نړۍ

د بخښني نړیوالي ټولني د امریکا څخه د بی پلوټه الوتکو د بریدونو قانوني جواز وغوښت

Amnesty Internationalنن ټکی آسیا: د بخښني یا امنسټي نړیوالي ټولني د امریکا څخه غوښتي چي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ډرون یا دبی پلوټه الوتکو د بریدونو په اړه قانوني وضاحت ورکړي.
دغې ادارې وړاندي ویلي چي امریکا دې د بی پلوټه الوتکو د ناروا بریدونو په اړه خپل قانوني جواز نړیوالو ته څرګند کړي، او په دغه بریدونو کې د ملکي خلکو د وژنو په اړه څیړنه وړاندي کړي، او ددې بریدونو د تفصیل په ورکولو سره دي دا ثابته کړي چي دا کار څرنګه دوی ته قانوني جواز لري،

او تر کوم قانون لاندي دوی د بل هیواد پر ځمکه برید کوي، او هلته بی ګناه خلک وژني، او ددې بی ګناه ملکي خلکو د وژني په اړه دي دقیقه شمېرنه هم وکړي.
یادي ادارې د امریکا څخه غوښتي چي که دوی دا کار په پاکستان کي د یوې معاهدې له مخي کوي، نو باید هغه معاهده هم واضحه کړي، چي هغه کومه معاهده ده، او له کومي لوري سره شوې.
د بخښني د نړیوالي ټولني له خوا ویل شوي چي د امریکا د ولس مشر باراک اوباما له خوا ددې بریدونو وجود منل د شفافیت په لوري یو ښه قدم دی، خو امریکا باید دا نور اړخونه هم اوس روښانه کړي.
د یادوني وړ ده چي تیره ورځ باراک اوباما په یوه مرکه کې رسما ویلي وو، چي دوی په پاکستان کې د بی پلوټه الوتکو بریدونه تر سره کوي، خو دا بریدونه د انتهايي مطلوبو افرادو په ضد کوي.
باید وویل شي چي د امریکا له خوا د پاکستان په پښتني سیمو قبایلو کې د ډرون الوتکو بریدونه خورا ډیر ترسره کیږي چي په ترڅ کې عام او ملکي وګړي ډیر شهیدانیږي، چي له کبله يې په سیمه کې د امریکا په ضد نفرتونه هم خورا زیات سوي، او په پاکستان کې د مختلفو سیاسي ګروپونو له خوا يې په وړاندي جدي مبارزه او ستر ستر لاریونه کیږي، خو نه امریکا او نه د پاکستان حکومت په دې اړه کوم وضاحت او یا عکس العمل ښيي.
د یادوني وړ ده چي د همدې بریدونو له کبله په وار وار په سیمه کې د پاکستان میشت عسکر هم په نښه شوي او وژل شوي دي، چي له کبله يې پاکستاني حکومت هم کله نا کله عکس العمل ښکاره کړی، خو د پاکستان او د قبایلي سیمو خلکو د پاکستاني حکومت دا عکس العمل هیڅ کله کافي نه دی بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x