شعـــــرونه

آزادي راوړه – سید الهام

شاعر: سید احسان الله الهام

څه كوو ګلونه آزادي راوړه

دا ځل خو سپرليه آرامي راوړه

تور ويښته مو سپين هيلي بوډي شولې

توان راوړه جزبه راوړه ځواني راوړه

اې نسيمه پريږده غوټۍ مه سپڼه

دې غمجنو زړو ته خوشحالي راوړه

هسې خو تېريږې فاني ژونده ته

نور راته فكرونه ابدي راوړه

دلته له ازله دى غيرت ديره

دلته ذهنيت بس جهادي راوړه

نظم او تر تيب د اسلامي قانون

عزم او پاك نيت بـس طالبي راوړه

جار د شعر ملكې ته خو ځې راځې

الهام ته بيتونه حماسي راوړه

2015/04/21

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نبیل افغان

ماشاءالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x