خپل چپ وزر سره د ځان ساتنه کوی او ددی څخه دا جوتیږی چی په چپ وزر کی یی مکروب او ویروسونه دی او په خپل ښی وزر کی د رنځ ضد دوا Antidote لری.

نو هرکله چی ستاسی په مشروباتو یا خواړو کی مچ پریوځی نو پوره یی غوپ کړئ تر څو دواړه وزرونه یی ښه ډوب شی او هغه مکروبونه چی دې یی په خپل چپ وزر کی لری د ښی وزر په واسطه ختم شی.

په مصر او سعودی کی د تحقیق کوونکو یو ټولی په یو څو لوښو کی یی اوبه، شهد او یو څو نورو جوسونو باندی تجربی د مچانو پواسطه ترسره کړی. هغوئ یو څه لوښی سر خلاصه پریښودل او په یو څو کی یی مچان غوپه کړل. د مایکروسکوپی عملیاتو او تجزیاتو دوئ دی نتیجی ته ورسول چی په هغه لوښو چی خلاص پریښودل شوی وو په هغی کی بی شمیره باکتریاوی او ویروسونه شتون درلود ، او له بله پلوه په هغه لوښو کی چی مچان ښه غوپه شوی وو په هغی کی د باکتریاوو او ویروسونو څرک نه موندل کیده.

دا خبره د کایناتو سردار سیدالانبیاء محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله د مخه کړی وه کله چی انسانان په عصری علومو هیڅ نه پوهیدل ، لاکن داسی موثق مالومات چا ور وښودل، له چا یی زده کړه چی د مچ په یو وزر کی مرضونه دی او په بل وزر کی یی شفا ده او یا یی د مرض ضد دی؟ دا وړه خبره نده ، نه په هغه وخت کی مایکروسکوپ وو، نه عصری علوم، نه عصری وسایل او نه کوم لابراتوار؟ بیا نو چا ور وښودل؟ دا خبره چا مالومه کړه ؟

شته یو ذات شته !!

چی انسان ته یی دا او ددی پشان نور علوم ور زده کړه.

قرآن کریم د ساینس کتاب ندی خو دا خبره دی لیری نه وی چی قرآن کی ساینس ته لویه اشاره شوی، الله جل جلاله انسان ته شیان په نښه کوی او بیا یی دی ته اړ کئ چی تدبر او تفکر څخه کار واخلی. قرآن عظیم الشان زیاتره شیان اجمالاً ذکر کړی او بیا انسان د ورکړ شویو دماغو کارولو حکم شوی-

انسان ته اشاره پکار ده او هغه رب ورته په ځای ځای کړی، نور دی انسان خپل د ککرئ استعمال زیات کړی تر څو د نوی شیانو استخراج وکړی شی او په خاصه توګه مسلمان ته لازمه ده چی د قرآن څخه الهام واخلی او د نوري نړئ سره د دینی علومو سربیره په دنیاوی او عصری علومو کی سیال شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

واقعا هم همداسی ده باید چی مسلمانان په ساینسی علومو کی خپل له منځه تللی حیثیت بیرته اعاده کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x