د امت لويان

د حضرت عمر (رض) د ژوند ۱۰۰ کیسې (۸مه او ۹مه کیسه)

ژباړه: محمدطارق فاروقي

جذامي ښځه:

يوې ډلې خلکو په داسي حالت کې طواف کاوه، چې په ژبو يې د تکبیر او استغفار کلمات جاري ول او په مخونو یې بې اختیاره اوښکې روانې وې، د دې ډلې په مینځ کې یوه ښځه چې په جذامي ناروغۍ (هغه ساري ناوړه ناروغي ده، چې د انسانانو په ظاهري اندامونو باندې یو ډول غټې دانې راوخېژي او د تنفس له لارې له یوه انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي) مبتلا وه، طواف یې کاوه.

حضرت عمر(رض) دا ښځه له لري ولیده، ورغی او ورته یې وویل: ای د الله وينزې! د الله (ج) بنده ګانو ته تکلیف مه ورکوه، دا به ډېره مناسب نه وه، چې په خپل کور کې ناسته وای او له الله (ج) څخه دې بښنه غوښتی؟

دې ښځې د حضرت عمر(رض) خبره ومنله اولاړه، په خپل کور کې پاتې شوه، کله چې حضرت عمر (رض) له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې، یو کس د هغې کور ته ورغی او ورته یې وویل: له باندې راوزه، کوم کس چې ته له کور وتو څخه منع کړې وې هغه اوس ومړ.

هغې په ځواب کې ورته وویل: داسي نه ده چې زه به د حضرت عمر(رض) خبره په ژوندون قبلوم او په مرګ نه، نه! زه به تر مرګه پورې له کور څخه بهر نه شم، دا ښځه تر مرګه پورې په کورکې پاتي شوه، تر څو چې مړه شوه.

کنز العمال ۹۶/۱۰. موطا امام مالک ۲۵۰

د حضرت عمر (رض) د ژوند ۱۰۰ کیسې (نهمه کیسه)

د حضرت عمر (رض) غیرت

د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له عاداتو څخه یو عادت دا و، چې کله به یې د شپې خوب وليد، د سهار له لمانځه څخه وروسته به يې له صحابه و سره شریکاوه، چې د اکثریت خوبونو تعبير به حضرت ابو بکر (رض) کاوه، او دا د حضرت ابو بکرصدیق (رض) له خاصو ځانګړتیاو څخه شمېرل کېده.

یوه ورځ چې کله د سهار لمونځ وشو، پېغمبر(صلی الله عليه وسلم) په محراب کې په داسې حال کې ناست و، چې په خوږه ژبه یې د الله (ج) اذکار جاري ول او صحابه کرامو له ده څخه حلقه وهلې وه، پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) وویل: نن شپه مې خوب ليده، چې یو ډېر ښایته کور وي، چې ما تر اوسه پورې داسي ښایسته رنګینه کور په ژوند نه دی ليدلی، د دې کور تر څنګ یوې ښځې اودس کاوه، پوښتنه مې ترې وکړه دا کور د چا دی؟

ځواب یې راکړ: دا کور د حضرت عمر(رض) دی، زړه مې وغوښتل چې دې کورته له نږدې ورشم او ويې ګورم، خو بیا د حضرت عمر (رض) د غیرت په فکر کې ډوب شوم، ومې ویل: هغه ډېر غیرتي سړی دی، هسې نه چې پرته له اجازې زما په ورتلو خفه شي، ورنغلم او له هغه ځای څخه ولاړم.

کله چې حضرت عمر (رض) دا کیسه واورېده، یو دم په ژړا شو او په ژړغوني اواز یې وویل: یا رسول الله!أیا زه دستا په مقابل کې غیرت ولرم؟. بخاري/۳۴۷۷

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x